یوه عجیبه پیښه

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

کیسه
د سګرون شیریواستوا لیکنه
د ذبیح الله آسمایی ژباړه
تانوی وویل:
« پوجا  ، هیر یی که «
خوزه یی نه شم هیرولی. لږ تر لږه  دا اوس  خو د هغو دو تنو خاطره زما نه هیریږی چی دموټر دروازه یی وهله او په چیغو چیغو یی ویل « ادویه ، ادویه «
دهغوی د چیغواو نارو انګازی تر اوسه هم زما په غوږ کی دی.
زه په دی لټه کی نه وم چی افغانستان می دی خوښ شی ؛ خو زما پلار چی یوازی څلور میاشتی هلته وه ، افغانستان یی خوښیده. ده هلته د خان اباد د اوبو لګولو په پروژه کی  د انجنیر په توګه کار کاوه. زه او زما ورور دلته په ډیلی  کی له خپل تره او ترور سره اوسیدو ؛ خو پریکړه مو وکړه چی د رخصتی ورځی به له خپل پلار سره د کندز په ښارګوټی کی ، چی دروسیی له سرحد څخه څه لیری نه دی ، تیری کړو او هلته ولاړو. د اونی په  پای کی مو د بلخ تاریخی  ښار ولید


کله چی له هغه  ځایه  بیرته را ګرځیدو د هر څه په لیدو سره تر تا ثیر لاندی راغلی وم. دغرونو او ګړنګونو چوپتیا ، لوڅی او لغړی دښتی ، د سرک له غاړی سره تیګو ، ګرمی ، خاورو او دوړو ټول هغه څه وو چی یی تر تاثیر لاندی را وستلی وم او ځان می نارامه احساساوه.
دموټر د شا به سیټ کی می ورور راسره ناست وه او ما ورته کتل ؛ خو ناڅاپه یی داسی خبری راته و کړی کوم چی ما د هغو په هکله سوچ کاوه. ده وویل:
« یاره ، دیخوا وګوره  ، دا به د لوټمارانو لپاره د پټیدو ښه څای نه وی؟ «
پلارمی چی موسکی مالومیده ، داسی یی راته وکتل چی ګواکی پوشتنه تر کوم. هغه بی له دی چی خپلی سترګی له سرک څخه لیری کړی ، وویل:
 «زه د د ډیر وخت لپاره په افغانستان کی اوسیدلی نه یم چی په دی هکله و غږیږم ؛ خو کوم هغه څه چی ما له خپلو همکارانو اوریدلی او زما خپله تجربه ده ، باید ووایم چی د افغانستان خلک ښه دوستی لری او د میلمه پالنه کوی. «
ما دموټر په هغه ایینه کی چی موټروان دشا خوا پکی ګوری د خپل پلار سترګو ته کتل. هغه موسکی شو او زیاته یی کړه:
 « اوه پوجا ! مه بیریږه ، موږ به ډیر ژر تاشقرغان ته ورسیږو. «
او بیا یی ددی لپاره چی زموز فکر بدل کړی ، وړاندیز یی وکړ:
«تاسی ولی ماته بدلی نه وایی ، کومی چی د سیملی خواته تلو او تاسو ویلی؟ «
په دی ډول مو په بدلو پیل و کړ اړ لوړ اواز مو بدلی ویلی تر څو له لوټمارانو څخه لری شو.
له بل کږلیچ نه وروسته او مخکی له دی چی موټر په پیچومی و خیژی ، پلار می موټر وروکړ او د سرک د ښی خواته یی ودراوه. هغه ما ته اطمینان راکړ او ویی ویل:
« یوازی د شا ټایرونه ګورم. هیله کوم چی پنچر به نه وی «
هغه له موټر څخه ووت  او موږ د موټر ټولی دروازی خلاصی کړی تر څو تازه هوا را دننه شی ؛ خو هوا توده او وچه وه . مورمی دابو بوتل چی پښو سره یی ایښی وه راواخیست.  ما په دسمال سره خپل وچپیلی وچ کړ او هیله می درلوده چی کله کندز ته ورسیدو نو په یخو اوبو به خپل ځان ومینځم. مور می راته وویل:
« « اوبه څښی؟ 
ما خپل سر ورته و شوراوه او لاس می ور وړاندی کړ ، په داسی حال کی چی سترګی می له مور څخه لری او د سرک خواته واوښتی؛ خو هغه څه چی ما ولیدل ددی سبب شو پیاله می له لاسه ولویږی. ټولی اوبه زما په کالیو اود موټر په مینځ کی تویی شوی.
