د نیابتي جګړو له دامه باید ځان خلاص کړو

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

کله چې د امریکې متحده ایالتونو له افغانستان څخه د خپلو پوځي ځواکونو د ایستلو پریکړه وکړه په افغانستان کې د سیاسي او پوځي بدلونونو نښې نښانې له ورایه څرګندې شوې. دا بدلونونه هم  دننه په هیواد او هم له هیواده بهر احساسېدل.  د خطر زنګ ډیر کلونه دمخه وهل شوی ؤ ، ان هغه وخت چې اوباما د امریکې ولسمشر شو ، په واشنکتن کې د افغانستان په اړوند ، د سیاست  بدلون په ډاګه شوی ؤ .

د لومړي ځل دپاره له افغانستان څخه د وتلو غږونه واورېدل شول. په افغانستان کې چې له پیله د نوي واکمنۍ ډبره کږه اېښودل شوې وه، ټولنیز کړکېچ ورځ تر بلې زیاتېده، بډې اخیستل ، جنایت ، چور او چپاول او فساد د هغه وخت د ادارې منځپانګه جوړوله. د جګړې اور ورځ تر بلې تودېده . له یوې خوا یو کوچنی قشر په بې ساري ډول د غلا او جنایت له لارې د ملیاردونو څښتنان کېدل او هر یو په کوچنیو جنتونو کې د مزوو او چړچو ژوند تېراوه  خو له بلې خوا د افغانستان اکثریت ورځ تر بلې د بې وزلۍ په توره کنده کې لوېده. زورواکي او بې قانوني نور حد او برید نه درلود.  د افغانستان په کړکېچ کې د ګاونډیو او نورو هیوادونو پټ او ښکاره لاسوهنې کړندۍ او څرګندې وې.

امریکا او متحدین يې چې شل کاله دمخه د القاعده او بن لادن پرخلاف د جګړې په اعلانولو سره افغانستان ته ننوتل او بن لادن يې په اسلام آباد کې د آی اس آی د مرکزي ادارې تر خوا  د آی اس آی په سخت ساتل شوې سیمه کې له منځه یوړ، په افغانستان کې  خپله جګړه پای ته رسېدلې ګڼله.  خو دوی لا هم خپل شتون ته په مختلفودلیلونو دوام ورکاوه. خو کله چې امریکې په دوحه کې له طالبانو سره د سولې یو اړخیز تړون لاسلیک کړ، نو له شلو کالونو پراخ پوځي او سیاسي شتون وروسته، په پای کې  له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل حمتي شول. او په پای کې د وتلو بهیر په داسې بڼه ترسره شو چې افغانستان يې د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي  ژور کړکېچ  نوي پړاو ته ننه ایست او په افغانستان کې د یو رښتني ناورین رامنځ ته کېدو دپاره  يې لاره آواره کړه.  داسې ګومان کېده چې د ۱۹۹۲ کال له وحشته ډکې پېښې به په لا ویجاړونکي بڼه تکرار شي. د واک د تشې له پاره ټول حالات برابر کړی شول او د واک تشه رامنځ ته شوه. د اټکل له مخې د واک دغه تشه به د سترو ویجاړیو او وحشتناکه عام وژنو او یجاړیو سبب شوی وای، د افغانستان شته او هر څه باید ګاونډیو هيوادو ته اړول شوي وای. خو له نېکه مرغه له داسې یو ستر ناورین څخه مخنیوی وشو، د ګاونډیو تورو لښکرو وخت پیدا نه کړ ، د عام وژنې ډګر ته ودانګي. دا د اوس د پاره لوی بری دی دا چې ددې بري په سر کې څوک دي، زموږ خوښ دي او که نه دي، دا مهمه نه ده ، مهمه داده چې له ناورین مخنیوی وشو. خو دا په دې مانا هم نه دی چې هر څه ښه دي او خیر او خیریت دی.   لا هم افغانستان له ناڅرګند سیاسي ، ټولنیز او اقتصادي برخلیک سره مخامخ دی، لاهم خبیثه او شیطاني ځواکونه له خپلو هڅو ستومانه نه دي. لا هم شیطاني ځواکونه د سترو مانورو او اقدامونو وس او توان لري.  ولږه او بې وزلي په بې سارې توګه مخ په زیاتېدو ده او دولتي ماشین لا بېکاره او غیر اغېزمن دی. د هیواد پانګې او شتمنۍ یا لوټل شوي او یا هم په بهر کې کنګل شوي، دولتي مامورینو له څو میاشتو راهیسې معاش نه دی تر لاسه کړی.

په ټول هیواد او په تېره بیا کابل کې د وېرې او ډار فضا لا هم خپره ده، زرګونه خلک  له هیواد څخه د تښتې هڅه کوي . د امریکې د ژغورنې عملیات د ستر او یو رښتني انساني ناورین په بڼه ترسره شول.  خلک په داسې حال کې چې په آلوتکو پورې نښتي ول ، آلوتکو ته د آلوتو آمر وشو او هغه کسان چې د ځان ژغورنې په هیله راوتلي ول، د ژغورونکو د غیر انساني چلند له امله د مرګ ښکار شول. دا یوه ډېره بوږنونکی او دردونکی صحنه اوحالت ؤ، په هوايي ډګر کې مرموزه چاودنو سل ګونه وګړي  مړه او ټپيان کړل او د امریکایانو د هوايي برید په پایله کې د یوې کورنۍ دولس غړي چې زیات يې ماشومان ول ووژل شول.  هوايي ډګر د امریکایانو له لورې په بشپړه توګه ویجاړ کړای شو او داسې نورې زیاتې دردونکې پېښې ترسره شوې . زموږ بې وزلی وګړي په بې رحمۍ سره نه یوازې د ژغورنۍ له حق بې برخې کړی شول ، بلکې په زیاتې بې رحمې لکه د مېږیانو تر پښو لاندې شول او وځپل شول. د تاسف ځای دی چې زموږ سیاسي او ټولنیز سازمانونه که له هیواده بهر او دننه په هیواد کې فعال دي ،پر دغه غمجنونکي حالاتو او پېښو غوږونه کاڼه واچول ، د نړۍ په هيڅ هیواد کې هيڅ یوې ټولنې ددغه ناوړه چلند او انساني ناورین تر وړاندې د اعتراض لاریونونونه ترسره نه کړل او کومه نه اعلامیه خپره شوه.  

