د اصلاحاتو او نظام څخه ولی او د څه پخاطر ملاتړۍ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عزیزالله (حقپال )

ټولو هیوادوالو ته روښانه ده چی د هیواد ریس جمهور داکتر اشرف غني په هیواد کی د فساد سره د مبارزې او سالیمې ادارې د ایجاد په منظوردیولړاصلاحاتوپه عملي کولو شروع کړي چی زموږ دیو قاطع اکثریت دخوشحالۍ سبب شوی خو یو شمیر مفسد او اقتصادی مافیا د پارالمان ککړي څهری دا ملاتړ هم تر سوال لاندی نیسی .

‎دلته باید داهم توضح شي چي ولي دا قاطع اکثریت د اشرف غني د اصلاحاتو څخه ملاتړۍ کوي.
ټول پدې پوهیږي چی اشرف غنی ملایکه ندی ، له اسمانه ندی راغلی د بیغمبرانو پشان د خدایه (ج) اه لورې ورته وحی هم نکیږی ، یو انسان دی انسان بیا نو د کار کولو وخت کی اشتباه هم کوی ، اشرفغنی حکومتداری ایدیال حکومت هم ندی خپلی خلاوی او نواقص او مشکلات به لری خو بیا یی هم د ځوانو روشنفکرانو لخوا ملاتړیکیږی او د نواقیصو د اصلاح لپاره تل خپل وړاندیزونه کوی ..
اشرف غنی عالم انسان دی
اشرف غنی پاک صادق او لاسونه یی په وینو ندی سره .

اشرف غنی رشوتخور او مفسد ندی ،
اشرفغنی د هیواد دملی ګټو په بنیاد علمی طرحی او پلانونه لری
اشرفغنی د جنګسالارانو او مفسدو اشخاصو په وړاندی پریکونکی مبارزه شروع کړی. پدی لاره که څه هم خندونه شته دی او تر اخیره نده رسیدلی خو مبارزه بیا هم دوام لری یو په بل پسی مفسد چارواکی ګوښه کیږی ، ځوان کادرونه چی مسلکی عالی تحصیلات لری د هغوی ځای نیسی ، اداره کی خلاوی شته خو اصلاح یی روانه کړی،
اشرف غنی ارګ د جنګسالار انو د میلو او چړچو څخه خالی کړی ، ارګ کی تنها دکار خلک راټول کړی (کارو کی به اشتبا وی خو دیر یی ګټور کارونه هم کړی)
ارګ کی اوس د اخترونه ورځو کي جوالی ، د شاروالی کارګر و دپوهنتون محصلین دلیلیو شاګردان د وطن یتیم ماشومان نمانځی ، ارګ یی اوس دولس کور بللی
اشرف غنی د امنیت له شوری جهادی بیسیواد قوماندانان او بی مسوولیت رهبران لیری کړی په غوض یی مسلکی او د کار خلک ګمارلی ،
د فساد په وړاندی مبارزه کوی د خنډونو سره سره یی د هغه مفسد والی ، قاضی ، څارنوال ، حنرال د قول اردو قوماندان تر سطحی او د وزیر دمعاون ریس او لوړ پوړی چارواکی په زندان هم ننه ایستلی چی دا کار مخکی نه کیده ، حتی خپل لومړی معاوین په وړاندی جزایی دوسیه تحریک او تحقیق ته وسپارله
د تدارکاتو له لاری یی میلیونونه دالر سپما د ولس په ګټه کړی ، دیر تبلیغ وشو چی ریس جمهور په تدارکاتو ځان مصرف کړی ترڅو بیرته مفسدینو چال او نیرنګ کار وکړی خو ولسمشر هغوی ته د بیا نفوذ لاره بنده کړه ، او یو تعداد د زورواکو چټل شرکتونه یی تور لست شامل او دهغوی لخوا ناروا راغونډه شوي سرمایه یی کنګل کړي .
اشرف غنی د قضا او څارنوالی ادارو کی زیات بدلون راوست
اشرفغنی ځوانو کادرنو ته چی شه تحصیلات لری تر دیره بریده حق اولیت ورکړی ، ځوان اداره جوړولو هوډ یی کړی چی دا پخپله د جنګسلار او مفسدینو د مخنوی له پاره شه تدبیر دی .
یو شمیر بیځایه پارالمانی امتیازات قطع شوی او نور داسی اصلاحات په لاره دی ترڅو د مفسدو وکیلانو مخه دب او د فساد کولو لاری چاری پری بندی شی .
اشرف غنی هیواد دپاکستان دتجارتی انحصاره خلاص کړ اوس افغانستا ن هر لوری ته لاری لری او بندرونه شته دی ،
د وریشمو او لاجوردو لاریوځل بیا رغول او فعالول لوی کار یی وکړ،
اشرف غنی هغه ولسمشر دی چی هیڅ ډول قومی مذهبی سمتی ګروهی او ژبنی تعصب نلری ، دهیواد هروګړی ته دیو افغان په سترګه ګوری او د هیواد هر څنډه د خاوری د تمامیت جز بولی .
اشرف غنی د هیواد دشتمنی دساتلو هوډ لری او داوبو مهارول یی لومړیتوبونو کی دی ، په ټول عمر دا اوبه مفتی روانی وی چا یی نوم هم نه اخستل خونن اوبه مهاریږی دبندونو قراردادونه وشول کوم تکمیل کوم نیمکاره او یا هم د شروع کیدو حالت کی دی .
اشرف غنی د پاکستانی او ایرانی چارواګو بوغاری وایستلی و کومو چی تل زموږ هیوادوال په هیڅ حسابول او خپلی نا روا پروژی یی عملی کولی ،
نن اقتصادی مافیا او جنګسلار د پارالمان مفسد وکیلان د زاړه حکومت مفسد چارواکی چی ددوی د فساد او غصب مخه نیول شوی غال مغال او ناری سوری وهی ځکه هغوی په اسانه او ساده قدرت څخه لاس نه اخلی ، په اسانه خپلی ناروا ګټی نه خوشی کوی حتمی ده ایتلافونه کوی مجلسونه کوی ناری وهی او تهمتونه وایی ،
خو زموږ ولسونه دا هر څه ګوری زه یی وینم تاسو یی ګوری نو ځکه یی لازیمه بولي چی د اشرف غنی ملاتړی وشی د خلا او کمبوداتو په اصلاح کی سالم وړاندیزونه وشی ، دخاینینو څهری نوری هم افشاه کړو ، بی مسوولیت وسلوالو ډلو په خلع سلاح کی ددولت ملاتړی وشي و وسلوال ملی قوتونه ونازوه تقویه یی کړو ، همدا لاره د هیواد دترقی لاره ده ، هو ستونځی شته خلاوی شته و قانون ماتونی شته دا هر څه پداسی یو هیواد کی چی توله اداره د مفسدو بی سیواد دالر طلبو په لاس کی وه اسانه نده ،
ځکه یی باید ملاتړی وشي.


