د هند فلمي نړۍ درې مشهور خانان په یوه فلم کې؟

په زړه پورې مطالب
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

نصرت جهانبي

دا وروستیو کې داسې خبرونه خپاره شوي، چې لال سینګ چډها نومي فلم کې به دوی د سینما پر پرده یو ځای ولیدل شي، چې ښايي رول یې د مېلمه ممثل په توګه وي.

دغه درې مخکښ فلمي ستوري تر اوسه په هېڅ یوه فلم کې یو ځای نه دي لیدل شوي، خو اوس شاه رخ خان پر خپله فېسبوکپاڼه تایید کړې، خو زیاتوي

:

''په کیسه کې یوه معما شته چې وروسته به یې معلومات درسره شریک کړو. ''

هسې هم دا د نن سبا خبره نه ده، بلکې دا فلم به د ۲۰۲۰ کال د نوي میلادي کال رادبره کېدو پر مهال نندارې ته وړاندې کېږي.

 

د بالیووډ یو بل تازه خبر دا دی چې هندي فلمي صنعت ته د مخکښ فلمي ستوري امیتاب بچن د راتګ ۵۰ کلونه پوره شوي. په ۱۹۶۹ کال کې امیتاب بچن له (سات هندوستاني) نومي فلم سره بالیووډ کې راڅرګند شو او هغه وخت ښايي هېچا ګومان نه کاوه، چې یو وخت به دومره بریالی ثابت شي

.

امیتاب په لومړي سر کې د هاغه وخت مشهورو فلمي ستوریو، دهرمیندر، سنیل دت او دیوانند په شتون کې ډېر کامیاب نه و، خو وروسته یې د 'دیوار'، 'شعلې'، 'امر اکبر انتوني'، 'ډان'، 'اګني پت' او 'قلي' غوندي فلمونه خورا کامیاب ثابت شول.

امیتاب اوس هم د تمثیل برخه کې فعال دی او په ۲۰۲۰ کال کې به یې د برهماستر، چهرې او ګلابو ستابو له نومونو سره فلمونه نندارې ته وړاندې شي.