د کلتور او فرهنګ وزارت څخه زما هیله

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید عبیدالله نادر
زمونږ د فرهنګیانو نه ستړي کیدونکي هلی ځلي او هڅي نه یواځي د ستایلو وړ دي ،بلکه ‏ډیر زیات د تقدیر او هڅوني وړ دي ،زمونږ فرهنګیانو ادیبان ،لیکوالان ، باید وهڅول شي ‏،ځکه په دي وروستیو څو کلو کې په خپلو سترګو وینو، چې دوي په خپلو لیکنو ،ډیره لویه ‏او عظیمه مبارزه د اصلاح او روښانتیا په لور روانه کړې ده ،او هم د استخبارتي کړیو ‏لويي دسیۍ یې بربنډۍ کړي دي .
په لیری او نژدو کې د دښمن د دسیسو افشاګری یې کړې ‏ده ، ادیبان او لیکوالان په خپل وار او د خپرونو خاوندانو په خپل کوښښ سره ډیره لویه ‏مبارزه جاري ساتلي ، لیکوالان په خپل وار هر اړخیزه مضامین که په فارسی کې دي ، او ‏یا پشتو کې دي ، چاپ ته لیږي اولیږلي یې دي ، چې د همغي وخت او زمان ورته اړتیا ‏وي ، لکه : تعلیمي ، تربیوی ، تصوفی ، نیوکیز ،فلسفی ، حب وطن ، اصلاحي ، اخلاقي ‏او همداسي د علم او معرفت د تشویق په هکله ،باید چې دې ټکي ته زمونږ د فرهنګ ‏وزارت ډیره زیاته پاملرنه وکړي ، او دوی ته تشویق ورکړي ،که لیکوالان ، ادیبا ن ‏خبریالان  دي ، او که  د نورو خپرونو مسولین دي ، باید دوي و هڅول شي ، دا به ډیرښه ‏کار وي ، او مثبت اغیږ به په ټولنه کې ولري ،ځکه د یو انسان د پرمختګ د پاره هڅونه ‏معنوي قوت ورکوي ،مونږ د تاریځ په اوږدو کې دا عادت په ځان کې نه دی روزلی ،چې ‏خپل دردمن خلک او خدمتګاران په ژوندنۍ و هڅوو ،مونږ هیڅ خپل دردمن  خلک په ‏ژوندنۍ نه دي تقدیر کړي ، او نه مو دي هڅولي ، دا زمونږه ډیره عظیمه تشه ده ، او یو ‏لوی شرم هم مونږ ته دی ، په ژوندوني خو د چا قدر نه کوو ، خو چې مړ شو بیا یې نو ‏سیل کوه ،چې څومره صفتونه ورپسي تړل کيږي ، که خپله راژوندی شي ، باور وکړه که ‏دی باور وکړي ، چې دا خلک زما په هکله غږیږي ، زما هیله د افغانستان د فرهنګ ‏وزارت څخه همدا ده ، چې د نشراتي یا د خپرونو د موسسو د چلونکو څخه نیولی تر ‏لیکوالان ، ادیبان ، سیاست دانان ،ژورنالستان (خبریالان) او نورد نشراتو مسوولین د ‏فارسی او پشتو دواړه  تقدیر شي ، دلته په دي مختصر کې ټولو لیکوالانو نومونه نه ځایږي ‏، چې زه یې واخلم ، که زه دیو څو تنو نومونه واخلم ، کیدای شي ډیری رانه پاتي شي ‏،والله چې دا خلک به می تر بټي کوټه پوري وزغلوي ، حاجت یادوني ته نشته ،د مجلو او ‏اخبارونو ، او انترنتي خپرونو پوري ، زمونږ زړور لیکولان په خپل وار ډیر ډیر لوی ‏بدلون راوستی ،او که مبالغه و نه کړم ، نو یو انقلاب یې راوستی دی ، او راولي یې ‏انشألله نو په آخره کې د افغانستان د فرهنګ وزارت څخه زما هیله دا ده ، چې دا ټولو ‏لیکوالانو، ادیبانو ،د خپرونو مسولینو ،خبریالان وهڅوي او ونازوي ، دي کې زه ډیر لویه ‏ګټه وینم .‏