د برېښنایي تذکرې ارزښت او ښېګڼې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه او لنډیز: وحید احمدزی

د برېښنایي حکومتولي او د نوې ټکنالوژۍ پرمټ د چارو ترسره کول  مهمه اړتیا او د خلکو لپاره ښه اسانتیا ده. له دې ښېګڼو محروم حکومتونه داسې دي لکه د اوسنۍ نړۍ له لوی ښار څخه لیرې پروت او ګوښه کلی چې خپلو خلکو ته د ښو خدماتو د نه برابرولو ترڅنګ له نړۍ سره هم اړیکې نشي پاللی او دغه لیرې پروت کلی به کلونه کلونه له وروسته پاتې والي او د نوې ټکنالوژۍ د ښېګڼو له  محرومیت څخه ځورېږي.

افغان حکومت له اوږده انتظار وروسته د خپل کاري لومړیتوب په موخه د برېښنایي تذکرو د وېش لړۍ چې د ښې حکومتولۍ، د امنیت تامین، د خدماتو ښه والي او نورو برخو کې پام وړ رول لري، پیل کړې ده. 

برېښنایي تذکره د اشخاصو د هویت د تثبیت د رسمي سند په توګه د خطرناکو موخو لپاره د جعل او تذویر مخه نیسي. ګرځول یې اسانه دي، د جعل امکان په کې نشته، ټول اړوند معلومات په کې خوندي دي او ګڼې نورې ښېګڼې هم لري.  د کورنیو چارو وزارت د مسوولینو په وینا په نویو برېښنایي تذکرو کې یو لړ بین المللي معیارونه چې په  دقیقه سرشمېره، د اقتصادي برنامو طرحه کولو، د امنیت تامین او د وګړو د حقوقي ستونزوپه حل کې ځانګړی ارزښت لري، په پام کې نیول شوي.

برېښنایي تذکره شمتنۍ، اسناد او سوابق، تحصیلات او ترفیعات، لاسته راوړنې او حتی د اشخاصو صحي معلومات چې بېلابېل بنسټونه یې په فرعي سیستم کې ثبتوي سره وصلوي. دا کار له حکومت سره خلکو ته د لازمو خدماتو په برابرولو کې د مرستې ترڅنګ خدماتو ته لاسرسی اسانه کوي.

برېښنایي تذکره د امنیت تامین کې ځانګړی ارزښت لري، د جعل امکان په کې نشته، د خلکو د حقوقي، اجتماعي، اقتصادي او فرهنګي مصونیت په برخه کې مرسته کوي. د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د پرديو د نفوذ، د خلکو د حقونو او شتمنیو د غصب، فساد او له هېواده د تېښتې، د جرم په موخه له څو اسنادو د استفادې، له  څوجعلي اسنادو په استفادې د قانون او عدالت له منګولو د تېښتې ، د عامه املاکو او شتمنیو غصب او نورو جنایتونو جدي مخه نیسي.

د باوري اسنادو د نشتوالي په خاطر په تېرو کلونو کې ټاکنې له بېلابېلو ستونزو سره مخ وې، د ټاکنو پروسه کې د سرغړونو، تقلب او نورو ناخوالو د مخنیوي په موخه برېښنایي تذکرې ته اړتیا ده.  

د اقتصادي مصونیت او امنیت لپاره د برېښنایي تذکرې لرل یوه اړتیا ده. ځکه د برېښنایي تذکرې په ډاډ پیسې، سوداګریزې ساحې، ځمکې او عایداتي منابع د ضمانت او مانت په توګه افرادو، شرکتونو او کمپنیو  ته ورکوې.

برېښنایي تذکره د فساد ضد مبارزه کې له حکومت او خلکو سره  ښه مرسته کوي. د بډو، له جعلي سند، د غیر راجسټر شویو سیم کارتونو د استفادې، د خلکو د ځورونې، د وسلو د غیر قانوني لېږد او د جعلي تحصیلي اسنادو او سوداګریز جواز اخیستلو مخه نیسي.   جنایي بانډونو غړي او ترهګر په اسانۍ سره انسان تښتونې او نور جنایتونه نشي ترسره کولی .