د ډېرو لویو وزرونو لرونکی زوړ بوډا

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

گابریل گارسیا مارکز

د عبدالملک پرهیز ژباړه

دا دریمه ورځ وه چې باران ورېده، پلایو او مېرمن يې د کور په انګړ کې دومره خرچنګان وژلي ول چې پلایو باید د کور له لوند انګړ څخه تېر شوی وای او مړه خرچنګان يې سمندر کې ارتولي وای، ماشوم ټوله شپه تبه لرله او هغوي فکر کاوه چې علت يې همدغه بد بوی ؤ.

له درې نۍ یا سه شنبې څخه  نړۍ غم نیولې وه. سمندر او هسک یو شان خړ ښکارېدل او د ساحل شګې چې د مارچ د میاشتې په شپو کې لکه د رڼا د بڅرکو په څېر ځلېدل، له مردارویو او مړو او خوسا حلزونونو ډک شوی ؤل. هوا لا چندانې روښانه نه وه،  پلایو خرچګان په سمندر کې غورځولي ول او کور ته د ستنېدو په حال کې ؤ چې د کور په انګړ کې د کوم شئي  خوځېدلو د هغه پام ځانته واړولو چې ځګيروي یې کول ، دی نه پوهېده دا څه شئی دی، اړ شو څو نژدې ورشي څو وویني څه شئی دی ، هلته یو بوډا چې ډېر سپین ږیری ؤ  پر ناولتیاو لوېدلی او پروت ؤ او له زیاتو هڅو سره سره يې نه شو کولی پاڅېږي، ځکه  دهغه سترو وزرونو د هغه د پاڅېدو مخه نیوله. 

پلایو چې ددغه ډارونکي موجود له لیدلو وېرېدلی ؤ د خپلې مېرمنې په لور يې منډه کړه . الیسندا ، چې د خپل ناروغه ماشوم پر وچولي د لوند ټوکر په اېښودلو بوخته وه.  پلایو، الیسندا له ځانه سره انګړ ته بوتلله ، دواړو په زیاتې حیرانتیا  پر ځمکه  پراته بدن ته کتل .

د ملنګانو په څېر زړې جامې يې په ځان کې وې. پر کوسه مخ يې د وېښتانو یوازې څو نري تارونه ول او په خوله کې يې هم یوازې یو څو غاښونه ول. د هغه دغه ناوړه او په اوبو لوند خېشت حالت د نيکه توب ویاړ ترې اخیستی ؤ . د هغه ستر او لوی او ځناور ډوله وزرونه خیرن او بڼکې يې شلېدلې او له ناولتیاو ډکې وې. دوی یو څه وخت په پاملرنې سره هغه ته کتل او کله چې حیرانتیا يې پای ته ورسېده، نو متوجه شول  چې یو څه آشنا ښکاري نو جرئت يې وکړ او له هغه سره يې خبرې  پیل کړې، هغه د سمندر د غښتلي لامبوزن په څېر خبرې کولې خو د پوهېدو نه وې. د همدې په خاطر پلایو او الیسندا د هغه ستر وزرونه له پامه وغورځول او ګومان يې وکړ چې هغه به د پردۍ بېړۍ له سپرلیو څخه یو تن وي چې توفان را مخ ته کړی او ساحل ته يې رسولی. د ګاونډ ښځې ته يې غږ کړ، څو راشي او دغه بوډا سړی وویني ، هغه د ژوند او مړینې په ټولو رازونو پوهه او عالمه مېرمن وه . کله چې ښځه راغله او ويې لیدل نو پوهه شوه چې پلایو او الیسندا تېر وتنه کوي.