مورمی راته و بوګنیده:
« دا څه کوی؟ «
اوورور می هم راته په قهر وویل : 
« احمقی !«
ما ددوی خبری وانه وریدی ؛ خو په داسی حال کی چی دوه تنه زموږ د موټر و خواته را راون وه ، ما خپلی مور حیرانی څیری ته کتل. یوه یی چی جګه ونه درلوده ، تیزی منډی یی وهلی او هغه بل یی تر شا پسی ټوپکی وهلی . ددوی سترګی ، ددوی تر خیرنو پټکیو لاندی داسی ځلیدی تا به ویل چی سړی ډاروی. کالی یی تر ښنګرو پوری اوږده وه او لستوڼی یی هم لوی لوی وه او دواړو خواته داسی ځنګیدل ؛ لکه چی یولوی الوتونکی دقهر وزرونه ټپوی. هغوی دواړه راسا موږ ته راغلل. ما چیغه کړه او هغوی ته می ګوته ونیوله چی:
« لوټماران ، لوټماران «
مورمی هغوی ته مخ ورواړاوه ، په داسی حال کی چی دوی را نزدی کیدل او یوه یی له خپل سر څخه لرګی تاواوه. هغه چیغه کړه چی:
مورمی هم چیغه کړه . بوتل تری ولوید او د موټر له ښیښی نه یی ورغږ کړ چی :
« روهن ، روهن ، مرسته «
ما هم چیغه کړه چی : 
« پلاره ، پلاره  «
نو غوشتل می چی موټر پریږدم. ورور می په قهر سره بیرته په شا کړم اوراته یی وویل:
«پوجا ، غلی شه او احمقانه کارونه مه پریږده»
بیا هغه له موټر څخه را ووت او پلار ته می یی ور غږ ګړ:
« پلاره ، لوټماران زموږ لورته راځی ، موږ باید ولاړ شو. پلاره هیله کوم ژرکوه موټر چالان که. «
سودیر د موټر دروازه پوری کړه او په داسی حال کی چی هڅه یی کوله د موټرښیښه پورته ګړی، موږ ته یی غږ کړ چی :
« دروازی وتړی ، ښیښی پورته کړی ، ژرکوی، ژر کوی. «
ما د موټر په سیټ کی شاته تکیه و کړه  او له ‌‌‌ډاره بی حرکته شو ی وم. ما هغو دوو تنو ته و کتل چی د موټرخوا او زما لور ته را روان وه. له دوی څخه  یو یی چی جګ وه لا پخوا موټر ته را رسیدلی وه. دده کیڼ لاس د موټر له سره و ښوییده او د موټرپه هغی ښیښی و لګید کو م چی مورهلته ناسته وه. هغه یو څه وویل ؛ خو په دی وخت کی می د ورور چیغه تر غوږه شوه:
« موری دروازه و تړه او قلف یی که. ښیښه پورته که، پوجا زما خبره اوری؟ «
ما دده خبره اوریده ؛ خو داسی ښکاریده  چی دده غږ له لیری څخه را ځی. ما غوشتل چی  ځان و ښوروم او ښیشه پورته کړم ؛ خوومی نشو کړای. پوهیدم چی پلار می د شترنګ تر شا له ځانه سره ځه وویل او بیا یی دروازه کلکه و تړله. هغه ووی چی: 
« دروازی و تړی ، دروازی و تړی  «
وروسته یی  د مو ټر کلی یو وار ، دوه واره تاوکړه او موټر چالان شو. په دی ‌ډول می احساس وکړ  چی  د ښیښی کښته کولو دستګیر تاوه وم. د دستګیر د تاوولو په وخت کی می لاس ریږ دیده ، ستر ګی  می د هغه سړی په مخ نښتی وی کوم چی  هغه زما د مور د خوا دروازی ته را رسیدلی وه. خوزما پام نه وه چی زه دستګیر و هغه خواته تاووم کوم چی  ښیښه راکشته کیزی.  سړی خپل لاسونه د ننه کړل چی د ښیښی له پورته کولو سره سم هلته بند شول ؛ خو ده خپل لاسونه کلک نښنولی وه او هڅه یی کوله چی په زور سره ښیښه را کښته کړی  خو کله چی ښیښه پورته ولاره نو د لو ټمارګوتی یی ژوبلی کړی. په دی ډول هغه خپل لاسونه بیرته کش کړل.   بیایی ښیښه په سوک ووهله او په لرګی یی دموټر دروازه ټکوله. بیایی لرګی په ځمکه وغورځاوه او د دروازی په دستګیر باندی ونښته او مورته می یی چیغی وهلی ؛  خو زه ددهه په خبرونه پوهیدم. ده په خپلو چیغو کی ویل چی « ادویه»
وروسته ددغه فهرجن سړی له شا څخه هغه بل سړی را ښکاره شو. ده زما د دروازی پلو ته ځان را نژدی کړ او غوښتل یی چی زماښیښه په سوک ووهی؛ خوښیښه نه وه او سوک په ما ولګید. ده زما لاس کلک  ونیو ، خان یی را وړاندی کړ او په خپلو سرو سترګو یی ما ته کتل او را ته غړمبیده چی:
« ادویه ، ادویه ، ادویه «
ما د خوځیدو او خبرو توان له لاسه ورکړی وه. کوم هغه څه چی ما کولای شو یوازی دده سپیره او ږیره ور مخ ته می کتل او دده خبروته می غوږ نیږلی وه چی پرلپسی یی چیغی وهلی ، ادویه او ادویه ، لطفا موږ ته ادویه را کړی. هغه زما لاس ته ټکان ورکړ او خپل ځای یی موټر ته ښه را دننه کړ. ما چیغه کړه : 
« پلاره ! «
بیا می ځان د وړاندی سیټ ته وردمخه کړ اوبیرته می تکیه وکړه. لوټمار ځانته ټکان ورکړ. هغه زما لاس خوشی کړ ؛ خو د موټر په کړکی  کی لا زنګیده. کله موټر په ځغاسته پیل کاوه ، دی ورسره ولوید ؛ خولاتر اوسه یی هم په کیڼ لاس باندی د کړکی چوکاټ کلک نیولی وه او ورپسی زنګیده. 
