عبدالوحيد وحيد
د قطر بين الافغاني مذاکرات په ټپه ولاړ دي. مونږ ناهيلئ شوي يو. ښکيلې خواوې نه سولې ته د رسيدو وړتیا لري او نه هم اراده. ولس مو د جګړو په تنور کې سوځي، هره ورځ د لسګونو افغانانو وينه توئيږي. هيواد مو د خپل تاريخ خورا حساسې شېبې تيروي. جنازې کوو، په وينو لړلي ځوانان قبرونو ته له ډيرو ارمانونو سره ښکته کوو او د فاتحو مراسم نيسو، خو نور هيڅ نشو کولاى.