ارګ: حکومتي چارواکي دې مسوولانه عمل وکړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


جمعیت اسلامي ګوند په نننۍ غونډه کې حکومت کې خپله ونډه کمزورې وبلله.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني تر نننیو څرګندونو وروسته، له دولتي چارواکو غوښتي چې د "د موضوعاتو په برخه کې مسوولانه عمل وکړي".
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو اوسنیو سیاسي تاوتریخوالو کې پر ښکېلو کسانو غږ کړی چې د "وخت د حساسیت" له په پام کې نیولو سره دې د افغانستان "دښمنانو" ته د تفرقې اچولو وخت ورنه کړي او د مسولیت احساس وکړي.
رباني: د ملي امنیت سلاکار بايد له دندې ګوښه شي
"د لاریون د تاوتریخوالي عاملان د قانون منګولو ته سپارل کېږي"
جنازې کې د برید په تړاو یو کس کابل کې نیول شوی
نن د افغانستان اسلامي جمعیت سرپرست مشر او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني یوه کنفرانس کې وویل، د امنیتي ادارو مشرتابه د افغان ولس د امنیت ساتلو او له ترهګریزو شبکو سره د مقابلې پوره وړتیا او اراده نه لري.

ارګ د ښاغلي اتمر څوکۍ په امنیتي سکتور کې "غیر اجراییوي" بللې او ټینګار کوي چې ښاغلی اتمر "خپله دنده په ډېر صداقت" تر سره کوي.
ښاغلي رباني وغوښتل چې "د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د ملي امنیت ادارې مشر او د نورو امنیتي ادارو مشران باید ګوښه شي او پر ځای یې باید وړ کسان وګومارل شي".
خو ارګ د ښاغلي اتمر څوکۍ په امنیتي سکتور کې "غیر اجراییوي" بللې او ټینګار کوي چې ښاغلی اتمر "خپله دنده په ډېر صداقت" تر سره کوي.
د دې ترڅنګ چې ارګ کابل کې د وروستیو بریدونو پلټنې کې د"روڼتیا" وعده کړې، د امنیتي چارواکو د ګوښه کولو غوښتنو ته په اشارې وايي چې دا "د وسله والو ځواکونو د پاشل کېدو او اندېښنې لامل کېږي" او هسې د عامو وګړو ته "ذهنونه اندېښمنوي".
ټاکل شوې ده سبا د "کابل پروسې" ناسته ترسره شي چې ګڼ افغان مشران او نړیوال به د افغانستان پر اوسني وضعیت په کې خبرې وکړي. ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه "بهیر "پر وړاندې خنډ جوړول د افغانستان د ملي ګټو پر ضد کار بللی دی.