طالبانو روحیه بایللې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

 

د طالبانو ترمنځ داخلي اختلافات، د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري په دوی مرګوني بریدونه، پاکستان کې د داخلي کشمکشونو، د سیمې د بدلونونو او ځینو نورو عواملو له امله طالبانو بېخي خپله روحیه بایللې ده.

له یوې خوا ورځ تر بلې د دوی ترمنځ مشکلات زیاتېږي او له بل لوري د پاکستان له لوري هم ورباندې فشارونه زیات دي او په دې خاطر اوس طالبان هڅه کوي چې له پاکستان مه واره نور ملاتړي او تمویلونکي ځانته پیدا کړي، روسیه یې ښه بېلګه ده چې په دې وروستیو کې یې د طالبانو مالي ملاتړ کړی او حتی دوی ته یې وسلې هم ورکړې دي.

مګر له طالبانو څخه د روسانو ملاتړ د کومې ایډیالوژۍ او خواخوږۍ په اساس نه دی، بلکې دا یوازې د دې لپاره دی چې روسان غواړي وسله وال طالبان د یوې وسیلې په توګه د امریکا متحدو ایالتونو په ضد وکاروي او امریکا بیا له همدې وېرې په دې هڅه کې ده چې له چین او روسیې سره ګډ تفاهم ته ورسېږي . که دا کار وشي، نو د طالبانو زوال لا یقیني کېږي، ځکه پاکستان دا مهال له داسې داخلي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی چې په خلاص مټ د طالبانو مالي ملاتړ نشي کولی.

له بل لوري په دې وروستیو شپږ اوو میاشتو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په وسله والو طالبانو داسې مرګوني بریدونه کړي او داسې درانه تلفات یې ور اړولي دي چې د دوی ملا یې ور ماته کړې ده. له همدې امله وسله وال طالبان دا مهال په دې هڅه کې دي چې ژر تر ژره له امریکا سره د سولې ودرول شوي مذاکرات بیا پیل او پر دوی د جنګ او عملیاتو فشار کم کړي.

له بل لوري د وسله والو طالبانو د رهبرۍ اصلیت هم کرار کرار د دوی د جنګ د لیکې طالبانو ته په ډاګه کېږي او هغوی اوس دې نتیجې ته رسېدلي دي چې د دوی مشران جنګ د کوم ارزښت او وجیبې نه، بلکې د یو ماموریت او خپلو شخصي ګټو په موخه کوي. دا او دېته ورته نور مسایل د دې لامل شوي دي چې وسله وال طالبان خپله روحیه له لاسه ورکړي.