د ګاونډ مېرمن وویل :« هغه پرښته ده . کېدی شي ستاسې ماشوم ته د مرستې له پاره راغلی وي، خو هغه دومره زوړ دی چې باران په مخ را اخیستی  دی»

 د هغې ورځ په سبا ټول خلک خبر شول چې د پلایو په کور کې ، یو په وینو لړلی ټپي پرښته نیول شوی دی. خلکو د ګاوندي مېرمن د هوښیاره نظر خلاف، فکر کاوه چې پرښتې د یوې آسماني دسیسې تښتېدلي پاتې شوني دي،  خو هغوی زړه نه کاوه هغه د مرګ تر پولې ووهي. پلایو چې قمچینه يې په لاس کې وه ټول ماسپښین د پخلنځي له کړکۍ څخه  بوډا ته کتل. خو وروسته راغی او د هغه له بدن څخه يې ناولتیاوې پاکې کړې او د چرګانو په انګړ کې يې بندي کړ. نیمه شپه باران درېدلی ؤ او پلایو او الیسندا د خرچنګانو په وژلو بوخت ول. لږ وروسته، ماشوم ويښ شو خو اوس يې نه یوازې تبه نه لرله ، بلکې اشتها يې هم ښه شوې وه . زړونه يې روښانه شول او پریکړه يې وکړه څو پرښته په یوه بېړۍ کې خوشې کړي او د درې ورځو خواړه او څښاک هم ورکړي او د سمندر او برخه لیک په لاس يې وسپاري. خو کله چې سهار  وختي انګړ ته ووتل ، لیدل يې چې ټول ګاونډیان د چرګانو د انګړ مخې ته ولاړ ول او پرښته يې د خپل ساعتېرۍ په وسیله اړولی ؤه ، د چرګانو د انګړ د سیمي جال له منځه يې ، د ملنډو او سپکاوۍ په بڼه پرښتې ته د خوړو توکي ارتول څو پرېښته يې وخوري. ته به وایې هغه له طبیعته لوړ موجود نه بلکې یو عادي موجود دی.

 پلار ګونزاګا چې دغه خبر آورېدلی ؤ ، له اوه بجو دمخه دغه ځای ته رسېدلی ؤ . سیلانیانو اوس لکه د پخوا په څېر احمقانه چلند نه کاوه، ددغه بندي د راتلونکي په اړوند يې راز راز اټکلونه کول. د هغوی تر ټولو ساده ویلي ول چې دغه بوډا به د نړۍ ښاروال وي. یو بل وچ مغزي ویلي ول ، دغه بوډا یو پنځه ستوری جنرال دی چې د ټولې جګړې به وګټي. او ځنې سیلانیانو هيله ښودلې وه چې دغه بوډا به پر ځمکه د وزرلرونکو هوښیاره  خلکو د منځ ته راتګ سبب شي څو پر نړۍ واکمني وکړي . خو پلار ګونزاکا ، چې له کشیشۍ یا ملايۍ دمخه ، یو غښتلی لرګي چلونکی ؤ ، د چرګانو د انګړ مخې ته ودرېد  او تر یوې شېبې يې خپله ټوله  مذهبي پوهه له فکره تېره کړه او غوښتل يې چې د چرګانو د انګړ ور پرانیزي او له نژدې دغه غم لړلي سړي وګوري چې د بېداره چرګانو په منځ کې لکه دیو مړاوي چرګ په شان ښکارېده.

بوډا له خپلو پرانیستو وزرونو سره د قفس په یوه څنډه کې پروت ؤ او شا او خوا يې د میوو او د خوړو د توکو له پاتې شونو څخه ډک ؤ چې سیلانیانو د سهار په پیل سره دلته غورځولي ول. پلار گونزاگا قفس ته ننوت او په لاتیني ژبه يې وویل سهار په خیر او بوډا چې ددې دنیا د سپکاویو او ملنډو سره بلد نه ؤ خپلې لرغونې سترګې خلاصې کړې او په ځواب کې يې کوم څه وویل. کشیش ګومان وکړ چې دا کوم ټک او ټګمار دی چې د خدای په ژبه نه پوهيږي او یا هم نه پوهيږي څنګه د خدای استازي ته درناروی وکړي. خو کله چې په ځير يې ورته وکتل نو پوه شو چې هغه  انسان ته زیات ورته دی : په شدت سره ترې د طبیعت بوی راتللو ، د وزرونو شا يې د چرګانو له مرداریو ډکه وه او اصلي بڼکې يې باد مات کړي ول ، خو هيڅ څه د پرښتې غرور او پرتم اغیزمنولی نه شو. کشیش د چرګانو له انګړ څخه را ووت او د سادګۍ د خطرونو په اړوند يې خلکو ته لنډه وینا وکړه او خلکو ته يې وویل : شیطان د دسیسې جوړول عادت لري څو بې خبره کسان بې لارې کړي . ویل يې چې د یوې باښې او آلوتکې توپیر د وزرونو په لرلو کې نه دی. خو سره ددې هر څه نوموړي ژمنه وکړه چې مشر کشش ته به لیک واستوي او  هغه به ستر کشش او ستر کشش به په خپل وار سره ستر پاپ ته لیک واستوي  څو د هغه ژور اند پر سپېڅلو زړونو اغېزه وکړي . په هر صورت په بند کې پروت زنداني دومره مشهوره شو چې څو ساعته وروسته د کور په انګړ کې  د پښو اېښودل ځای پاتې نه شو،نو  له ناچارۍ يې پوځ ته خبر ور کړڅو خلک له دغه ځایه وشړي.

