زه دې درد ته ټپې وایم

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

د سمیع الدین افغاني لیکنه 

د «زه دې درد ته ټپې وایم» تر سرلیک د ځوان شاعر نورالحق ځلاند نوې شعري ټولګه ده چې د شعر او ادب مینه والو ته یې ډالۍ کوي ۰

نورالحق ځلاندپه کال ۱۳۷۲ ل کال په کوزه پښتونخوا،پیښوردمهاجرت په دیار کې سترګې نړۍ ته خلاصې کړي دي او بیا وروسته یې په خپل اصلي پلارنی   ټاتوبي د سموچک کلي ته چې د کابل ولایت د پغمان په سیمه کې موقعت لري هستوګنه اختیار او د خپلې دځواني سپرلي یې په خپلو کلو او بانډوکې تیر کړي دي

۰

 

ثانوي زدکړې یې د سموچک په عبدالله ابن عباس عالي لیسه کې سرته رسولي او په کال ۱۳۹۶ ل کې د ننګرار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځۍ د اروا پوهنې له څانګې څخه په عالي درجه فارغ شوی دی ۰

ښاغلی نورالحق ځلاند له کوچنې والي څخه د شعر او ادب سره مینه لرلې ده او همدا لیونۍ مینې شاعرۍ ته هڅولی چې ډیری شعرونه یې د هیواد په ورځ پانو او میدیا له لارې نشر او په مشاعرو کې دکلمه شوي دي چې د هیوادوالو د پاملرنې وړ ګرځیدلي دي ۰

څنګه چې ومو ویل ځلاند ځوان شاعر دی چې د هغه اشعار د مینې او محبت اواز دی چې د زړه خبرې یې د شعر په بڼه راښکلي او د شعر مینه والو سره یې شریکې کړي دي۰

 

زه دې درد ته ټپې وایم د ښاغلي ځلاند لمړۍ شعري ټولګه ده چې نوی دچاپه راوتلې ، په دغه شعري ټولګه کې د شعر د مختلفو فورمونو تر څنګ غزل ته خاصه پاملره شوی او همدارنګه حماسي اشعار یې هم د ستایلو وړ دي هغه د هیواد کړکیچن حالات زوروي او په خپل وطن کې اوسیدل خوښوي او وایي: ۰

که هر څومره مصیبــــت دی زما خوښ دی

ژوند روان په محــــــبت دی زما خوښ دی

 

دې وطــــــــــــن سره زما رشته د ژوند ده

که دوزخ دی که جنــــت دی زما خوښ دی

 

ومو ویل چې ځوان ځلاند په خپله شعري ګلبڼ کې غزل ته ځانګړې پاملرنه کړې چې هغه د غزل د دونیا په اړه داسې وایي :۰

 

ســــــــتا محبت کې مې لیــــــــــــدلې ده دنیا د غزل

ته مې وجود یې، ته مې روح یې، ته مې ساه د غزل

 

زمـــــــــــــــا په ژوند پــــورې تړلې پښتنې محبوبې

راشه چې ســــــــــــــترګو ته دې درکړمه رڼا د غزل

 

زه دې میین، زه دې لالی، ســــــــــــتا لېونی د مینې

ته مې نشه، ته مې خــــــــــــمار، ته مې خندا د غزل

 

که بیا دې مـــــــــــــړ کړمه خالقه هیڅ پروا نه کوي

مګــــــر د مــــــرګ نه مخکې عمر را له را د غزل

 

اوس هــــــــــــره شپه لکه عذاب د شاعرۍ تېرووم

اوس روږدی شـــــــــــوی یم ځلانده په ګناه د غزل

 

ښاغلی ځلاند د کلو او بانډ و سړی دی او په خپل کلیوالي ژوند ویاړي ،د خپل د زړه خبره او کلیوالي مینه په خپل شعر کې داسې بیانوي:۰

 

دا ته چرته یې نـــــــــــګاره کلیواله؟

زړه مې چوي له انتــــــظاره کلیواله

 

زما روحه، زما ځــــــانه، زما ژونده

زما زړه، زما دلـــــــــــــــداره کلیواله

 

هر سړی دې تقدس باندې تېرووځي

آن له کلي نه تـــــــــــر ښاره کلیواله

 

ستا د شونډو په جامونو کې مۍ غواړم

ای نشه، نشه خـــــــــــــماره کلیواله

 

ځلاند کله د حالاتو سخت ګیله مند شي او خپله ګیله په خپل شعري ملغلرو کې داسې پیلوي:۰

 

عالم مې پرېښـــــــــوده ګیله مې کل جهان ته وکړه

د ځان په ځای مې د ژونـــدون دعا جانان ته وکړه

 

چې یــــــو انسان مې هم د زړه خبره نه اورېــده

ځکه مې ستا د جــــــــدایۍ کیسه باران ته وکړه

 

ستا د ښایست غزل مې نن رقیب ته څه ووی خو؟

ما د ســـــــــپرلي د رنګینو کیسه خزان ته وکړه

 

هســـــــــې بې ځایه مې په زخم مالګې ودوړېدې

هســـــــــــې بې ځایه مې ژړا د کلي خان ته وکړه

 

ځلانــــــــــــــده دې خلکو نفرت سره تعلق ساتلو

د محبــــــت جامه مې ځکه خپل وجدان ته وکړه

 

ددې شعري ټولګې یا د درد ټپو چې زه یې د درد او محبت غزلبڼ بولم د خپلې د مینې غم یې ژړوی او داسې وایي :۰

 

په لمبو کې را ایسار دی ورتــــه ژاړم

غم مې زړه باندې امبار دی ورته ژاړم

 

ستا د تلو نه وروسته ژوند راته عذاب دی

یو زړه چاودی انتظار دی ورتــــه ژاړم

 

نیمه شپه ده رایــــادېږې د یــــار غمه

زړه مې تا پسې بیمار دی ورتــــه ژاړم

 

بې له تا نه ژوند په اور کې سوځېده دي

که خــــزان دی که بهار دی ورته ژاړم

 

دا وه د ښاغلي ځلاند دشاعرۍ د ګلبڼ او غزلزار څخه د مینې محبت او احساس څو بیلګې ۰

دیادولو وړ ده چې پدې شعري ټولګه کي د مقام،غزل ، څلوریزو ، لوبو ،بګتیو په فورمونوکې دمینې او هیواد پالنې شاعري کړې ده ۰

ښاغلي نورالحق ځلاند ته ددې شعري ټولګې دچاپ مبارکي وایم او هغه ته د لوی خدای له درباره څخه د لا بریاوو هیله کوم ۰

په ډیره مینه

۱۰ - ۱۲ - ۲۰۱۹

منشن ګلدبخ - جرمني