د فرهنګي بډاینې د بیا احیا اړتیا

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

افغانستان د لرغوني او بډای فرهنګ لرونکی هیواد دی، خو د جګړې په کلونو کې زموږ فرهنګي حوزه هم د ژوند د نورو برخو په څېر متضرره شوه، ځکه دلته پردي افکار او ایډيالوژۍ راغلې، د هغو د ترویج ډېره هڅه وشوه، دا اوس هم زموږ اکثره تلویزیونونه داسې شیان د سریالونو او نورو پروګرامونو په بڼه خپروي، چې نه یوازې له موږ سره فرهنګي همغږي لري، بلکې د هیواد ځوان نسل ورځې تر بلې له خپل اصیل فرهنګ څخه پردی کوي

.

ولسمشر غني په عامه او ستراتیژیکو اړیکو کې د ستر سلاکار په توګه د وحید عمر د مقررۍ او معرفي کولو په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال په دې هم ټينګار وکړ چې موږ باید سږکال د هیواد د ملي خپلواکۍ د سلیزې د نمانځنې پرمهال خپلو فرهنګي ارزښتونو ته له خپلواکۍ او انکشاف سره ارتباط ورکړو.

په دې مانا چې لا هم خلک فرهنګ یا یوازې په شعر، ادب او هنر پورې محدودوي او یا یې هم یو جامد او د لږ ارزښت لرونکي شی بولي، مګر موږ باید دا فکر بدل کړو. موږ باید خپل فرهنګ ته له انکشاف سره تړاو ورکړو او دا عملاً ثابته کړو چې فرهنګ د لږ نه، بلکې نهایت زیات ارزښت لرونکی دی، ځکه همدا فرهنګ دی چې زموږ فکرونه، کړه وړه، چلند او هر څه عیاروي.

نن سبا افغانستان له جګړې، ناامنۍ، افراطیت او توندلارۍ څخه متضرر دی او عملاً له دې ناحیې څخه ځورېږي، مګر که چېرې موږ خپل فرهنګ ته اساسي پام وکړو او خپل تېر فرهنګ ته چې د افتخار او تمدن، ولسواکۍ او سولې فرهنګ وو ور وګرځو او هغه بیا احیا کړو، نو باور دی چې موږ به د خپلو ډېرو اوسمهالو ستونزو په له منځه وړلو بریالي شو.

ځکه زموږ په فرهنګ کې غلا، تشدد، غصب، یو پر بل ظلم، خصوصاً په ښځو او ماشومانو لاس پورته کول جنایت او شرم بلل کېده، دلته تحمل و، دلته متقابل درناوی و، دلته یو د بل زغمل و او دلته متمدن او سوله ییز فکر و. دلته اصولو او قوانینو ته درناوی و، دلته هیچا د بل پر وړاندې د داسې حرکت او څه کولو هڅه نه کوله چې د نورو د ناراحتۍ لامل دې شي.

هر څومره چې موږ د خپلې فرهنګي غنامندۍ بېلابېلو اړخونو د هغو بیا احیا او عملي کولو ته پام ډېر کړو، نو همدومره به مو له کرکې، نفرتونو، جنګ او ناامنیو څخه ځان لیرې کړی او خپله ټولنه خوندي کړې وي.

موږ باید سوله ییز فکر ایجاد کړو، داسې فکر چې په ولسواکو باورونو او ارزښتونو ولاړ وي. فرهنګي مبادلات او همکارۍ د سیمه ییزې همکارۍ یوه مهمه برخه برابروي،افغانستان په همدې هیله د سیمې هیوادونو سره د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي تر څو د خپل مثبت فرهنګ اړخونه هم خپلو هیوادونو ته غټ کړي او مهم یې وښیي او هم یې نورو ته ورکړي او همدارنګه د نورو فرهنګي پوهه او تجربې له خپلو هیوادوالو سره شریکې کړې.

دا دولت دنده او مکلفیت دی له دې لویې بشري زېرمې څخه د داسې زمینې په رامنځته کولو کې ګټه واخلي،چې هم مو فرهنګي اړیکې پیاوړې کړي او هم مو په سیمه ییزه اقتصادي برخه او حکومتوالۍ کې د سیاست او طرحو جوړولو لپاره ګټور ثابت شي.