دولت سولې ته ژمن دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت نه یوازې د خبرو تر کچې له مخالفینو سره سولې ته ژمن دی، بلکې په دې برخه کې یې په ملي او بین المللي کچه یې عملي او پام وړ اقدامات کړي او دغه اقدامات دا په ډاګه کوي چې دولت واقعاً په هېواد کې د سولې او ثبات تامین ته ژمن دی

.

د هېواد په داخل کې له بېلابېلو اقشارو سره د سولې په اړه سلا مشورې، طالبانو او پاکستان ته د ولسشمر د سولې او مذاکرې وړاندیزونه، د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون د اسلامي هېوادونو او د سیمې د هېوادونو د اجماع رامنځته کول او د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې بین الافغاني مذاکرتو ملاتړ د سولې په برخه کې د حکومت عملي هڅې او اقدامات په ډاګه کوي.

همدارنګه په دې وروستیو کې سعودي عربستان، جرمني او د امریکا متحدو ایالتونو ته د د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر د کتنو او له یادو بېلابېلو مقاماتو سره د هغه کتنې تر ډېره د سولې پر موضوع راټولې وې او دوی پر دې هم بحث وکړ چې څنګه کېدلی شي له وسله والو مخالفینو سره د سولې بهیر پیل او په بریالیتوب پایته ورسېږي.

د ښاغلي اتمر په وینا افغانستان دا صلاحیت لري چې د خپلې سولې لپاره د نړۍ ملاتړ ترلاسه کړي او افغان حکومت په دې برخه کې تر ډېره حده بریالی دی، ځکه چې نړۍ د دوی د دغه برحقه دریځ ملاتړ کړی او د افغان سولې لپاره یې در هر ډول همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.

د سولې په برخه کې د سولې عالي شورا تحرک او اقدامات هم د قدر وړ دي، ځکه چې په دې وروستیو کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او زونونو کې د ټولنې له مختلفو اقشارو سره مشورتي غونډې را پیل کړي، د سولې په اړه یې د دوی نظریات او مشورې اخیستي او د دې ترڅنګ یې د ځینو هېوادوالو اندېښنو ته هم ځواب ویلی او د دوی ډاډ او قناعت یې ترلاسه کړی دی. یانې د سولې عالي شورا د سولې لپاره د بستر او ذهنیت جوړولو بوخته ده او په دې برخه کې ښه پرمختګونه هم لري. چې هم یې د ولس باور او رضایت ترلاسه کړی دی او هم یې د سولې او ثبات د تامین لپاره د ولس همکاري جلب او امیدواري زیاته کړې ده.  

د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې جوړېدونکی کنفرانس چې تر ډېره به په افغانستان کې د سولې پر موضوع متمرکز وي، د افغان دولت د سولې د هڅو او اقداماتو له برخې څخه دی. په دغه کنفرانس کې به یو وار بیا ټوله سیمه سره یو ځای شي او پر طالبانو به غږ وکړي چې دوی د افغانستان د جمهور رئیس د سولې د طرحې ملاتړ کوي او له طالبانو غواړي چې له سولې سره یو ځای شي دا به تکراري غږ وي، مګر مهمه داده چې د افغانستان خلک پوه شي چې نړۍ د دوی ملاتړ کوي او طالبان باید پوه شي چې دوی په نړۍ کې یوازې دي.