حکومت امنیت، خو طالب وحشت غواړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

ملي یووالي حکومت له همغې لومړۍ ورځې د سولې ناره پورته کړې. سوله یې د حکومت او ولس تر ټولو مهمه غوښتنه بللې او د دغې غوښتنې د پوره کولو لپاره یې له خپله اړخه هم نېت ښودلی، هم یې اراده څرګنده کړې او هم یې خپله برنامه ورته برابره کړې ده

.

همدارنګه ولسمشر غني تل وسله والو ته د سولې بلنه ورکړې، خو د تلپاتې او باعزته سولې، حتی په دې وروستیو کې یې یو ځل بیا په ډېره څرګنده وویل: ”زه طالبانو باندې ناره کوم چې راشئ بین الافغاني مذاکرات وکړئ. که افغان یئ اختیار مو ګاونډي مملکت ته مه ورکوئ، که اختیار مو هغوی ته ورکړ هغوی به وغواړي چې سولې ته ورسېږو؟ خو داسې به مو وپېچي ، داسې شیان به درته ووایي چې اول د افغانستان ځوانان، ښځې، مدني ټولنې یې و نه مني، دویم علمای کرام یې نه مني، ټول اقشار د افغانستان یې نه مني.“

طالبانو ته د ولسمشر غني دغې بلنې او غوښتنې اساسي پیغام درلود، اساسي په دې مانا چې هم یې هغوی ته د سولې بلنه ورکړه او هم یې دا ورته وویل، چې له سولې سره د بین الافغاني مذاکراتو له لارې یو ځای شئ، خو ولې بین الافغاني مذاکرات؟

د بین الافغاني مذاکراتو له لارې سولې ته په رسېدو د دوه لاملونو له مخې ټینګار کېږي. لومړی لامل دادی چې بین الافغاني مذاکرات یو افغاني اصل دی. په دې کې ټول واک او ابتکار له افغان لوري سره وي. یانې د بهرنیانو او خصوصا د مغرضو کړیو لاسونه په کې لنډ وي، ځکه کله چې مغرض لاسونه دخیل شي، نو بیا د سولې راتګ سختېږي.

له همدې امله ولسمشر غني په څرګنده طالبانو ته وایي چې د سولې اختیار مو پاکستان ته مه ورکوئ، ځکه چې پاکستان نه غواړي چې تاسو سولې ته ورسېږئ، حتی هغوی کوښښ کوي چې موږ په خپلو کې لا سره بدبینه کړي، مذاکرات بې پایلې پایته ورسېږي او یا هم ځانته په کې امتیازات وغواړي.

په بین الافغاني مذاکراتو د ټینګار دویم دلیل دادی چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې خپلې کشالې او شخړې د مذاکراتو له لارې حل کړي. دغه ډول مذاکراتو تل په هېواد کې مثبت او ښې پایلې لرلي دي. یانې زموږ خلک هم د دغه ډول مذاکراتو تجربه لري، هم یې ظرفیت لري او هم دغه ډول مذاکرات شته ستونزې، شخړې او کشالې په اساسي توګه حلوي او تلپاتې جوړ جاړي او سولې ته لاره هواروي.

خو له بده مرغه چې د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د سولې د تکراري بلنې په ځواب کې طالبانو د ولس د توقع او غوښتنې برخلاف نه یوازې تل انکار کړی، بلکې هر ځل یې داسې وحشتونه او جنایتونه خلق کړي او ترهګریز بریدونه ترسره کړي چې په هیڅ دین او این کې جواز نه لري.

اوس ټول دې پایلې ته رسېدلي دي چې حکومت امنیت، خو طالبان وحشت غواړي، دوی بې رحمه دي، نه یې په ماشوم زړه سوځي او نه هم په تورسرو، سپین ږیرو، علماو او ملکي وګړو چېرې یې چې وس رسېدلی او لاس برشوی دی، نو زموږ هېوادوال یې په سخته بې رحمۍ شهیدان او ټپیان کړي دي.