دا دومره سر ښیدنې او د بیګناه خلکو وژنې د همدې له پاره ؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید عبیدالله نادر

په لنګۍ کې تاسي بمونه کېښودل ، او پرې خود کُشه حملي تاسي وکړې ،تاسي د لنګۍ هغه حیثیت ته چې د افغان په کلتور کې یې لري هم ونه کتل او پام مو ونه ساته ، تاسو طالبانو په قرآن شریف کې څو څو ځلي بمونه ځاي پر ځای کړل

، چې ډیرۍ و ته یې تاسي چاودنه ورکړه ، او ډیری یې ، د مخی له چاودنې ګرفتاره شول ،او ثابته شوه ، چې یوه وسیله د چاودنې له پاره ستاسو همدا ده، چې دا کار هیڅ مسلمان نه کوی خو تاسي وکړ ،په جوماتونو کې په سل هاو ځلي خود کشه حملي وشوی ،او انتحاری حملی وشوی ، او ډیرمسلمانان په کې د لمانځه په وخت شهیدان شول و چې دا کار ستاسو د مسلمانۍ ادعا هم رَدوی په مکتبونو او ښونځیو کې بمونه کیښودل شوي ،او مکتبونه په بمونو او انتحاری حملو والوزول شول ،چې یو هم نه په سلګونو مکتبونه ، چې په دې کار سره تاسي طالبانو خپل ځانونه د تعلیم او تربيي مخالفین هم په ډاګه وښوده ،او پلونه او پلچکونه مو والوزول ،نه مو روژه ولیده او نه مو اختر ولیده ،د ودونو په مراسمو او خوښیو په مراسومو کې مو په څو څو ځلي انتحاری خود کشه حملي وکړې ، اوس باید تاسي طالبان د یو عالي مرام او پلان سره راغلي وای ، نو دا دومره سر شیندنې او د بیګناه خلکو وژنې د همدې له پاره چې په ماشومانو او ښځو مکتبونه وتړئ د ښځو نه دکار او آزادی د بیان حقوق واخلئ ، په لارو کوڅو کې ځوانان په نامه چې تا ولي ږیره خرییلي ، او یا تا ولی ږیره لنډه کړی تا ولی خپل سنتونه نه دي اصلاح کړي ،په دې نامه زمونږ سر لوړي ځوانان تحقیر او بی عزته کوئ ،او په رنګ رنګ روحی او جسمی جزا ورکوئ ، یعني دا ټولي سر شیندنې او هڅی د قدرت له پاره په همدې خاطراو د همدې له پاره ؟