افغانستان د سخت استخباراتي او ترورستي یرغل لاندې.

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

داسې ښکاري چې مختلفې استخباراتي او د فساد  شبکې په منظم او ښه کوردنه شوې بڼه په افغانستان کې د سیاسي او ټولنیز ثبات د منځه وړلو دپاره  یو موټی شوي او په ډېر سنجول شوي ډول خپل شیطاني پلانونه تطبیقوي. د وطن او خلکو دښمنانو د حالاتو د ګډوډولو او د خلکو د پارولو دپاره د عامه ګڼې ګوڼې سیمې په نښه کوي څو د زیات انساني تلفاتو د رامنځ کولو د لارې دغه هدف ته چې د خلکو لمسول دي ، ځان ورسوي

.

د افغانستان خلک پوهیږي چې د ترور مرکزونه چيرته دي او له کومه ځایه په افغانستان کې ترور او دهشتګرۍ ته سازمان ورکول کېږي دا کومه نوې مسله نه ده دا په تیرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان خلکو لیدلي او تجربه کړي، تر اوسه د افغانستان خلکو له لېرې واټن څخه پر ښارونو د راکټونو ويشتل او هره ورځ د سل ګونو بې ګناه خلکو وژل نه دي هېر کړي، دا څلویښت کاله د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران څخه په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په لګولو سره ،د وحشت، دهشت او ترور کومه جګړه چې په لاره اچول شوې، او په میلیونونو خلک ددغه دهشت او وحشت قرباني شوي او کېږي ، لا ښه په یاد لري. د ضیاُ والحق دا خبره لا هیره شوې نه ده چې جهاد يې د پاکستان ددفاع جهاد باله.  په ټولو دغه کلنو کې  تروریستي شبکو په ډېر مهارت سره له هر تروریستي عمل څخه وروسته د خلکو پاملرنه د تروریستي مرکزونو له ورانکاره او انساني ضد عمل  څخه  ، بلې خوا ته اړولی دی .

پاکستان په مستقیمه، په ټوله دغه موده کې  تروریستان روزلي ، مالي ، تخنیکي او استخبارتي مرستې يې ورسره کړي او په پرله پسې ډول د افغانستان پر بنسټیزو تاسیساتو ، د خلکو د راټولېدو پر سیمو  د ګوزارونو د تر سره کولو د افغانستان د خلکو پر خلاف جګړه  کړی خو په ټوله دغه موده کې يې له خپلو تیریو او لاس وهنو انکار کړی. خو د پاکستاني  لوړ پوړیو مقامونو زیات کتابونو او مرکې شته چې د ۱۹۹۲ کال وروسته خپاره شوي او  د آی اس آی له جنایتونو پرده اوچتوي.

نن افغانستان تر پخوا زیات د تورو ځواکونو تر ګوزارونو لاندې دی ، ځکه نن دولت د پخوا په څېر یو لاس او غښتلي امنیتي اږرګتنونه او پوځ نه لري. اوسني دولتي ارګانونه د سیمې د استخباراتو له ګوډاګیانو څخه سرتر پایه ډک دی. او دولت يې له هر پلوه فلج او بیکاره کړی دی.

ټاکلې کړۍ ، د دولت په دننه کې د پاکستان د تروریستي ډلو د تورو هدفونو د ترسره کولو دپاره لاره، او تسهیلات برابروي. که وروستیو پېښو ته پام وشي لیدل کېږي  چې د ترور کړۍ له ټولو امنیتي کړیو څخه په ډاډمن ډول تیریږي او د هغوي د عملیاتو دپاره ټولو امکانات برابریږي. د انترکانتینتال پېښې وښودله چې دغه هوټل ته د اوږدې جګړې دپاره پوره وسلې  راوړل شوي ول او تروریستانو  د هوټل له نقشې اشنا شوي ول. د تروریستانو د مرستندویه کړیو په اړوند پوره لاسوندونه شته چې دغه کړۍ په دولتي امنیتي ارګانونو کې شتون لري، او نه یوازې شتون لري بلکې په ډېرو مهمو او لوړو څوکیو کې شتون لري.