د الیسندا ملا ، د هغه د مرداریو د جارو او پاکولو له امله چې سیلانیانو غورځولي ول، بیخي کړوپه شوې وه، فکر ته يې وکړ چې د کور له  انګړ نه کټارې تاوې کړي او خلکو ته د لږو پیسو په بدل کې د پرښتې  د لیدلو اجازه ورکړي.

د آلیسندا اعصاب خرابیدل او چیغې يې وهل چې کور له پرښتو ډک شوی.

د لری او نژدې سیمو څخه زیات شمېر د پلټنې حس لرونکي کسان هم دلته د پرښتې سیل ته راغلي ول . یو ګرځنده کارنیوال هم راغلی ؤ چې د هغې د اکروبات یو آلوتونکي لوبغاړي څو ځلي د خلکو دپاسه آلوتنه وکړه خو د هيڅ چا پام يې ځانته اړولی و نه شو. ځکه وزرونه يې د پرښتو په پرتله زیات د خفاشانو د وزرو په شان ول. په همدې ډول د نړۍ له هرګوټ څخه ډېر بدمرغه رنځوران راغللي ول څو ځپله روغتیا بیا تر لاسه کړي: یوه بې وزلې زړه ښځه چې له ماشومتوبه يې د زړه ټکانونه شمېرل او شمېره يې کمه وتلې وه، یو پرتګالي سړی چې د شپې له خوا د ستورو د غالمغال له امله ورته خوب نه ورتللو ، یو څوک چې په خوب کې به ګرځېده او هر هغه څه به يې چې په ورځ کې اوبیدل، په شپه کې به يې بېرته ريښې ريښې کول او یو شمېر نور چې ناروغۍ يې دومره مهمې نه وې. پلایو او الیسندا په دومره ګڼه ګوڼه او د خلکو په ټيل ماټيل کې چې ځمکه به يې لړزوله، د خپلې ستړیا څخه هم د رضایت احساس کاوه، ځکه له یوې اونۍ  څخه په لږه موده کې يې ټولې خونې له پیسو ډکې شوې وې او لا هم د لیدونکو اوږده  کتارونه ولاړ ول.

پرښتنه هغه یوازنی موجود ؤ چې په دې هر څه کې يې هيڅ رول نه درلود. هڅه يې کوله په خپل قفس کې آرامه اوسي، خو د تیلو د څراغ او د مذهبي شمعو تودوخې چې د چرګانو د انګړ شا او خوا  لګول شوي ول ، هغه ځورولو.