دې بدلون ځنې ښې پایلې هم له ځانه سره لرلې او هغه داچې جګړه پای ته و رسېده چې دا یوه ډېره مهمه لاس ته راوړنه ده،  د لومړي ځل دپاره خلک د غلو، ډاره مارانو او سړي وژنکو له شره بېغمه شول او د فساد او مافیا تپل شوی خوسا نظام نسکور شو. خو جګړه لا په بشپړه مانا پای ته نه ده رسېدلې ځکه د جګړې علتونه او عوامل لا له منځه نه دي تللي. د شر او فساد کړۍ د خپلو نړېوالو او سیمه ایزو ملاتړو په مرسته لا په ټول قوت سره شتون لري او  فعاله دي. دوی په ټول قوت سره د رامنځ ته شوي نسبي امنیت د ګډوډولو د پاره په هلوځلو بوخت دي او د سیمې او نړۍ له هیوادونو غواړي څو یو ځل بیا پر جګړې او ورور وژنې پانګونه وکړي او افغانستان د جګړو نوي دور او پړاو ته داخل کړي. نړېوال زبرځواکونه او د سیمې حریصه هیوادونه په زیاتې بې شرمۍ سره هڅه کوي د رامنځ ته شوي تشې څخه د ځان په ګټه ، ګټه واخلي. د پنجشیر پېښې چې د ملي مقاومت تر نامه لاندې پیل شوې ، په تاسف سره د پنجشیر د شریف او پتمن ولس دپاره په سترې غمیزې بدل شوې چې بې له شکه دا د ټول افغان اولس ګډه غمیزه او ګډ درد دی چې باید ترې مخنیوی شوی وای ، خو په تاسف سره جګړه مارو کړیو د پنجشیر ولس برمته  او د جګړې اور ته يې ننه ایست.

 یو شمېر کړۍ چې په تېره نیمه پېړۍ يې د جګړې او مرګ له برکته ځانونو ته پانګې ، شتمنۍ او پرتم تر لاسه کړی غواړي دغه بې وزلي خلک بیا د خپلو شومو غوښتنو قرباني  کړي او د جګړې اور تازه و ساتي.  لیدل کېږي چې لا ډېر پخوا د یوې داسې اوږدې جګړې دپاره د پنجشیر په دره کې پوځي پانګونه شوې وه او زیاتې درنې او سپکې وسلې هلته ځای پر ځای شوي  ول او د جګړه غوښتونکو حساب هم پر همدغه وسلو، سیمه ایزې جغرافيې او د یو شمېر هیوادونو پر مرستو شوی ؤ چې د پنجشیر کړېدلی او ربړېدلی ولس يې له سترو بدمرغیو سره لاس او ګرېوان کړ. دا د خپل قوم او ولس تر وړاندې د قوم د ټیکدارانو ستر او نه بښوونکی خیانت دی چې غواړي د پنجشیر او د افغانستان د خلک ګټې د سیمې او نړۍ د هیوادونو د استعماري ګټو څخه قرباني کړي. لیدل کېږي چې ځنې هیوادونه په چټکۍ سره ددغه خوځون تر شا ودرېدل او له ځنې هیوادونو څخه د افغانستان د وېشلو غږونه هم پورته شول.

افغانستان اوس د نوې سړې جګړې په ډګر د بدلېدو په حال کې دی، ستر قدرتونه او د سیمې هیوادونه د خپلو ګټو د خوندی کولو دپاره لا له ډېر پخوا زموږ په هیواد کې د قومي، ژبنیو او مذهبي دلایلو پربنسټ د جګړې او بې ثباتۍ اور ته لمن وهلې او وهي. دغه خونړۍ جګړه اوس د هیواد په یوې کوچنې دره کې متمرکز شوی چې پر ماتې محکوم ده ، ځکه جګړه د هيڅ افغان هيله او آرزو نه ده.

 په دغه دره کې  داسې وسلې او مهمات تر لاسه شول چې د افغانستان ملي اردو هم په خپل واک کې نه لرل. پوښتنه داده چې ولې په تیرو شلو کلونو کې دغه سترې او درنې وسلې د افغانستان ملي اردو ته و نه سپارل شوې؟ او څرنګه د افغانستان د پوځ نوي وسلې هم دغه درې ته و رسول شوې؟ په دومره لوی شمېرد  وسلو د زېرمه کولو هدف څه ؤ؟ نړۍ والو ځواکونو چې د  ټول هیواد ځمکه او فضا يې په لاس کې وه او کنترولوله ، ولې پر دغو وسلو ځانونه بې خبره اچولي ول؟ آیا دا وسلې د هغوی له خوښې پرته که دهغوی په خوښه زېرمه شوي ول؟ ددغه درې سیاسیون چې د تېرې واکمنۍ اصلي او مهم برخه وال ول او تل يې د واک پر سر ډغرې وهلې په داسې حال کې چې واک دهمدوی واک ؤ، دغه وسلې ولې او د څه دپاره د هیواد له سیاسي واکمنۍ پټې ساتلي ؟ آیا د هيواد واکمنان په دومره لوی شمېر کې د دولتي واک څخه بهر د وسلو پر ستر زېرمتون خبر نه ول، که ول څه يې کړي ول او یا ولې څه يې نه کول؟.  اوس ښکاري چې دا تشې باټې نه وې دا د افغانستان د ملي واکمنۍ پر خلاف ستر ګواښ او خطر ؤ، د هیواد د ویشلو د باټو تر شا دغه ستر پوځي ځواک او وسلې ولاړې ؤې. همدغه ځواک  د دولت جوړونې او عدالت د پلي کېدو تر وړاندې تل خنډونه جوړل .

 تیره شل کلنه واکمني که له یوې خوا د پاکستان او نورو هیوادونو له منظمې جګړې سره لاس او ګرېوان وه خو له بلې خو د خپل منځني سرغړونو او بغاوتونو او د ژور او پراخ فساد سره هم لاس او ګرېوان وه. تېر سهامي دولتي شرکت قومي او ژبنیو اختلافونو او تعصبونو ته په بې سارې توګه پراختیا ورکوله او د هیواد شتون يې له رښتني خطر سره مخامخ کړی ؤ.  تصادفي نه وه چې یو شمېر امریکايي واکمنانوهم د افغانستان د وېش سپارښتنه کوله او ویل يې ددې هیواد یوموټي کول ناممکن کار دی، د افغانستان د ستونزې حل يې د افغانستان په وېش کې ليدلو. هغوی ددغه سترو پوځي ظرفیتونو له شتون څخه د خبرتیا  پر بنسټ داسې وړاند وینې کولې.

 له افغانستان څخه د امریکې بې مسولیته وتل د جګړې اور ته د افغانستان د ټیل وهلو په مانا ارزول کېدی شي. ځکه په جګړه کې ښکېل افغانستان به ټوله سیمه بې ثباته کړي او داکار سبب کېده  چې ګاونډي هیوادونه په افغانستان کې پراخې لاس وهنې پیل کړي. دا کار تر یو بریده بریالی هم شو ځکه د افغانستان په کورنیو چارو کې له هرې خوا لاسوهنې پیل او لا په شدت سره جاري دي او غواړي د قومي او ژبنیو انګیزو پر بنسټ د ټول ګډون حکومت تر سریزې لاندې د خپلو نیابتي ډلو دپاره ځای پیداکړي. هو افغانستان د ټولو میشتو افغانانو ګډ کور دی او ټول افغانان حق لري ځانونه د افغانستان په واکمنۍ کې وویني خو نیابتي ډلې د هيڅ قوم او ژبې استازي توب نه کوي او نه باید د قوم او ژبې تر شیطاني څادر لاندې پر هیواد و تپل شي. ځکه دوی د پردیو د هدفونو پلي کوونکي دي او غواړي د افغانستان د دښمنانو ستراتیژي چې د افغانستان  بالکانیزه کول دي  پلي کړي، کوم چې په نویومو کلونو کې يې د یوګوسلاویا ستر هیواد په زیاتو برخو ووېشلو.

