د حکومت کمزوري کول د هیچا په ګټه هم نه دي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی
حکومتونه هم د لاس د ګوتو په څېر یو ډول نه دي، ځینې یې غښتلي او ځینې یې کمزوري وي. او د حکومتونو دغه حالت ممکن د نورو ډېرو عواملو ترڅنګ د اړوندو هېوادونو په ټولنیز وضعیت او د خلکو په سویې پورې اړه ولري.
یانې څومره چې یو هېواد له ټولنیز پلوه پرمختللی او پرځان بسیا او باثباته او د خلکو د پوهې کچه او سویه لوړه وي، نو همغسې یې حکومتونه هم غښتلي وي، خو ځینې مهال په وروسته پاتې یا د دریمې نړۍ په هېوادونو کې حکومتونه ګڼې ستونزې او جنجالونه لري او دغه جنجالونه اکثر له سیاسي احزابو او شخصیتونو څخه ور پېښ وي

.
په وروسته پاتې او د درېمې نړۍ هېوادونو کې د حکومتونو او سیاسيونو یا سیاسي ډلو ټپلو تر منځ زیات جنجال او کشمکش د واک، امتیازاتو، ونډو او مقامونو د وېش په سر وي. افغانستان یې ښه بېلګه ده.
حکومت د ځان بسیاینې، امنیت او ثبات په موخه خپلو اهدافو ته ځان نږدې کوي، خو ځینې مغرضې ډلې ، اشخاص او افراد یې په وړو مسایلو کې ښکېلوي، سردردی او سرخوږی ورته پیدا کوي او یا د حکومت په اړه د خلکو شک او بې باوري زیاتوي. د حکومت کړنې او لاسته راوړنې یا کمې ګڼي او یا یې هم پر ضد تبلیغات کوي.
په دغو وړ کشمکشونو کې تر ټولو زیات قېمت ولس پرې کوي، ځکه په منځ کې دوی دل کېږي. دوی د ژوند له ډېرو لومړنیو خدماتو محرومېږي ، ستونزې او محرومیتونه یې لا زیاتېږي. په ټولنه کې فقر، وزګارتیا او نورې ناخوالې ډېرېږي او بالاخره خلک د نهیلۍ په رنځ اخته کوي.
حکومت هم د بېړۍ یا کښتۍ په مثال ده، لکه څنګه چې د کښتۍ د کومې برخي سوري کول په کښتۍ کې د ټولو سپرو ژوند پر مرګ ګواښي، نو د حکومتونو کمزوري کول، کاواکه کول او رانسکورول هم همداسې.
د کورنیو جګړو پرمهال موږ ولیدل کله چې جهادي ډلې ټپلې د قدرت د نیولو په موخه پلازمېنه کابل کې خپلمنځۍ سیالۍ په وسله والو نښتو بدلې کړې، نو ورسره جوختې کورنۍ جګړې پیل شوې او د دغو جګړو په تاو کې نه یوازې ښکېلې جګړه مارې ډلې متضررې شوې، بلکې تر ټولو زیات زیان یې بې دفاع ملکي وګړو او کابل ښاریانو ته واوښت او همدارنګه د کورنیو جګړو د اور لمبې د هېواد ګوټ ګوټ ته خوروې شوې چې له امله یې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه واوښتل.
سره له دې چې ټولې خواوې په دې پوهېږي چې کمزوری حکومت او یا د حکومت کمزوري کول د هیچا او هیڅ لوري په ګټه نه دي، مګر ځینې ځانپالي او پر خپلو شخصي ګټو مئین افراد او اشخاص بیا هم د حکومتونو د کمزوري کولو هڅې کوي. دوی فکر کوي چې که حکومت را وپرځېږي او یا خلک له برحالو چارواکو زړه توري شي، نو ګوندې دوی یې د ځایناستو په توګه انتخاب کړي، خو دا په حقیقت کې یو خیال دی.
نو سیاسي ډلو ټپلو، احزابو او بنسټونو ته ښایي چې د دغه وړ ناوړه او منفي رقابتونو ، کشمکشونو او جنجالونو پرځای مثبت لاره اخیتار کړي. حکومت که ستونزې او نیمګړتیاوې لري، نو د رغنده نیوکو، وړاندیزونو، سپارښتنو او ګټورو طرحو په وړاندې کولو سره دې مسوولین خپلو تېروتنو او نیمګړتیاو ته متوجه کړي او که د واک د ترلاسه کولو لېونۍ مینه او هوس لري، نو دغه مینه دې له سوله ییزې او ټاکنو له لارې وپالي او د دې لپاره دې د خلکو باور خپل کړي. هغوی ته دې ځانونه ثابت کړي چې دوی هم تر نورو وړ دي، هم ښې طرحې لري او هم د هېواد ثبات او پرمختګ فکر او مینه لري.
د حکومتونو له کمزوري او کاواکه کولو به د حکومتونو د اصلاح او د واک د ترلاسه کولو لپاره په سوله ییزو لارو فکر هم د دوی، هم د ولس او هم په لویه کې د هېواد په خیر وي، ځکه هیڅ لوری او هیڅوک به په کې نه متضرره کېږي او نه به هم له خپلو ازادیو او حقونو څخه محرومېږي.