لکه چې وویل شول دغه عملیات په ډېر ځيرتیا تر سره کېږي، دا په دې مانا چې تروریستي سازمان په څو جبهو کې جګړه پرمخ بیايې. یوه ډله هغه کسان دي چې عملیات ترسره کوي او تروریستي سازمانونه لکه داعش او طالبان يې بې له ځنډه مسوولیت په غاړه اخلي. ددې کار هدف دادی چې پټې کړۍ د خلکو له نظره پټې وساتي.

بله ډله تبلیغاتي او پروپاګندي ډلې دي چې بې له ځنډه او له تروریستي عملیاتو وروسته خپل کار پیلوي. دوی  د خلکو له دردونو ، رنځ او کړاو څخه د خپلو تورو مخو او هدفونو د تر لاسه کولو دپاره ګټه اوچتوي. دغه استخباراتي پروپاګندي شبکې او کړۍ ، کله چې  خلک په ویر او ناورین کې وي  د خلکو له احساساتو او عواطفو ګټه اوچتوي او د پېښې پړه له تروریستي ډلو او د هغوي له جنایتکاره مرکزونو څخه بلې خواته اړوي او  د ټولو ترورونو پړه په دولت کې  پر ځنې کړیو اچوي او په دې ډول خلک له فکري ګډوډۍ سره مخامخوي. د تروریستي شبکو سیاسي فعالین د ډله یزو رسنیو پرمخ د احساساتي او پارونکو ویناو سره را څرګندېږي. او د همدغه دولت چې دوی له کاره ایستلی د نسکورولو او پرزولو شعارونه ورکوي. په دې کې شک نشته چې اوسنی دولت یو کمزوری، بې کفایته او په فساد کې ډوب دولت دی خو ددې دولت د کمزورتیا او فساد عوامل هم پخپله همدوی دي، په تېرو ۱۶ کلنو کې همدوی میلیادران شوي او ځان د واک بې قید اوشرطه واکداران بولی ، همدوی دي چې د خلکو د امنیت دنده  په غاړه لري خو  همدوی دي چې د امنیت د نه شتون چغې او نارې وهي.  که له دوی پوښتنه وشي چې د امنیت د رامنځ ته کولو دپاره ستاسې وړاندیز څه دی نو دوی د کوم عملي پلان وړاندیز نه لري یوازنی وړاندیز يې د زیات او بشپړ واک او زیاتو پیسو تر لاسه کول دي.  خو که پوښتنه شي چې همد غه دولت چې په سلو کې اتیا يې ددوی په لاس کې دی ، په را پرزولو سره امنیت ټينګېدلی شئ نو روښانه ځواب نه لري ، یوازنی ځواب د وژلو او په دار د ځوړولو ځواب دی چې ټول عمر يې همدا کار کړی او په ريښتیا هم په دې کار کې زیاته تجربه لري. باید وویل شي چې د اوسني فاسد رژیم په شتون کې چې حالت دومره زیانمنوکی او ویجاړ  دی نو که چېرې  بشپړه انارشۍ او ګډوډۍ رامنځ ته شي  نو په داسې  حالت کې به څه پېښ شي او خلک به چیرته او چاته د مرستې مخ اړوي ،  آیا داځل به د ۱۹۹۲ کال په څېر د جهادي جنایتونو په پرتله نور لوی او وړیجاړونکی جنایتونه  ترسره نه شي؟

دا حالت په هيڅ وجه د زغم او منلو نه دی ، خلک حق لري له دولت او نړېوالې ټولنې څخه ددې حالت د پای ته رسولو غوښتنه وکړي ، خلک حق لري ووايي چې د ترور مرکزونه و تړل شي ، د ترور مرکزونه چېرته چې دي همالته له منځه یوړل شي.  واقعیت دادی چې نن د دولت په امنیتي ارګانونو کې داسې کړۍ واکمنۍ دي چې د قانونیت او سوکاله افغانستان د منځ ته راتګ څخه ډار او وېره لري ، نو غواړي دغه کمزوری  دولت له پښو غورځوي، دغه کړۍ چې اوسنی دولت د خپل پلار او نیکه ونډه بولي څاضر نه دي په هيڅ ډول دغه څوکۍ خوشې کړي. دوی هر بدلون د ځان پر خلاف بولي او د بدلونونو مخه نیسي  ، دوی هم بدلون ته اجازه نه ورکوي او هم د سولې سره دوښمني کوي او هم د فساد او بې امنیتۍ څخه چې همدوی يې اصلي عاملین دي،  سرټکونه کوي.