دلته اړینه برېښي څو د یو شمېر هیوادونو موخې چې د افغانستان په کړکېچ کې اوږده لاسونه لري له نظره تېر کړو.

 پاکستان یو له هغه هیوادونو دی چې تل يې د افغانستان ښېرازي او پرمختګ پر شا تمبولی او دوه ځله يې افغانستان د صفري دریځ ته راکوز کړی. په نویومو کلونو کې پاکستان وکولی شو افغانستان په بشپړه توګه بې وسلې او په ویجاړونکي کورنۍ جګړه کې ډوب او دغه هیواد د منځنیو پېړیو حالت ته په شا و تمبوه. پاکستان په تېرو شلو کلونو کې د افغاني سولې تر وړاندې خنډونه جوړول او د سولې بهیر يې په پرله پسې ډول له ناکامۍ سره مخامخ کاوه.

د طالبانو چټک بری چې د یو شمېر هیوادونو چې په تېرې واکمنۍ کې يې خپلې نیابتي ډلې ټپلې لرلې په مرسته او ملاتړ ترسره شو.  دغو هیوادونو له طالبانو سره داسې تړون درلود چې دوی به کابل په زور نه نیسي او خپل پرمختګ به د کابل په دروازو کې دروي او پاتې بهیر باید د ایتلافي ادارې د جوړېدو په چوکاټ کې پلی شوی وای. داسې چې اړوندو هيوادونو باید خپل استازي په دغه اداره کې لیدلي وای.  د امریکايي او ځنې نورو هیوادونو ځنې چارواکو وړاند وینه کوله داسې چې افغانستان یو په درې لارې کې ولاړ دی، یا به روغه جوړه کوي او پر ایتلافي ادارې به سره جوړ راځي، یا به افغانستان یو ځل بیا د اوږدې جګړې اور ته غورځېږي او یا به هم افغانستان ویشل کېږي.

پاکستان د پخواني رژیم  د پرزېدو په ورځ د طالبانو ټول مخالفان پاکستان ته ور وغوښتل څو په ټول شموله حکومت کې هغوی ته د دولت تر پرځېدو وروسته اړینه ونډه ورکړي. دوی تر ډېره د آی اس آی په مېلمستونونو کې د حق د تر لاسه کولو په هیله شپې او ورځې تېرې کړې. خو هر څه د ټولو د هیلو خلاف پر مخ ولاړل.

  د افغانستان ولسمشر او ملګري يې چې ددې بهیر اصلي او یوازني قربانیان ول، دې بهیر ته سخت ګوزار ورکړ او هر څه يې په بل مخ واړول، دا چې ددوی  په اراده کې څه ول او ولې يې دا کار وکړ دا دوی ته مالوم دی . خو هغه څه چې دوی وکړل د پېښو بهیر ته يې نوی لوری ورکړ. د افغانستان ولسمشر په ناڅاپي ډول له هیواد څخه بهر شو او په کابل کې يې د واک تشه رامنځ ته کړه. امنیتي ارګانونه له کاره ولولېدل او د طالبانو تر وړاندې وروستی خنډ له منځه ولاړ. طالبان پایتخت ننوتل او بشپړ واک يې تر لاسه کړ. طالبانو په لومړي سر کې د ټول شموله حکومت په اړوند له حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره خبرې اترې پیل کړې خو وروسته له دې خبرو په شا شول. روسيي، چین، ایران او پاکستان له رامنځ ته شوي حالت څخه خوښي څرګنده کړه. طالبانو د خپل تعریف له مخې خپل ټول شموله حکومت اعلان کړ. چې دې کار د طالبانو په ملاتړو هیوادونو کې د ناخوښې زمینه برابره کړه .

پاکستان په چټکۍ لاس په کار شو او د آی اس آی رئیس يې کابل ته واستوه څو حالات په خپل کنترول کې وساتي او د پاکستان د پلوی طالبانو دريځ غښتلی کړي. ایران چې د طالبانو له حکومتی جوړښت خوښ نه ول ، د پاکستان خلاف غبرګون و ښود او پاکستان يې په پنجشیر کې د بمبارۍ له امله محکوم کړ او د پېښې د څېړنې غوښتنه يې وکړه. د روسيي په لهجه کې هم بدلون راغی .

پاکستان هم طالبانو ته د ټول واک د تر لاسه کولو هیله نه لرله ځکه ددوی هدف د افغانستان د کړکیچ پای، نه بلکې د کړکېچ دوام ؤ.  اوس پاکستاني واکمن هڅه کوي د طالبانو واکمني د خپل منځي کړکېچ سره لاس او ګریوان کړي څو خپل اغېز او کنترول ساتلی وشي. نو د خپلو وفاداره کړیو په مرسته د پاکستان مخالفې کړۍ له واک څخه د ایستو هڅه کوي. په اوسني وخت کې پاکستاني واکمن لاندې موخې پرمخ وړي:

پاکستان لوري پراخ تبلیغات په لاره اچولي څو په پاکستان کې شته تروریستي کړۍ افغانستان ته واړوي او په افغانستان کې يې میشت کړي. دوی غواړي طالبان د کشمیر په مساله کې  ښکیل کړي او له افغانستان سره د هند دښمني را وپاروي. په راتلونکې کې په هند کې د خپلو تروریستي فعالیتونو او کړنو دپاره نوی پته نړیوالو ته وړاندې کړي او د خپلو تروریستي کړنو مسولیت طالبانو ته پر غاړه واچوي . لکه په نویومو کلونو کې يې د طالبانو رژیم د القاعده د فعالیتنو ښکار کړ په داسې حال کې چې د القاعده اصلي مرکز په اسلام آباد کې ؤ. نو ځکه سر له اوسه پاکستان په خپلو تبلیغاتو کې په کشمیراو فلسطین کې دخپل  جهادي فعالیت  مسوولیت طالبانو ته پر غاړه اچول غواړي.  همدارنګه دوی غواړي په دې ډول د پاکستان له تروریستي فعالیتونو څخه د نړۍ پام افغانستان ته واړوي او په دې ډول له تروریسم سره د دروغجنې مبارزې تر نامه لاندې د میلیاردونو ډالرو د لاس ته راوړلو لاره پرانیزي. دوی همدارنګه غواړي په افغانستان کې د هند تر وړاندې خپل دريځ غښتلی او ستراتیژیکه ژورتیا تر لاسه کړي. د پنجشیر پېښو کې هم  پاکستان دوه ګونی او دوه مخی دريځ لري ، له یوې خوا د پنجشیر جهادیانو ته پناه  ورکوي او د بلې خوا غواړي طالبان له ځانه سره ولري.