خلکو په لومړي سر کې غوښتل هغه ته ، نفتالین د خوړو په توګه ورکړي ، د ګاوند مېرمن ویلي ول د پرښتو خواړه نفتالین دي. خو بوډا نه یوازې د نفتالین له خوړلو ډه ډه کوله بلکې د  هغه کسانو خواړه يې هم نه خوړل چې توبه يې ایستله. خلک نه پوهېدل چې آیا دا د بوډاتوب له امله دی چې هغه څه نه خوري او که له دې امله چې هغه پرښته دی او کېدی شي یوازې د رومیانو شیره وخوري. د هغه د طبیعت اوچته  یوازنۍ ځانګړنه د هغه صبر، استقامت او زغم ؤ چې په دې ټوله موده کې يې له ځانه ښودلی ؤ. په تېره بیا په لومړیو ورځو کې ، کله چې چرګانو به پرې ټونګې وهلې او د هغه د وزرونو آسماني تکمې به يې خوړلې. هغه کسان چې شل یا فلج ول د هه بڼکې به يې پر خپل شل بدن مښل، او ان ډېر مهربانه کسانو هم د هغې په لور تیږې ګوزارولې څو بوډا له ځایه پاڅېږي ته اړ کړي څو هغوی يې ټول بدن وویني. یوازې هله هغوی وکولی شول هغه پاڅېدو ته اړ کړي کله چې سره میله يې د هغه په یو اړخ ووهله ، دا ځکه  بوډا څو ساعته بې حرکته پروت ؤ او هغوی ګومان کاوه چې هغه مړ شوی دی. بوډا ويښ شو او له سحره ډک  کوم څه يې وویل ، سترګې يې له اوښکو ډکې وې ، څو ځله يې خپل وزرونه وپړقول چې د چرګانو د انګړ فضوله توکي او خاورې يې والوزولې او د وحشت توفان يې جوړ کړ. خلک په دې باور نه ول چې دا د هغه د قهر او غصې غبرګون دی چې د ورپېښ درد له امله يې وښود ،بلکې وروسته له دې پېښې یې پام کاوه څو نور د هغه د نا آرامۍ سبب نه شي. ځکه هغوی پوهېدل چې د بوډا کړنه د اتلانو د ساده ګڼلو په څېر نه ده بلکې دا له توفان څخه مخکې چوپتیا ده. 

پلار ګونزاګا په داسې حال کې چې د محکمې پریکړې ته سترګې په لاره ؤ په خپلو ویناو يې د خلکو د بې ځایه کړنو مخنیوی کاوه. خو د روم محکمې د لیک په لېږلو کې هيڅ بیړه نه درلوده. او خلکو په دې منځ کې غوښتل پوه شي چې بوډا نوم (ناف) لري او که نه؟ آیا د هغه خبرې له آرامې ژبې سره تړاو لري او که نه؟ څو ځله په خپل بدن کې د ستنې د څوکې چوخېدلو زغم کولی شي او آیا هغه د خپلو دغه وزرونو سره یو  ناروژي سړی دی او که نه؟ که په زرګونه لیکونه راشي او لاړ شي هيڅ ګټه نه کوي، یوازې که خدای غوښتي وي د کشیش دغه ربړ او کړاو پای ته رسولی شي.

په دې ورځو کې ، د کارنیوالي ولولو په منځ کې د نندارې یوه ډله ښار ته راغله چې له هغوی سره یوه ښځه هم وه چې له خپل مور او پلار څخه د سرغړونې له امله په غڼې آوښتې وه. ددغه نندارې لیدنه د پرښتې له لیدنې ارزانه نه وه، خلکو اجازه لرله څو له مېرمنې څخه د هر هغه پوښتنه وکړي چې ددوی په فکر کې ګرځي او سر تر پایه يې کتلی شي. ټول په دې خبره کې  سره یوول چې دغه ښځه ډېره وېرونکې ده ، هغه د یو ګډ یا پسه په اندازه لویه او ډارونکې وه او د یوې مېرمنې غمجنه څېره يې لرله. د هغې ناوړه او عجیبه بڼه نه بلکې د هغه بدمرغي د زړه سواند سبب کېده. ګله چې کوچنۍ وه ، د پلار او مور له اجازې پرته د نڅا یو محفل ته تللې وه. کله چې د یو ځنګل له لارې بېرته کور ته  راستنېدله ډېره سخته تالنده او برېښنا رامنځ ته او آسمان له خپل منځه څيرې او د اور یو غونډاری پر نجلۍ لګېږي او هغه په غڼې  بدلوي.

پرښته هغه یوازنی موجود ؤ چې په دې کار کې يې هيڅ رول نه درلوده.

