د شلمې پېړۍ انګرېز چارلی چاپلین خبرې یو ستر دکتادتور ته

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


ژباړه ع. شریف زاد
زه متا سف یم ،ولې زه نه غواړم چې یو امپراتورشم ، دا به ما پورې اړه نه لری، زه نه غواړم چې دچا فرمان ور کوونکئ یا غاصب واوسم .زه باید ټولو ته دمرستې غوښتونکئ شم او د امکان په صورت کې  یهودی،غیر یهودی ،تور،سپین، موږ ټول یو د بل سره د مرستې غوښتونکی یو چې انسا نان ددې غوښتنې او امر  پلویان دی

موږ انسانان د یو داسې هوسا ژوند غوښتونکی یو چې ټو لو نېکمرغی  یود بل سره  تامین وی نه دهغه ژوند چې له بد مرغیو سره ملګری وی.
موږ انسا نان د کرکې ، تحقیر ، او خورولو غوښتونکی نه یو،په دی نړۍ د هرچا  لپاره ځای شته  ځمکه دېر ه  غنی ده او  د ټولو انسا نا نو  لپاره د لازمو امکاناتو قا بلیت لری. د ژوندانه شیوه کولای شی چې له ښکلاوو سره  ملګر ی و ی، ولې موږ خپله لاره ورکه کړی ېو حرص او نفس د انسان  ارواح مسموم کړی دی ، د کرکو او لانجو لړۍ توله نړۍ له بندیزونو او موانعوسره  مخامخ کړې او موږ یې د بد بختیو ، وژنولوری ته بېولی یو. موږ معا صرو انسانانو چټکتیا ایجاد کړې او په همدې وسیله یو او بل ته هدف نیسو، صنعتی ژوند ، زیاتو تولیداتو موږ د تقاضاپه نیلی سپاره کړی یو.دانش مو خود خواه او کبرجن کړی یو .او ز موږ هوش او ذ کاوت د بې مینې توب  ، بې عا طفې،بې تفاوتی ډ بریزه اوسخت زړه کړی  مو جودات رانه  جوړکړی، موږ زیات پر هغه چې لا زم دی فکر کوو  او ډیر پرا حسا ساتو ولاړ یو
موږ له ماشینی خصلت نه  انسانیت ته اړه لرو  له ډېر هوش او نه مهر بانۍ عطوفت اوخوښ قلبی ته اړ ه لرو بې له همد ې صفا تو ژوند به د څارویتوب لورته لاړشی اوجها ن به هم  له منځه لاړشی.

 
دژوند یوه کتا ب نه را اخیستل شوی