 دوی غواړي د افغانستان د ملي پوځ له جوړېدو څخه مخنیوی وکړي او د پوځ وسایل لکه د تېر په څېر کباړ او پاکستان ته یوسي.

 پاکستاني واکمنان قدم پر قدم د افغانستان د کمزوري کولو پالیسي پرمخ وړي. په همدې تېرو ورځو کې پاکستاني واکمنو اعلان وکړ چې خپلې سوداګريزې راکړې ورکړې په پاکستاني کلدارو تر سره کول غواړي . هدف دا دی څو افغانۍ او افغاني هویت له پښو وغورځوي. لنډه داچې یو موټی او پرمختللی افغانستان د هر چا تر مشرۍ لاندې چې وي د پاکستاني واکمنانو دپاره د منلو او زغم وړ نه دی.  کابل ته د آی اس آی د رييس په راتللو سره  په طالبانو کې د ژور اختلاف خبرې بهر ته درز وکړ. د حقاني د ډلې او د طالبانو ترمنځ د ژور اختلاف خبرې روانې دي، د ملا هیبت الله درک نه نشته او ملابرادر هم په ناڅرګند حالت کې ورک دی.

چین د سیمې دپاره سترې پروژې لري او افغانستان ددغه پروژو یوه غوره او مهمه برخه ده. دوی له افغانستان څخه د امریکایانو له وتلو خوښ دي، خو ددغه وتو په بڼې سختې نیوکې لري.  دوی امریکا په افغانستان کې  د روان ناوړه حالت مسوول بولي. دوی امریکایان د خپلو پروژو او د سیمې د ثبات  تر وړاندې د خنډ په توګه ویني. دوی غواړي افغانستان کې داسې رژیم وویني چې سوله تامین کړي او ثبات رامنځ ته کړي، څو دوی خپلې پروژې پلي کړي. دوی د لویدیځ دموکراسي د ټولې نړۍ دپاره نه یوازې ګټوره نه بولي بلکې ددغه هیوادونو له کلتور او دودونو او ملي ارزښتونو سره په تضاد کې بولي. چین عقیده لري چې ددوی اقتصادي پروژې به د سیمې د هيوادونو د پرمختیا او غوړېدو سبب شي. د چین له پاره ددغه پروژو د پلي کېدلو تضمین او همدارنګه په چین کې د اسلامي تندلارو د فعالیت مخنیوی دوه مهم فکتورونه دي چې له طالبانو سره د چین د اړیکو د ټينګېدو سبب ګرځي. له همدې امله چین له طالبانو سره نژدې اړیکې ټينګې کړي او دوی ته يې د یودېرش میلیونه ډالرو د مرستې ژمنه  کړې ده. چین د شانکهای په غونډه کې د افغانستان اړوند لاندې درې وړاندیزونه وړاندې کړل:

  1. په افغانستان کې د ثبات او آرامۍ چټک رامنځ ته کېدل.
  2. په افغانستان کې د مختلفو لوریو ترمنځ د چټک پوهاوي رامنځ ته کېدل.
  3. د تروریسم سره د غوڅې مبارزې دپاره د ټولو لوریو څخه بلنه او له افغانستان سره د هیوادونو په تېره بیا د ګاونډیو هیوادونو د خبرو اترو پېلېدل. او د نوي حکومت د جوړښت د ټول شموله کېدو له بهیر سره مرسته او له نورو هیوادونو په تېره بیا د ګاونډیو هیوادونو او په کورني او بهرني برخه کې د انډولیزه او ثبات لرونکو سیاستونو پرمخ وړلو سره مرسته. د افغانستان له خلکو سره د ستونزو په حل کې مرسته په تېره بیا د اقتصادي ستونزو او کرونا په برخه کې د په موقع مرستو رسول.

 

روسیه هم له افغانستان څخه د امریکایانو له وتلو خوښه ده او د همدغه ګډ هدف پر بنسټ، روسيې په تېرو کلنو کې له طالبانو سره پراخې ښکاره او پټې  اړیکې رامنځ ته کړې وې او په کراتو يې په مسکو کې د طالبانو د استازیو کوربه توب کړی ؤ. اوس هم د طالبانو له رژیم سره ښې اړیکې پالي.

روسیې د شوروي د وخت دښمن هیواد پاکستان سره هر اړخیزې او ستراتیژیکي او پوځي اړیکې رامنځ ته او ټينګې کړي او د شوروي له دوست هیواد یانې هند سره يې اړیکې سړې او کمرنګه شوې. هند هم په دغه کلونو کې له لوېدیځ او له امریکې سره خپلې اړیکې پراخې کړې وې. له افغانستان څخه د امریکې او متحدینو په وتو سره په سیمه او نړۍ کې حالات د بدلون په حال کې دي. د افغانستان بدلونونو یو ځل بیا د هیوادونو اړیکې له نوی آزمایښت سره مخامخ کړي. هند  د افغانستان په برخه کې د امریکې  له چلند څخه رضایت نه لري ځکه امریکې د هند رول کمرنګه او هند يې د افغانستان په مسله کې ګوښې کړی ؤ. ددې خلاف امریکې  پاکستان ته د افغانستان په چارو کې زیات او فعاله رول ورکړی ؤ. خو پاکستان دوه مخې سیاستونه پرمخ وړل او د امریکې د فشارونو د کمولو دپاره يې د چین او روسېې پر اقتصادي، پوځي او سیاسي مرستو تکیه کوله. روسيي له دغه حالته ګټه اوچته کړه او د پاکستان په مرسته يې د افغانستان په چارو کې د روسيې رول او اغيزه زیاته او غښتلې کړه. روسیې دغه اړیکې پر امریکې د فشار د زیاتولو د وسیلې په توګه کارول او څو ځله يې طالبان مسکو ته د خبرو دپاره راوبلل، مسکو د دوحې تر څنګ د خبرو اترو په دویم فعال مرکز بدل شوی ؤ، روسانو طالبانو ته د مشروعیت حالات غښتلي کړل. په دې ډول دوی هڅه وکړه څو له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر چټک او ګړندی کړي.  روسیې دا کار د چین ، ایران او پاکستان سره په همغږۍ کې ترسره کاوه. د روسيې لکه د نورو هیوادونو په څېر غوښتل څو طالبان د کابل په دروازو کې تم شي او پاتې لاره د سیاسي جوړجاري له لارې پرمخ يوسي او په دې ډول به دوی هم وکولی شي د افغانستان په راتلونکې اداره کې خپل لازمه اغېزه وویني. دوی همدارنګه د منځنۍ اسیا د هیوادونو امنیت ته له هر څه زیات ارزښت ورکاوه چې په دې برخه کې يې له طالبانو اړینې ژمنۍ تر لاسه  کړي ول.  اوس چې امریکه او متحدین يې په افغانستان کې نشته روسیه لېواله ده څو له خپل پخواني دودیزې متحد هند سره له سره اړیکې ټينګې او تازه کړي ځکه هند د روسيي دپاره زیاتې اقتصادي ګټې رامنځ ته کوی ، دوی غواړي د افغانستان او پاکستان له لارې له هند سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي. همدارنګه هند تل د روسيي وسلو ستر بازار پاتې شوی دی  چې روسيې ته په میلیاردونو ډالره ګټې ور په برخه کوي. څرنګه چې د امریکې متحده ایالتونه غواړي د هند دغه ګټور بازار د روسيې له اختیاره وباسي  او غواړي هند د امریکې او لویدیځ سره په پوځي تړونونو کې ورګډ شي، نو روسیه غواړي  له یو داسې بهیر څخه مخنیوی وکړۍ. خو د روسيې دپاره  دا دومره آسانه کار هم نه دی چې مخالف هیوادونه په یوه لیکه کې سره یو موټی کړي. هند له پاکستان او چین سره تاریخي دښمنۍ لري چې ددغه هیوادونو ترمنځ د خونړیو جګړو سبب شوي.  چین همدارنګه د روسيې ستراتیژیکي ملګری دی چې دغه ملګرتوب د لویدیځ هیوادونو د ګواښونو تر وړاندې د دواړه هیوادونه دپاره استراتیژیک ارزښت لري نو دواړه خواوې ددغه اړیکو ساتلو ته ځانونه اړین او ژمن بولي.