د هغې خواړه یوازې د کوفتې کوچني بڅري دي چې  نیک خلکو به ورته راوړل کېږي او د هغې د خولې په لور به يې ارتول. داسې یوه منظره چې له انساني حقایقو ډکه او وېرونکې ده ، د مغرورې پرښتې د منظرې له څېړنې پرته چې ان خپلې لويۍ ته نه ګوري ، دغه فاني انسانانو ته یو نظر کول به هم  له ناکامۍ سره مخامخ وي. سربېره پردې هغه معجزې چې په دغه پرښتې پورې يې اړه درلوده یو ډول فکري ګډوډي ګڼله ، هغه معجزې چې د بېلګې په توګه ، یو وړوند سړي خپل لید تر لاسه نه کړ خو د هغې پر ځای يې درې نوي غاښونه تر لاسه کړل، یا هغه شل چې شلتیا يې روغه نه شوه خو د لاتري جایزه يې وګټله، او یا هغه جزامي ناروغ چې د ټپونو ځایه يې لمرپاله ګلان راوټوکېدل. دغه ډاډ ورکونکي معجزې تر ډېره ملنډو ته ورته وې او د پرښتې اعتبار يې تر یوه بریده خراب کړی ؤ او کله چې غڼه مېرمن هم ښار ته راغله ، نو د هغې اعتبار  په بشپړه توګه له منځه ولاړ. وروسته له دې ؤ چې د پلار ګونزاګا بي خوبي هم پای ته ورسېده او هم د پلایو انګړ له خلکو تش او بېرته خپل پخواني حالت یې غوره کړ او درې ورځې پرله پسې باران و اورېد او بیا په خونو کې د خرچنګانو پریټ  پیل شو.  
د کور خاوند د ګېلې او شکایت هيڅ دلیل نه درلوده ، په هغه پیسو چې راټولې کړې يې وې دوه پوړېزه کور يې جوړ کړ چې هم يې برنډه لرله او هم يې له انګړه جال راتاو کړی ؤ څو د ژمي په ورځو کې  کور ته د خرچنګانو د ننوتلو مخه يې نیولې وي او پر کړکیو يې اوسپنیزې میلې لګولې وې څو خونې ته د پرښتو د ننوتلو مخه ونیسي. پلایو له ښاره بهر یو سالون جوړ کړ او خپله پخوانۍ دنده ( پیره) يې خوشې کړه . الیسندا هم د جګو پوندو لوړبیه بوټان ځانته و پېرل او ورېښمینې جامې يې چې د هغه وخت شیکه مېرمنو به د یو نۍ (یوشنبې) په ورځو کې آغوستل ، جوړې کړې . د چرګانو انګړ هغه یوازنی ځای ؤ چې هيڅ  بدلون يې نه ؤ کړی او هيڅ چا ورته لږه پاملرنه هم نه وه کړې. که څه هم د هغې غولی يې پرېمینځلو او ژر ژر يې کنډ پرې شیندلو خو ددې دپاره نه چې د پرښتې استوګنځای ؤ بلکه ددې دپاره چې د جرګانو د فضوله توکو بوی لکه د خپسې خونو ته دننه نه شي او نوی کور يې بدبویه نه کړي.  ماشوم همدا چې په لاره تګ زده کړ ، پلایو او مېرمن يې پاملرنه کوله څو د چرګانو انګړ ته زیات نژدې نه شي . خو کراره کراره وېره يې له منځه ولاړه او دهغې له بوی سره يې عادت وکړ. مخکې له دې چې د ماشوم دویم غاښ را وخېژي ، یوه ورځ د چرګانو د انګړ ور خلاص شو او په لوبو لوبو د چرګانو انګړ ته ننوت.  

