د حکومت معقول دریځ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر عبداللطیف کاکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تل ویلي چې حکومت یې د اساسي قانون په چوکاټ کې د اصولو پابند دی او له مسایلو سره قانوني او اصولي چلند کوي. دا خبره یوازې د شعار او ادعا تر کچې هم نه ده، بلکې افغان حکومت خپل اصولي دریځ او چلند بار بار عملاً په ثبوت رسولی دی، ځکه کله چې د حکومت په منځ کې ځینو افرادو (احمدضیا مسعود، عطامحمد نور، محمد محقق، جنرال عبدالرشید دوستم) غیر اصولي چلندونه او کارونه وکړل، نو حکومت یې پر وړاندې ډېر معقول دریځ اختیار کړ

.

هغوی چې د حکومت په داخل کې یې د حکومت پر ضد دریځونه او فعالیتونه لرل، نو ولسمشر هغوی ته واضح وویل چې د حکومت له امکاناتو څخه د ولس او حکومت پر ضد استفاده کول غیر قانوني او غیر اصولي دي او حکومت هیچاته د دغه وړ کړنو اجازه نه ورکوي، نو همغه شیبه یې له دندو څخه لیرې کړل. تر څو د خپلو اپوزسیوني فعالیتونو لپاره خلاص مټ ولري او قانوني بڼه اختیار کړي.

هغوی چې له حکومتي موقف او مقام څخه یې د خلکو د ځورولو، وېرولو، د اذهانو د مغشوشولو، د خلکو د باورونو د له منځه وړلو او یا شخصي منافعو لپاره استفاده کوله، نو حکومت له هغوی سره هم مخه ښه وکړه او دا یې ورته وویل، چې هیڅوک د حکومت له مقام او موقف څخه د خپل هېواد، ولس او ملي ګټو خلاف اقدام نشي کولی او که څوک د دغسې څه کولو هڅه وکړي، نو له دندې به وشړل شي او په عمل کې هم همداسې وشول.

که څه هم د حکومت د دغه معقول دریځ او اصولي چلند پر وړاندې همدغو شړل شویو افرادو او د دوی ګوندي ډلو ټپلو دغې موضوع ته شخصي، عقده یي او قومي رنګ ورکاوه او د خلکو د اذهانو د مغشوشولو هڅه یې کوله، خو کله چې د بیت المقدس موضوع پېښه شوه، نو ټولو ویل چې د حکومت اصولي او قانوني دریځ به اوس معلومېږي، هغوی فکر کاوه چې حکومت به کله هم د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نظر خلاف غبرګون ونه شي او په دې موضوع کې به یا ځان غلی کړي او یا به هم د ټرمپ د نظر ملاتړ وکړي.

له نېکه مرغه افغان حکومت له کوم تردد پرته په ډېر وضاحت او صراحت سره خپل معقول او اصولي دریځ اختیار کړ او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نظر یې نه یوازې معقول ونه باله، بلکې د هغه پر ضد یې خپله مثبت رایه هم وکاروله. د افغانستان رایه دا په وضاحت څرګندوي چې کوم ځای کې چې د اصولو او لنډمهاله ګټو تر منځ ټکر پیدا کېږي، د افغانستان دولت د اصولو پر خوا درېږي.

د افغانستان دغه معقول دریځ او اصولي چلند په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د نړۍ په کچه ټولو ته دا په ثبات ورسوله چې افغان حکومت په خپلو پرېکړو کې مستقل دی او د اصولو او قوانینو پر وړاندې د کورنیو زورواکو او جنګسالارانو په ګډون حتی د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غیر قانوني پرېکړې پروا هم نه لري.