 د افغانستان بدلېدونکي حالات د سیمې  د نورو هیوادونو تر فوکس لاندې دي او هر هیواد د خپلو ګټو پر بنسټ غواړي خپل شرایط وړاندې کړي. روسیه یوه بله لویه ستونزه هم لري او هغه  په افغانستان کې د تاجکستان مخ په زیاتېدونکي لاس وهنې دي. چې که دغه لاس وهنې دوام وکړي نو شک نشته چې دا کار به د افغاني لوري متقابل غبرګون را وپاروي . د تاجکستان د لمسونونو تر شا د فرانسې ممکن ملاتړ احساسېږي. روسیه له تاجکستان سره امنیتي تړون لري او تاجکستان تل د روسیې د اغېز سیمه پاتې شوې نو دغې سیمې ته د هر هغه نفوذ تر وړاندې حساسیت ښايي چې ددوی ګټې وننګوي. روسیه ځان مکلف ګڼي د بهرني تیري تر وړاندې له تاجکستان څخه ددفاع او ملاتړ وکړي. خو که تېری د تاجک له لوري ترسره شي نو روسیه ځان له دغه مکلفیته آزاد ګڼلی شي. دا هغه کار دی چې روسيي د ارمنستان او آذربایجان په جګړه کې  له ارمنستان سره وکړ. روسیه په نازکه لاره درومي ، ځکه په افغانستان کې د تاجکستان مداخله د چین غبرګون هم را پارولی شي او دا کار له چین او پاکستان سره د روسيې اړیکو ته هم زیان رسولی شي چې هېڅ یو دا نه غواړي. روسیه کولی شي تاجک لوری دخپلو کړنو عواقبو ته متوجه کړي او کړکېچ ته له لمنۍ ووهلو يې منع کړي. د شنګهای د تړون وروستۍ غونډې وښودله چې روسیه ، چین ، ازبکستان پاکستان او ایران د افغانستان په اړوند ورته دريځ لري او دا نورو ګډونوالو ته یو ډول خبرداری هم ؤ.

فرانسه یو له هغه لویدیځ هیوادو څخه دی چې د سړې جګړې له وخته د افغانستان د پنجشیر له سیمې سره ټينګې اړیکې لري . دا اړیکې که له یوې خوا ددې سیمې له ښه کیفیت لرونکو مندرالونو سره تړاو لري ، له بلې خوا غواړي ددغه سیمې له لارې منځنۍ اسیا ته خپله لاره پرانیزي.  نو ځکه غواړي د تاجکستان په مرسته په پنجشیر او د افغانستان په ځنیونورو شمالي ولایتونو کې د خپل اغېزې سیمه تر لاسه کړي. فرانسې د کړکېچ په پیل کې پنجشیر ته د امن د سیمې د اعتبار ورکولو غوښتنه کړې وه چې ونه منل شوه او طالبانو په چټکۍ سره دغه سیمه تر خپل کنترول لاندې راوستله.

 په نړۍ کې د زبرځواک په توګه د امریکې د رول په کمېدو سره فرانسه غواړي خپل اغېزه په نړۍ کې پراخه کړي. تاجیکي واکمنان په افغانستان کې د ژورې بې ثباتې له امله دې ته هيله مند شوي چې ګنې کولی شي د افغانستان د خاورې پر یوه څنډه خېټه واچوي. ددې هدف دپاره غواړي د فرانسې له امکاناتو څخه ګټه پورته کړي.

خو فرانسه په یوازيتوب سره نه شي کولی د چین او روسيې تر وړاندې چې په دغه سیمه کې هر اړخیز شتون لري، داسې ستراتیژیک دريځ خپل کړي.  په ارمنستان ، لیبیا او ځنې نورو هیوادو کې هم  فرانسې خپل بخت آزمویلی دی  چې د روسیې او ترکیې له لورې له ماتې سره مخامخ شو.

 هند له افغانستان سره په تېرو کلونو کې پراخي اقتصادي مرستې کړي او تل يې د افغانستان له مختلفو دولتونو سره ښې او دوستانه اړیکې درلودې . اوسنیو پېښو او په افغانستان کې د پاکستان او چين د اغیزې  بې ساری زیاتېدلو  دغه هیواد زیات پرېشانه کړی ځکه دا پېښې کولی شي په سیمه کې  د ځواکونو انډول د هند په زیان بدل کړی ، په اوس وخت کې هند د صبر دریځ غوره کړی او د حالاتو د راتلونکې پرمختیا پایلو  ته سترګې په لاره دي. په اوسنۍ وخت کې هند په افغانستان کې د خپل اغېز د ساتلو دپاره یوه لاره لري او هغه مسکو دی. نو ځکه هند له مسکو سره د خپلو اړیکو د تودولو هلې ځلې کوي. چې دا کار بې شکه له روسيې سره د پاکستان اړیکو ته زیان رسوي. هند همدارنګه له سعودي عربستان سره د خپلو اړیکو د پیاوړي کولو هلې ځلې پیل کړي کوم چې په افغانستان کې یو اغېزمن هیواد دی.