تروریستي مبلغین غواړي د ترور د تمویلوونکو هیوادونو او مرکزونو پر جنایاتو پرده واچوي او د خلکو فکر او پاملرنه د اصلي دښمنانانو څخه بلې خواته واړوي.  اوسنی دولت چې له دننه او بهره د تروریستي کړیو په جال کې را ایسار دی ، له دننه او بهره تر ګوزارونو لاندی دي . او په دولت کې موجودې کړۍ له تروریستانو سره په همآهنګۍ کې، د ترور د شنډولو ټولې هڅې شنډوي. ویلی شو چې د ترور ستره شبکه چې دولت يې له لاس او پښو تړلی له دغو عناصرو څخه جوړه ده: د مخدره توکو د قاچاقولو ډلي چې جګړه ددوی د کسب او کار دپاره ښه حالات او امکانات رامنځ ته کوي.

د جمعیت د تنظیم د واک د ویش پر سر جګړه :  دغه ډله چې پر امنیتي ارګانونو کې پوره  واکمنه ډله ده ، د اوسنۍ دريځ پر بنسټ د دولت په پرځولو کې خپل دوام او ځواک ویني.

په دولت کې د فساد او مافیا کړۍ چې قانونیت د خپل واک دپاره د ستر ګواښ او خطر په توګه ویني ، دوی هم د نورو پورته ډلو سره اوږه په اوږه دغه جګړه پرمخ بیايي.

په دولت کې د ګاونډي هیوادونو استخباراتي شبکې چې  پورته کړیو ته لوری ورکوي او فعالیتونه يې منظموي.

د قوم او ژپې متعصبه ځواکونه چې په خلکو کې د تعصبونو په پارولو سره د هیواد یووالی، ثبات او امنیت ته ګواښ رامنځ ته کوي.

د پاکستان پوځي تیري چې په کړکېچونو حالاتو کې يې د هیواد په پولو کې په لاره اچوي.

په نړیواله کچه د  نا اعلان شوي نوې سړی جګړی پیل چې  پورته عناصر د خپلو مخو دپاره کاروي، لکه څنګه چې د شلمې پېړئ په دویمه نیمه  کې امریکې هم  مذهبي توند لاري خپلو مخو  دپاره وکارول ، نن بیا دغه لوبه په نوی بڼه د نویو ځواکونو سره پیل او روانه ده.

نن حالت دا حکم کوي څو دغه روان حالت هر څومره چې ژر ممکن وي پای ته ورسول شي ، دولتي ارګانونه، له خاینو او فسادو عناصرو پاک او تصفیه شي. د ترور  مرکزونه په تېره بیا په پاکستان کې تر هر اړخیز برید لاندې راوستل شي، په دې برخه کې د چټکو اقدامونو د ترسره کولو اړتیا لیدل کېږي.

په افغانستان کې د واک د جزایرو لوبه دې پای ته ورسول شي او د قانون واک دې په ټول هیواد کې بې له ځنډه ټينګ کړی شي.

د ترور همکاره کړۍ دې ژر رسوا او په سختو جزا ګانو محکوم کړی شي. د تروریستي کړیو نه رسوا کول د پوښتنې وړ دی.

د امنیتي ارګانونو پر جوړښت دې ژوره کتنه وشي ، سړغړونکي ، او قانون ماتونکي عناصر دي د قوانینو په چوکاټ کې په سزا ورسول شي.

د فساد او مالي فساد کړۍ دې ماتې  او ددوی میلیاردي شتمنۍ چې د افغانستان د خلکو د  رنځ ، کړاو او مصیبتونو په بیه يې تر لاسه کړي ، ډېر ژر افشا او مصادره شي.

د بشر د حقوقو سرغړونکي د افغانستان او نړېوالو قوانینو په رڼا کې محاکمه او په سزا و رسول شي.

 

.