د اصلاحاتو او غنی څخه ملاتړ یعنی څه ؟
موږ د فیسبوک په صفحو د تلویزیونو په ګردی میزونو او رسنیو کی دا خبری کوو او اورو چی غنی موږ ستا ملاتړی یو .
زه د ولسمشر ملاتړی کوم ، موږ درسره یو ، اوس نو یواځی پداسی لیکنه او یا داسی اظهار سره ملاتړی خلاصه شوه ؟
ملاتړی عمل غواړی . تاسو هر څوک چی هره دنده لری ( شخصی کارونه کوۍ په خصوصی سکتور کی مصروفیت لری د دولت مامور یی محصل یی او که د امنیتی ارګانو او حراست حقوق د اورګانو کارمند او افسر یاست ) خپل ځان ، د ایمانی وجدانی وطنی او ملی وجیبی له امله پدی مکلف کړه چی په خپله دنده کی به رښتنی صادق قانونی او دخلکو خدمتګار واوسم . د هر ناروا، ناقانونه عمل خلاف یم د هر ظالم او جابر مفسد او جنګسالار مقابله او ضد مبارزه کوم . د قلم او بیان له لاری په هر مناسب ځای کی د اصلاحاتو ننګه وکړم.
داسی نشی کیدایی چی د اصلاحاتو طرفدار یم خو شعبی ته چی کله لاړ شم رشوت واخلم ، دفتر ته ورشم رشوت ورکوم . غصب شوی ځمکی په ډالرو اخلم
داسی نشی کیدایی چی جرم وګورم پولیس خبر نکړم ، نا امنی وینم خو امنیتی ارګانو سره همکار او مشوق نه اوسم ، د غنی د اصلاحاتو په ملاتړی چیغی وهم خو چی مفسد او جنګسالار ووینم لاسونه یی مچوم ، له احترامه په ملا ځان ورته ماتوم داخترو په ورځو کی په قطار کی ورته ولاړ یم چی مجلس ته راشی اول زه ورته ولاړشم او ځای ورکړم . او خپله رایه هم یا پری خرڅه یا یی ورته اهداء کوم
د اشرفغنی ملاتړ کوم خو اوامر او فرامین یی نه تطبیقوم او یا یی په تطبیقولو کی سهل انګاری کوم موانع ایجادوم . .
ملاتړی صداقت دی پکار او دنده کی ، فداکاری ده ملی او دولتی ګټی به له شخصی ګټو مقدمی بولی ، سخت کارکول دی په خپل وخت وظیفی ته حاضیریدل او دخلکو سره نیک سلوک کول دی د خلکو دمشکل په حل کی همکاری کول دی . رښتینولی ده د مظلوم لاس نیوی او دظالم په وړاندی دریدل دی . او قانونیت دی دقانون حکم د عمل دلاری مشعل او رهنما ده و دواسطو او شخصی روابطو څخه د کار ساحه کی ځان ساتل دی ،
تول ملی شخصیتونه ملی دموکراتیک قوتونه وطن دوسته افراد او اشخاص باید پورته ذکر شوی مطالب په دقت سره عملی کړی د خپلی لاری سرمشق یی وګرزوی بیا نو موږ یقینأ د اشرف غنی د اصلاحاتو څخه ملاتړی کړی ده ، او دا امانی شانته نهصت مو مخته په حرکت راوستلی ،د غقبګرایانو له خڼدو څخه یی سالیم تیرولی شو هیواد د ترقی او تعالی په لور مخ په وړاندی ځی د خلکو د زوند سطحه په لوړیدو سره د اقتصاد په زرغونیدو سره د امنیت په تینګیدو سره دمهجرینو ورونو بیرته راګرزیدل او د نوی مهاجرتونو څخه مخنوی دی ،او خپلی خوندی مندی به مو بیا د پردیو هیوادو بازارونو کی ګدایی نه کوی خپل عزت به مو خوندی شوی وی ، .