کله چی له موټر سره یی منډی وهلی ، دهغه مردار مخ کښته او پورته کیده او پرله پسی ویل چی « ادویه ، ادویه ، ادویه «
وروسته یی لاسونه خوشی شول او کله چی زموږ موټردخامه سرک په سر سرعت واخیست ، تر شایی د خاورو او دوړو لړی جوړه شوه.
ما شاته ونه کتل ؛ خوسودیر شاته وکتل. هغه چیغه کړه چی:
« هغوی مو په شا و تمبول ، واه واه پلاره. «
او بیایی په غرور سره ما ته و کتل او ویی ویل:
« پوجا ، څنګه غلی شوی؟ ته نه پوهیږی چی څنګه ښیښه پورته کی؟ ‎«
پلار می له ځانه سره و بنګید:
«هغه مه ځوروی. «
ما په کراری سره د هغه خبره رد کړه او ومی ویل: « هغه زه له ستونی نه وم نیولی ؛ خو که چیری هغه وخت درلودی او خپل چاقو یی را ایستلی وای ........«
په دی وخت کی می مور ددفاع په هدف سر راپورته کړ:
« سودیر ، لطفا نور یی بس کړه ، راځی چی خدای ته شکر و باسو چی لږ تر لږه ژوندی پاته شو. «
ورور می په کراری سره وویل: « شه ده» 
او بیایی ماته په غرور سره و کتل. هغه د موټر له کړکی څخه خپل سر وایست ، دباندی یی و کتل او بیایی په لوړ اواز وویل: « موږ هغوی په شا کړل ، پلاره ته ډیر ستر یی ، تا په څو ثانیو کی موټر چالانه کړ «
ورور می خپلو خبرو ته داسی ادامه ورکړه: « دا خلک ، دوی را وتلی وه چی موږ ونیسی او زموږ ساعتونه او دمور د غاړی ځنځیر ورڅخه واخلی ؛ خوموږ دوی ته ماتی ورکړه. موږ هغوی په خپل ځای وچ کړل. ډیر عالی.«
په دی ډول سودیر له خوشالی خپل لاسونه ټکول او ما لیدل چی هغه څومره خوشاله وه.  زما اوښکی تښتیدلی وی ؛ خو زه لا تر اوسه پوری هم له هغه غږ سره په شخړه کی اخته وم ، کوم چی زما په غوږو کی یی د « ادویه ، ادویه ، ادویه « انګازی خپرولی.
وروسته له دی چی موږ د غرمی ډوډی و خوړه ، پلار به می وویل:
« پلاره ، زه غواړم چی د « ادویه « معنی ولټوم او  و پوهیزم چی دا څه معنی لری «
زما ورور کله چی دخوړو وروستی کاشوغه  پورته کوله ، وویل: 
« ددی خبری معنی داده چی لاسونه پورته که یا زه به دی مړه کم اویا ......«
په دی وخت کی می مور وویل: « سودیر دا څه وایی ! «
خو پلار می له یوی غټی دکشنری سره دخپل خوب له کوټی را ووت. ددی کلمی لټولو زیات وخت ونه نیو ، یوازی یوه دقیقه وروسته هغه خپل سر له کتابه را پورته کړ. په دی وخت کی دده رنګ الوتی وه او سترګی رڼی پاتی وی. ده په کراری سره وویل چی: « ادویه ددوایی معنی لری.«
دډیر وخت لپاره هیڅوک ونه غږیدل او چپ پاتی وه. وروسته می مور له ځانه سره و بنګیده او پرله پسی یی ویل چی: « اوه خدایه ، اوه خدایه «
ما هغی  او خپل ورور ته وکتل او په ژړا می پیل وکړ. 
تانوی وویل : « پوجا دا څه کوی ، ستا څه ګناه ده. دایوازی د ژبی دیوار دی چی د خلکو ترمنځه ولاړ ده «
خو ما داسی ګمان نه کاوه او په دی عقیده وم چی دا د بیګانه وو په مقابل کی ددښمنی احساس دی. یوازی شرایط موږ دی عقیدی ته را ګرځوی چی د انسان اوشیطان توپیر ونکړو. زه فکر کوم........
تانوی وویل:« اوه ، په دی هکله نور فکر مه کوه ، هیر یی کړه ، هیر یی کړه «
خوزه یی نه شم هیرولای. تر اوسه هم د « ادویه ، ادویه ، ادویه « غږ زما په غوږونو کی انګازی خپروی.