پرښتۍ هماغومره له ماشوم څان لرې ساته څومره  چې يې له نورو فاني انسانانو ساته ، خو د وخت له ناخوالو سره سره يې د سپي په شان صبر او زغم درلود. ماشوم او پرښته په یو وخت کې د چرګانو په ناروغۍ اخته شول. هغه داکتر چې د ماشوم لیدو ته راغلی ؤ و نه شو کولی پر خپلې پرېشانۍ قابو شي نو ولاړ او د پرښتې زړه يې معاینه کړ ، داکتر د پرښتې له زړه څخه د  شپلاق ډوله غږ آورېده او همدارنګه له پښتورګو څخه يې زیات غږونه آورېدل ، ته به وايې له کاره لوېدلي دي. د داکتر له نظره د پرښتې وزرونه حیرانونکی ؤل ، وزرونه دومره طبیعي او د انسان له بدن سره سم او برابر ول چې ان داکتر ته يې دا فکر او اند پیداکړ چې له ځانه وپوښتي ، نو ولې نور خلک وزرونه نه شي لرلی؟ 

 ماشوم لوی شو او ښوونځي ته ولاړ، او په دې ترڅ کې باد او باران د وخت په تېریدو د چرګانو ساتنځان وران او ویجاړ کړی ؤ . پرښتې هم ځان له دې ځایه هغه ته ځای ته ایستلو او لالهانده ؤ . د خوب خونې ته تللو خو له هغه ځایه يې ایستلو ، پخلنځي ته تللو په جارو يې شړلو . په یو وخت کې به په څو ځایونو کې پیداکېده او ټولو داسې ګومان کاوه چې هغه له ځانه څو تنه جوړ کړي دي. په دې حالت کې الیسندا غصه کېدله او چیغه يې وهله چې کور له پرښتو ډک شوی دی. پرښتې د خوړلو دپاره ډېر لږ مهال یو څه تر لاسه کول او لرغونې سترګې يې رو رو دومره کمزوري شوي ول چې تل به له پایو سره يې ټکر کاوه. یوازیني څه چې ورته پاتي ول ، د خپلو بڼکو وروستې څانګې وې . د پلایو زړه پرې وسوزېده  او په کوچنۍ خونه کې يې ورته ځای ورکړ او خپله شړۍ يې پرې واچوله،  وروسته يې پام شو چې د شپې له خوا تبه کوي او د پخوانیو ناروېژیانو په څېر اپلتې وايي.  داسې ګومان يې وکړ چې  مړکېږي او ګاونډۍ مېرمن هم نه پوهېدله چې د مړه پرښتې سره څه وکړي .

خو پرښته له سخت ژمي ژوندی ووت او د اوړي د لمر د لومړنیو وړانګو په لګېدو سره ، بیا نوې ساه يې واخیستله. هغه چې څو ورځې د کور په انګړ کې بې حرکته پروت ؤ او هيڅوک يې لیدلو ته نه راتلل، د دسمبر د میاشتې په رسیدو سره يې وزرونه ورسېدل . خو وزرونه يې ډېر شخ ول ، ته به وايې د کېشپ پوښ دی او ته به وايې دا د پرښتو د زړښت او بوډا توب نښه ده. خو باید ددغه بدلون علت يې پیداکړی وای د همدې دپاره يې غوښتل څوک دغه بڼکې ونه ویني او یا تر شنه او د ستورو ډک آسمان لاندې د هغه سندرې وا نه وري. یوه ورځ سهار کله چې الیسندا په پخلنځي کې پیاز میده کول ، کوټې ته له پرانیستې کړکۍ څخه د شمال ننوتلو ته يې پام شو. د کړکۍ خواته ولاړه خو پرښته يې ولیده چې د آلوتو تمرین کاوه . ګوتو يې په بڼ کې کرښې کښلې وې او د وزر په وهلو سره نژدې ول د بڼ کټارې چپه کړي. وزرونه يې پر رڼا ښوييدل او نه يې شو کولی والوزي. زیاته هڅه يې وکړه څو والوزي . کله چې آلیسندا ولیدل چې پرښته د کورونو پر بام آلوزي او لکه د زړو قجیرانو په څېر  وزرونه ښوروي ، له خوښۍ يې  هم د ځان او هم يې د پرښتې په خاطر اسوېلی و ایست . په داسې حال کې چې پیاز يې میده کول ، پرښتې ته يې کتل تر هغې چې پرښته نور د هغې د سترګو له لید څخه ورک شو او نور يې لیدلی نه شو . نور نو پرښته د الیسندا د پریشانۍ وسیله نه ؤه بلکې د سمندر په افق کې یو خیالي ټکی ؤ.