د ولسواکۍ بنسټي کول

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

د ولسواکۍ لنډ او څرګند تعریف د ولس یا خلکو واک دی. په دې مانا چې ولسواک نظامونه د ولس په مستقیمو رایو او یا هم په غیر مستقیمه توګه د دوی د منتخبو استازو د رایو په پایله کې رامنځته کېږي.

په کوم نظام کې چې د ولس مستقیمه او یا په غیر مستقیم ډول د دوی د منتخبو استازو رایه او نظر شامل وي، نو معلومدار چې د ولس په ګټه به وي او خپلې برنامې، پلانونه او کارونه به د ولس سوکالۍ، هوساینې او د هېواد پرمختګ ته په پام داسې عیاروي چې هم خلکو او هېواد ته ښه خدمت وکړي او هم د خلکو خوښي او رضایت ترلاسه کړي.

ولسواکې ټولنې معلومداره چې باثباته وي او د نورو ټولنو او هېوادونو په پرتله په کې د تاوتریخوالي او بې عدالتۍ ګراف بېخي ټیټ وي، ځکه په ولسواکو ټولنو کې خلک اتومات د تاوتریخوالي، بې قانونۍ او بې عدالتۍ پر وړاندې غبرګون ښیي او د خپل احتجاج او اعتراض غږ پورته کوي.

د ولسواکو ټولنو بله ښېګڼه داده چې د ولس غږ په کې رسا وي. په بله مانا په ولسواکو نظامونو او ټولنو کې د ولس غږ هم اورېدل کېږي او هم منل کېږي، نو له همدې امله هلته مسوولین هر ګام او اقدام په پوره غور او دقت پورته کوي، ځکه هغوی نه غواړي چې د ولس پر وړاندې ودرېږي او یا داسې څه ترسره کړي چې له امله یې د خلکو غبرګون، حساسیت او غوسه را وپارېږي.

ولسواکې ټولنې داسې هم نه دي چې هلته یو مخ ټول مسوولیتونه او مکلفیتونه مقاماتو او مسوولینو ته ور ترغاړې دي، بلکې په خپله ولس او خلک هم د نظام او مسوولینو پروړاندې ځینې مکلفیتونه لري چې هم یې باید په ښه توګه او هم پر وخت ترسره کړي.

یانې ولسواکي او ولسواک نظامونه پر شفافیت، حساب ورکولو او حساب اخیستلو ولاړ دي. هلته د جبر، زور او د نورو د حقونو د غصبولو پر وړاندې خلک د لاریون او اعتراض په بڼه خپل غږ پورته کوي او مسوولین دېته مجبوروي چې د هغوی پر وړاندې خپل اقدام وکړي. په ولسواکو نظامونو کې هر څه په مسوولیت، حساب او شمار دي.

ولسواکي د ولسونو او هېوادونو د خیر او فلاح جوړښت او نظام دی، ځکه هم عدالت په کې نغښتی او هم د ټولنو ثبات او امنیت، خو په هېواد او ټولنه کې د ثبات او ټیکاو د ټیګښت تر ټولو بنسټیز شرط د ولسواکۍ دستنود ټینګښت او حکومتوالی په جوړولو کې د لازمې اجماع رامنځته کول دي .

د ولسواکۍ په ترویج او بنسټي کولو کې د ټولنې د ټولو اقشارو او د هغوی د استازو رول فوق العاده مهم دی. د دې  لپاره باید لومړی د ټولنې د وګړو اذهان اماده شي ترڅو د ولسواکۍ پر وړاندې نه یوازې حساسیت وښیي او یا د نورو د منفي تبلیغاتو تر اغېز لاندې راشي، بلکې دوی باید د ولسواکۍ د ترویج او بنسټي کولو ټینګ ملاتړ وکړي.

دا هغه مهال شونې ده کله چې رسنۍ، مشران، مسوولین، علما او نور د ولسواکۍ ښېګڼې لکه د بیان او نظر ازادۍ، د قانون پر وړاندې برابري، متقابل درناوی، حساب ورکول او شفافیت او داسې نورې ښېګڼې بیان کړي او هغوی ته دا باوري شي چې ولسواکۍ تر ټولو زیاته د خلکو، ولسونو او ټولنو په ګټه ده، نو هغه مهال به ولسواکۍ په رښتینې مانا په ټولنه کې بنسټي شي.