افغانستان د ځغلنده توفان په څپو کې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

د پېښو بهیر دومره چټک او ځغلنده دی چې ان په ورځو او ساعتونو کې داسې بدلونونه رامنځ ته کېږي چې ان د وړاندوینې ستر او تجربه لرونکي سازمانونه په خپلو اټکلونو او وړاند وینو بیا بیا کتنه کوي. همدا دوه ورځې دمخه د امریکې او انګلیس د استخباراتي اټکلونو پر بنسټ د افغانستان د اوسنۍ ادارې د پر ځای پاتې کېدو دپاره د شپږو او یوې مياشتې منځ مهال اتکل کړی ؤ ، خو وروستۍ څرګندونې ښايي چې دا اټکل څو ورځو ته راټيټ شوی.

ددغه چټک بدلېدونکي حالت پر بنسټ امریکې او زیاتو لوېدیځ هیوادونو په افغانستان کې د خپل سفارتونو د چټک تړلو پرېکړه وکړه. او د همدې پریکړې پر بنسټ ددرې زره شا او خوا امریکايي او انګلیسي پوځيان کابل ته د راتګ په حال کې دي.  په دوحه کې هم د خبرو بهیر چټک شوی او داسې ښکاري چې طالبانو ته د واک د استولو پر یوه پریکړه همغږي رامنځ ته شوې ده. دغه پریکړه له ولسمشر غني سره هم شریکه شوی. ولسمشر غني په خپله نننۍ وینا کې د جګړې او د جګړې د ناورینونو د بندېدو په اړوند لنډه وینا وکړه نوموړي وویل  له کورنیو او بهرنیو کړیو سره په سلا او مشوره بوخت دی. نوموړي وویل دده هیله تل افغانستان ته خدمت ؤ. دا وینا له طالبانو سره د وروستۍ پریکړې له راڅرګندېدو سره تړاو لري او له افغان ولس سره د ولسمشر د خدای په امانۍ په مانا پوهېدل کېدی شي. په رسنیو کې د جوړ جاړي یوه طرحه چې ګنې موافقه پرې شوې هم تر سترګو کېږي.

کابل ته د امریکې د پوځونو د بیا راتګ لړۍ پیل شوې دا راتګ یوازې د سفارتونو د کارکوونکو د ایستلو مساله نه ده، بلکې دا پوځ به د واک د لېږد دپاره حالات هم برابر کړي.

د پاتې محدودو ولایتونو د تسلیمۍ بهیر هم په چټکۍ روان دی ، په دې ډول اټکل کېږي چې  کابل یانې د افغانستان پلازمېنه به وروستی ولایت وي چې له جګړې پرته  د یو جوړ جاړي له لارې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې راشي. دا جوړ جاړی د طالبانو د وروستي او ناڅاپي پوځي بریو تر سیوري لاندې ترسره کېږي. داکار به نړېوالۍ ټولنۍ او امریکې ته هم د اوړو پزه جوړه کړي او وبه وايي چې واک په سوله ایزه توګه واستول شو او په دې ډول به له  طالبانو څخه راوتی یو دولت  به نړېوال رسمیت پېژاندنه هم تر لاسه کړي.

دا به ډېر مسوولانه او هوډ من کار وای چې ددې ناورین څخه د مخنیوي دپاره شل کاله دمخه او هر څومره دمخه چې ممکن ؤ، فکر شوی وای او په افغانستان کې ټول شموله او قانون محوره اداره رامنځ ته شوی وای. چې په تاسف سره د فساد کړیو ددی ستر تاریخي او ملي غوښتنې تر وړاندې خنډونه رامنځ ته کړل او ټول فرصتونه يې یو په بل پسې و سېځل او د ملت هيلې يې بربادې کړې. هر څومره او په هر دلیل چې د سولې له هلو ځلو مخنیوی وشو هومره د ښې او پتمنې سولې دپاره حالت او شرایط له لاسه ووتل. اوس هم د ښې جګړې نه بده سوله د افغانستان او افغانانو په ګټه ده.

 له دې بدلونونو باید افغانان یو تاریخی درس واخلي او هغه داچې  دا په تېرو پنځه لسیزو کې دویم ځل دی چې افغانستان د سترو زبرځواکونو پراخ او اوږد شتون لاندې راځي  چې  وروستي يې لږ تر لږه شل کاله دوام وکړ. دې ددوو پېښو دا وښودله چې پردي تل د خپلو ګټو دپاره راغلي او چې کله  يې د شتون دوام په خپله  ګټه نه لیده ، بې له دې چې د افغانستان ګټې په پام کې ونیسي او بې له دې چې دوه اړخیزو تړونونو ته درناوی وکړي او  د ستونزې د حل دپاره مناسبه لاره پیداکړي، په خپله مخه تللي او زموږ هیواد يې د بدمرغیو او ناخوالو په تالاب کې لاهو کړی. ددې تاریخي واقعیت درس دادی چې که موږ په خپله خپل وطن جوړ نه کړو او په خپله د خپل وطن تر وړاندې د مسوولیت احساس ونه کړو پردي دا وطن نه یوازې نه جوړوي بلکې د بدمرغیو کندې ته يې ګوزاروي. اوس د ټولو غالب او مغلوب اړخونو ستره تاریخي دنده داده چې په دې حساسه شیبو کې یوازې د وطن د ژغورون فکر وکړي او پرې نه ږدي د وطن دښمنان زموږ له کورنیو ستونزو څخه زموږ د زیاتې بربادۍ د پاره ګټه اوچته کړي. که د افغانستان په مرکز کابل کې د واک د سوله ایز سپارلو دپاره لازم او اړین تدبیرونه ونیول شي نو دا به نه یوازې د وینې توئدنې څخه مخنیوی وکړي بلکه د یو لوی ناورین او د هیواد داساسي بنسټونو له ویجاړۍ څخه به هم مخنیوی شوی وي. باید هیر نه کړو چې د فرصت په تمه ناستې کړۍ له خړو اوبو څخه د کبانو د نیولو دپاره شيبې شماري او  کېدی شي له هر راز ګډوډۍ له رامنځ ته کېدو څخه د هیواد د تباهۍ او بربادۍ دپاره چې د تباهۍ پر ګړنګ ولاړ دی ، ناوړه ګټه پورته کړي. په کار ده څو راتلونکي ګامونه له احساساتو او بې بنسټه وهمونو پرته په سړه سینه او د عقل او پوهې او د وطن او خلکو د ګټو په پام کې نیولو  پر بنسټ ترسره شي دا د دواړو لورو افغاني او تاریخي رسالت او مسوولیت دی. له زهر شنیندنو او غچ اخستنو ډډه وکړئ . وینه په وینه نه مينځل کېږي.

تیر وخت بېرته نه راستنېږي اوس په کار ده څو له موجودو امکاناتو څخه د افغانستان د شتون او بقا دپاره کار واخیستل شي او ټول افغانان  د افغانستان پر ښې راتلونکې ځانونه متمرکز کړي ، دښمنۍ یوې خواته پرېږدۍ او د وطن د سوله ایزې او غوړېدلې سبا فکر وکړۍ. په یو غوړلېدلي او سوله ایزه افغانستان کې به ټول نېکمرغه او سوکاله وي. اوس هغه امکانات چې لا له لاسه نه دي وتي په کار ده وساتل شي او ترې کار واخیستل شي او هیواد له زیات ویجاړونکي ناورینه و ژغورل شي.