ایران هم د افغانستان په پېښو کې اغېزمن هیواد دی چې له پاکستان سره په افغانستان کې د اغیزې د زیاتولو  سیالي لري . ایران د افغانستان په چارو کې د لاس وهنې اوږد تاریخ لري او د افغانستان خلاف په ټولو فعالیتونو کې اوږد لاس لري او شریک دی. ایران په نویومو کلونو او تر هغې دمخه ، په افغانستان کې د کورنۍ جګړې فعاله لوبغاړی پاتې شوی، دوی د طالبانو د  لومړي رژیم په نسکورولو کې مهمه ونډه درلوده او په تیرو شلو کلونو کې يې په افغانستان د ټينګښت او ثبات د ګډوډولو دپاره زیاتې هلې ځلې کړي.  دغه هیواد د افغانستان سره د اوبو پر سر هم ټینګې ستونزې او اختلافونه لري او کله ناکله افغانستان ته مستقیم ګواښونه هم کوي. دوی په افغانستان کې د پراخو ګټو دعوه لري. دوی په تېرو شلو کلونو کې امریکې او متحدینو ته د زیان رسولو په موخه له طالبانو سره ښې اړیکې وپاللې او طالبانو ته يې مرستې وکړي ، خو اوس چې امریکا او متحدین يې له افغانستانه تللي نو ددوی هغه هدف پوره شوی  او اوس دوی خپلې ګټې له سره تعریفوي داسې چې په افغانستان کې د خپل نفوذ او اغېزه د پراختیا دپاره په واک کې د نویو او باوري متحدینو د ځای پر ځای کولو هڅه کوي. ددوی بل مهم هدف په افغانستان کې د ایران ضد ځواکونو د فعالیت څخه مخنیوی او د خپلو ختيځو پولو خوندي کول دي ، طالبانو هم خپلو ټولو ګاونډیانو ته دا ډاډ ورکړی دی . له بلې خوا دوی چې د لویدیځ د سختو بندیزونو څخه ځورېږي او نه شي کولی له نورو هیوادونو سره نورماله اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي، نو افغانستان ددوی دپاره په تېرو کلونو کې د سوداګرۍ او اقتصادي راکړې ورکړې ښه لاره پاتې شوې. چې ددې لارې په بندېدو سره به د ایران ستونزې لا زیاتې شي. او ایران به د سخت ټولنیز، اقتصادي او سیاسي کړکېچ او د خلکو د پراخو پرګنو د نارضایتۍ سره مخامخ شي.

 ایران نه شي زغملی له جګړو وتی افغانستان د ایران په ګاونډ کې د غوړېدو او پرمختیا لاره لنډه کړي،  نو ځکه د ایران په تبلیغاتو کې هم د افغانستان د حکومت د جوړښت اړوند داسې وړانديزونه آورېدل کېږي چې د راتلونکو ناآرامیو دپاره لاره پرانیزي او د افغانستان ثبات او ټیکاو ګواښي. دوی په افغانستان کې داسې عدالت غواړي کوم چې د  ایران دپاره يې  نه غواړي.  هغه ټول شمول حکومت چې دوی يې د افغانستان دپاره غواړي په ایران کې يې ان د یادولو زغم نه شي کولی، دوی په خپل هیواد کې د لږکیو حقونه نه مني ، خو د افغانستان دپاره دوی دا ستره بې عدالتي بولي. دې ته وايي دوه ګونی اخلاق . افغانان ټولنیز عدالت او د لږکیو حقونو ته درناوی لري او دا د هیواد په خیر بولي.  خو ددوی هدف له دې څخه دادی څو خپل وفاداره کړۍ د افغانستان په دولتي جوړښتونو کې ځای پرځای کړي.  

 په تېرو کلونو کې، افغانستان یوازنی هیواد ؤ چې د ایران د اړتیا وړ ډالر يې په ناقانونه توګه ددولتي مافیا په مرسته برابرول. د دولتي مافیا په پرزېدو سره ایران ځان په اقتصادي ستونزو کې ایسار وینې. که څه هم ایران د شانکهای د تړون غړیتوب تر لاسه کړ او دا به د ایران دپاره یو لړ آسانتیاوې راوړي خو د ایران اقتصاد ژغورلی نه شي. ایران د سوداګرۍ دپاره افغانستان ته سخته اړتیا لري ،په تېره بیا د چابهار بندر د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې خورا ارزښتمنده لاره ده او ایران ته يې زیاتې پرمختیايي ښګڼې له ځانه سره لرلې ، چې په اوس وخت کې د هغې د غوړېدو لرلید خړ برېښي.

نو دغه هیواد به په راتلونکي هم د خپلو ګټو د خوندي کولو دپاره د افغانستان پر سر له هر هیواد او هر چا سره چې ددوی ګټې تضمین کړي نوې معامله ترسره کړي، ان له خپلو سختو دښمنانو سره معاملې وکړي.

دا د افغانستان په کورنیو چارو کې یوازې د څو هیوادونو د لاسوهنې ډېر لنډ انځور دی، خو په واقعیت کې نن ټولې نړۍ خپله پاملرنه افغانستان ته اړولی او په یونه یو ډول د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي او غواړي د خپلې خوښې رژیمونه پر افغانانو وتپي. ددې پراخې تراژېدۍ اصلي علت زموږ په هیواد او افغانستان کې نغښتی . دا زموږ د هیواد یو شمېر سیاسي کړۍ دي چې ځانونه د پردیو د ستراتيژیکو ګټو په خدمت کې ورکوي.

اوس نو پوښتنه داده افغانان او د افغانستان سیاسیو په یو داسې کړکېچن چاپېریال کې څه باید وکړي تر څو له دغه ناوړه او ترینګړي حالت څخه هیواد را بهر کړي؟ یوه مهمه غوښتنه داده چې افغانان د خيالي، ارماني او له ایدیالوژیکو تنګو فکري بهیرونو ځان جلا کړي او د واقعیت نړۍ ته راشي. او خپلې غوښتنې او ارمانونه د افغانستان د روانو حالاتو او د هیواد د امکاناتو او د ټولنیزې او اقتصادي ودې له حالاتو سره برابر کړي.

 په اوس وخت کې طالبان د افغانستان رښتنی واقعیت دی چې پر ټول هیواد ولکه لري. دا ولکه د شل کلنې زور آزماینې او جګړې پایله ده. افغانستان کې هيڅ رژیم د رښتني ټول ټاکنې له لارې نه دی رامنځ ته شوی. تیر رژیم هم د بهرنیانو د پوځي یرغل او د سترو زبرځواکونو په خوښه رامنځ ته شوی ؤ اود تېرو شلو کلونو واکمنان د درغلۍ او د بهرنیانو د غوراوي له لارې واک ته رسیدل او بیا هماغوی مشروعیت ورکاوه. خو تیرو رژیمونو د هیواد پر پنځوس سلمه برخه هم واک نه درلود او د پنځوس سلمې واک هم د زورواکانو او جنګسالارانو په واک کې ؤ. په درست هیواد کې جګړې او انسان وژنه ښه په خرپ روانه وه خو د طالبانو اوسنی رژیم په درست هیواد وامن دی او جګړه او د زورواکانو واک يې پای ته رسولی. دا که  د چا خوښ وي او که نه وي دا زموږ د نن ورځې واقعیت دی. دا هم واقعیت دی چې ډېر کسان او ډېر هیوادونه له دغه بدلونه خوښ نه دي. ځکه هغوی خپلې ګټې له لاسه ورکوي . خو ډېر کسان په دې بدلون خوښ دي په تېره بیا هغه اکثریت چې په تېرو کلونو کې يې د زورواکانو تر ظلم او ستم لاندې د ژوند سختې شپې او ورځې تېرولولې، هغه کسان به خوښ وي چې نور يې څوک پر کور بمونه نه غورېږي، نور د انتحاري خطر نه احساسوي....

