د چرچيل سياست

کېسې او داستانونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه: رفيع الله روشن

يوه ورځ څو تنو له چرچيل څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې سياست تعريف کړي.

چرچيل پوه شو چې نه يې پرېږدي،ناچاره يې يوه دايره ووېسته او يو خُراس) چرګ(  يې پکې  خوشې کړ،بيايې ملګروته وويل، دا خراس په داسې حال کې را ونيسی چې له دایرې ونه وځي.

ملګرو يې چې هرڅومره کوښښ وکړ ناکام شول ځکه دوی چې به لاس ور نږدې کړ خُراس به منډه کړه او له دایرې به ووت.

اخر يې له چرچيل څخه وغوښتل چې خپله يې راونيسي

.

چرچيل ددې چرګ ترڅنګ په دايره کې یو بل چرګ خوشې کړچې په دې ترتيب دواړه ګان په جنګ شول او چرچيل له دواړو لاسونه تاوکړل ،له دایرې یې را ووېستل اوپه ځواب کې يې ملګروته ويل دېته وايي سياست.