''د مشال راډيو پر خبریالانو د مشال ضد څرګندونو لپاره فشار دی''

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ازادي اروپا/ ازادۍ راډيو لخوا رسنیو ته ویل شوي، په پاکستان کې د دوی د دفتر تر تړلو وروسته اوس ددوی پر خبریالانو فشار دی، چې د دغې راډيو ضد څرګندونې وکړي.

د چیک جمهوریت له پلازمېنې پراګ څخه د مشال راډيو له مرکزي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې د راډيو د مشر تامس کېنټ له قوله ویل شوي، پاکستاني چارواکي د دوی پر خبریالانو فشار راوړي، چې د دغې راډيو ضد دي څرګندونې وکړي، چې د پاکستان د ادعا ملاتړ وشي

.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د روانې جنورۍ میاشتې پر ۱۹ نېټه د مشال راډيو اسلام اباد کې دفتر تړلی و او د یاد وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي و، چې دغه ګام يې د پاکستان د څارګرې ادارې 'ای ایس ای ' پر هغه راپور واخیست، چې دغه راډيو يې د پاکستان ضد خپرونو تورنه کړې وه.

د ازادې اروپا/ازادۍ راډيو مشر تامس کېنټ د دې په غبرګون کې ویلي و، مشال راډيو یوازې او یوازې یوه خبري اداره ده او له هیڅ یوې استخباراتي ادارې سره اړیکې نه لري.

بلې خواته د پنجشنبې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیتر نويرت یوه خبري غونډه کې له پاکستانه غوښتنه کړې وه، چې د مشال راډيو د دفتر تړلو او پر یادې ادارې د بندیز پرېکړه بېرته واخلي. پاکستان حکومت په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

له دې سره چې پر خواله رسنیو هم ګڼو فعالانو د مشال راډيو بندېدل غندلي و، د پنجشنبې په ورځ په پېښور کې یو شمېر فعالانو ددغې راډيو د تړلو پر خلاف احتجاج هم کړی و.

احتجاج کوونکو د قبایلي سیمو، پښتونخوا، بلوچستان او ډېورنډکرښې دواړو غاړو پښتنو لپاره مشال راډيو یو لوړ غږ ببللی او د پاکستان لخوا یې د دغې راډيو دفتر تړلو ګام غندلی دی.

مشال راډيو د ۲۰۱۰ کال له جنورۍ راهیسې هره ورځ نهه ساعته په پښتو ژبه خپرونې کوې.

پاکستان د امريکا په مالي مرسته چلېدونکې مشال راډيو دفتر داسې مهال تړلی، چې له امریکا سره يې اړیکي خړ پړ شوي دي.