د دوستۍ او دښمنۍ دغه سیاست نیمه پېړۍ دوام لري ، دولتونه یو په بل پسې نسکورېږي، انسانان وژل کېږي، هر نوی واکمن د خلکو د نېکمرغه کولو ژمنې کوي او څه موده ځانونه د واک پرنيلي نشه احساسوي او یو څه موده مستي او خوښي کوي ، نه يې ژمنې په یاد پاتې وي او نه خلک، نه دوستي پاتې کېږي او نه ملګرتوب، دسیسې او توطئې د ژوندانه پر ټولو ډګرونو خپل تور سیوری غورځوي ، دوستان د دوستانو خلاف د دښمنانو سره جوړجاړی کوي او دوستان د نیستۍ کندې ته ګوزاروي. خو د خلکو دردونه او کړاوونه دوام مومي ، د خلکو پر دردونو او کړاونو نوي دردونه او کړونه ور زیاتېږي، رهبران له خپلو کورنیو سره آرامه سواحلو ته درومي ، او خلک د ویر په ټغر ناست د ولږې او تنګسې شپې او ورځې تېروي. دا قصه او داستان نه دی دا زموږ د نن او پرون تریخ واقعیت دی. نوی کسان بیا د زنده باد او مرده باد له چیغو سره رامخ ته کېږي او لوبه بیا له سره پېلېږي. زړې غمېزې لا پای ته نه وي رسېدلې چې نوي غمېزې سر پورته کوي. څوک خوشحالي کوي او څوک ژاړي، زاړه له زړو شعارونو سره ځي او نوي له نویو شعارونو سره رامخ ته کېږي.  د خلکو دردناکه تراژدي ورځ تر بلې دردناکه کېږي. تر څو باید ددغه دروغجنو شعار ورکوونکو دروغجن شعارونه موږ خمار او له عقل او ارادې وباسي؟

ولې خلک ډېر ژر تیر هېروي ، د تېر ناخوالې بې عدالتۍ هېروي او له تېرو زده کړه نه کوي. هر چا تند شعارونه ورکړل هر چا په خبرو کې دنیا په بل مخ واړوله ، زیات احساسات يې را څرګند کړل، خلک ترې خپل رهبر جوړوي. ولې خلک د دروغو او ریا په کړیو پورې خپلې هيلې او ارمانونه تړي؟

هر جاسوس پر بل جاسوس د جاسوسۍ تور لګوي، څوک ژبني، څوک قومي او څوک مذهبي نفاق ته لمن وهي او بیا یوه ډله پیداکېږي چې ددوی ترشا درېږي د مړه دې وي او ژوندي دې وي تکراري شعارونه بیا تکراروي، بیا خپل تنکي ځوانان ددغه کرغړنو کړیو د تورو هدفونو قرباني کوي . په دې ډول نسلونه بدليږي او موږ تر پخوا بدمرغه او د پردو په جالونو کې لا ښکيل پاتې کېږو. بیا په زرګونو وګړي تر خاورو لاندې کېږي او په زرګونو د وطن پرېښودو ته اړ ایستل کېږي. اوس دا وخت رسېدلی چې خلک پوه شي چې ټولنه په تشو  شعارونو او په وطن پالونکو شعارونو او احساساتو پرمختګ او بدلون نه کوي. ټولنه د بدلون او پرمختیا دپاره خپل لازمو ظرفیتونوته اړتیا لري او خپل قوانین او اصول لري. څوک نه شي کولی په تش لاس ، بې له علمي امکاناتو او تکنالوژیکي امکاناتو یوه کوچنۍ پروژه هم پلې کړي ، یو کوچنی کور نه شي جوړولی. سالم عقل حکم کوي له دروغجنو او مکارو سیاسینو واټن واخلو  ځکه دوی پخپله د هيڅ کار استعداد نه لري ، دوی غواړي په دروغجنو ویناو او شعارونو زما او ستا نیکمرغي غلا کړي.

وګورې دوی وايي افغانستان اشغال شوی ،مګر افغانستان آزاد ؤ؟  له اشغالګر څخه د خلاصون دپاره د بل اشغالګر در ته سجدې کوي ، مګر ښه او بد اشغالګر شتون لري؟ دوی د هماغه اشغالګر د ور ملنګي هم کوي چې دوی يې بد اشغالګر بولي.  دوی له اشغالګرو غواړي چې زموږ هیواد آزاد کړي، آیا آزادي د پردیو پر مټ لاس ته راځي؟. تاریخ ثابته کړه چې هيڅ اشغالګر زموږ له غمه مړ نه دی، هر اشغالګر غواړي د بل اشغالګر ځای ونیسي او زموږ ولس او خلک خپل برده او غلام کړي.  دا ټول دروغجن او تېر ایستونکې کړۍ دي . دوی غواړي هیواد تل په جګړو او ګډوډې کې وساتي.  

د هیواد ترقي او پرمختیا د علمي اوصولو او معیارونو په کارولو سره امکان لري. په کار ده د جګړې دود او دستور د تل دپاره تر خاورې لاندې کړی شي او د بدلون دپاره متمدنه لاره غوره شي.

 اوس چې وروسته له څلوېښتو کلونو سوله ټينګه شوې  او نسبي امنیت رامنځ ته شوی، راځئ له دغه مثبت بدلون څخه ملاتړ وکړو . او له دغه مثبت بدلون څخه د نورو مثبتو بدلونو په لور نوي او سنجول شوي ګامونه اوچت کړو. څرګنده ده چې سوله او امنیت یو عمومي اړتیا ده او د ټولو غوښتنه ده. همدارنګه لیدل کېږي چې اوسني واکمنان د خلکو خبرو ته غوږ نیسي او غواړي د مسایلو په اړوند له خلکو سره خبرې اترې کوي او د خلکو غبرګونونو او نیوکو ته ځوابونه وايي او د خپلو کړنو په اړوند رسنیو ته مالومات وړاندې کوي . غواړي د فساد او بې عدالتۍ مخه ونیسي تر وړاندې يې مبارزه وکړي. دا ټول مثبت ګامونه  دی ، په کار دی له مثبتو ګامونو څخه د مثبت غبرګون په څرګندولو سره ملاتړ وشي . څو دا بهیر قانونمند او نه په شا تلونکی شي.

دا هم څرګنده ده چې اوږدې جګړې او بهرنیو لاسوهنو هیواد ته ناوړه ميراث پرځای پرې ایښی دی،  هغه دولت او دولتي ادارې چې په ټېرو شلو کالونو کې جوړې شوې وې، په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي، هر جوړول وخت غواړي او ویجاړول د ورځو او شیبو کار دی. اوس د پخوانیو ستونزو تر خوا ، بې شمېره نوي ستونزې هم را مخ ته شوې.  د ستونزو حل وخت او زمان ته اړتیا لري، ډېر ستونزې داسې دي چې پراخ ملي او نړېوال ملاتړ ته اړتیا لري. که افغانان غواړي وطن يې له ستونزو او کړکېچ څخه راووځي باید د بې اساسه او بې بنسټه نیوکو پر ځای د ستونزو په حل کې تر ممکنه بریده خپل رول ترسره کړي ، د نرمو څوکیو او لوکس ژوند له دريځه د بې بنسټه نیوکو کول هېڅ ستونزه حلولی نه شي. پر ځایه او جوړونکې نیوکې چې هدف يې د چارو ښه والی او سمون وي ډېر اړین او ضروري ګڼل کېږي. نیوکې باید د حل لارې ، وسایل او میتودونه هم پر ګوته کړي .

د ناخواله او بې عدالتیو پر خلاف مبارزه اړینه ده ، دا مبارزه هم باید د معقول او ښه امکاناتو په وسیله ترسره شي. د بېلګې په توګه د ښځو او مېرمنو د حقوقو د خوندي کولو دپاره مبارزه چې په وروستیو کې په ملي او نړیواله کچه ترسره کېږي ، د پایلې ورکولو په حال کې ده. د ټول شموله حکومت په لاره پراخه مبارزه هم خپل لومړنۍ پایلې لري. نو ویلې شو ملي دیالوګ په اوسني وخت کې تر هرڅه اغېزمنه لاره او وسیله ده.

د افغانستان د ټولو رښتنو او وطنپالو غورځنګونه مسوولیت دی څو لکه د نړۍ د هیوادونو په څېر دوی هم له اوسنۍ واکمنۍ سره د نن ورځې د واقعیت پربنسټ چلند وکړي او له دې واقعیت سره د مخامخ کېدو او چلند نوي ، ګټورې او خپلواکه  لارې چارې پیدا کړي ، ځکه داسې یو چلند سبب کېږي څو سوله او ثبات ټينګښت و مومي آو هیواد د پرمختیا دپاره وخت او فرصت تر لاسه کړي. په هیواد کې د سولې او ثبات پايښت او دوام د مغرضو هیوادونو لاسونه لنډوي او هیواد د پر ځان باورۍ په لور بیايي. دلته ټولوته په کار ده څو له خپلو ایدیالوژیکو او لوړو خيالي ارمانونو څخه د ژوند د واقعیت په لور څو ګامه په شا شي ، څو د راتلونکي پرمختګ لپاره لاره آواره شي. کړکېچ ته لمنه وهل د سیمې او نړېوال استکبار د دسیسو دپاره د بستر د جوړولو هدف لري چې غواړي زموږ هیواد د نړۍ له نقشې څخه د تل دپاره محوه کړي. دا ملي او وطني دنده ده څو پرې نه ږدو د وطن دښمنان زموږ  هیواد او خلک پر ګونډو او افغانستان د یو هیواد په توګه نابود کړي.  د وخت او حالاتو سره سم او پر ځای چلند به دا وي  څو خپل چلند د جاري واقعیتونو او د طالبانو د کړنو پر بنسټ تنظیم کړو . داسې چې مثبتې کړنې او بدلونونه تاييد او منفي کړنې تر نیوکو لاندې ونیسو او د حل ښې او مناسبې لارې چارې ور په ګوتو کړو. داسې شعارونه او غوښتنې مطرح کړی شي چې د افغانستان له واقعیت سره سمون ولري او په افغانستان کې د سیمې او نورو هیوادونو د مغرضانه مداخلو دپاره لاره آواره نه کړي. د ستونزو د حل افغاني لارې چارې په ګوته شي، څو افغانان د پردیو له مداخلو پرته  پخپله د خپلو ستونزو د حل وړتیا تر لاسه کړي او د پردیو د لښکرو د رابللو  اړتیا را منځ ته نه شي او بیا افغانستان د نړیوالو زبرځواکونو د ویجاړونکې سیالۍ پر ډګر بدل نه شي.

د ستونزو د حل دپاره  لنډمهاله او اوږد مهاله هدفونه و ټاکل شي. ځکه د ډېر ستونزو حل اوسني حالت ته په کتو سره د زیات وخت غوښتنه کوی . ډېری ستونزې له دود او کلتورسره تړاو لري چې په تېرو کې مخ بنسټيزو او کلتوري مسایلو ته د نه پاملرنې په پایله کې ډېرې ښې هیلې او ښه ارمانونونه له ماتې سره مخامخ شو.

د نړۍ تاریخ ښودلې چې کلتوري او مخ بنسټيز بدلون ورو ترسره کېږي او زیات وخت نیسي .  د زور عنصر نه شي کولی د ټولنې کلتور او مخ بنسټونه بدل کړي د کلتور او مخ بنسټونو بدلون وخت او زمان ته اړتیا لري او باید خپل اړین پړاونه ووهي او د هغې د بدلون دپاره لازم ټولنیز او اقتصادي حالات رامنځ ته شي. اوس په کار دی هر شعار او هره غوښتنه د افغانستان د فکري ودې او حالاتو سره په انډول کې مطرح شي ، د ښو هیلو او ارمانونو لرل کفایت نه کوي د ښو هیلو او ارمانونو دپاره ښه حالات هم باید په پام کې ونیول شي او رامنځ ته شي داسې چې ټولنه يې د جذب او منلو وړتیا ولري. انقلابي ، تند او ناسنجول شوي شعارونه چې د خلکو او ټولنې له پوهاوي اوچت وي ، ټولنه له انډوله باسي چې په تيرو کې يې په بې ساري توګه زموږ ټولنه بې انډوله کړه. بیا به هم زموږ ټولنه د نویو بدمرغیو او ناخوالو  په لور یوسي او د پردیو د لاس وهنو دپاره چې اوس هم پراخ او بې ساري دي  حالات نور هم ویجاړ کړي.

د اوسنۍ وخت لومړی او مهمه غوښتنه داده څو د جګړې پای ته رسېدل همېشنی او نه ستنېدونکی کړی شي. ځکه جګړه نه یوازې ارزښت نه رامنځ ته کوي بلکې ارزښتونه له منځه وړي. د جګړې شعار د وطن د دښمنانو شعار دی چې په تېرو څلوېښتو کلنو کې يې زموږ هیواد له بدمرغیو او ناورينونو سره مخامخ کړ. هر مثبت بدلون باید وساتل شي او ملاتړ يې وشي او د نویو مثبو بدلونو دپاره لاره آواره شي.

غوښتنې باید په مدني او انساني اډانه کې مطرح شي  څو د تاوتریخوالي زمینه برابره نه شي څو ټولنیز تضادونه د انساني عقلانیت په بنسټ د حل لاره پیداکړي . د ستونزو عقلاني حل تل شتون لري. له اوسني کړکېچ څخه د وتلو یوازنۍ لاره له هر ډول تعصب او کینې پرته د وطن او خلکو د ګټو پر بنسټ او د علمي ارزونې له لارې ممکنه ده.