د ښاغلي غني کامیابه دوره

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر
په افغانستان کې د ښاغلي ولسمشر غني پنځه کلنه دوره که د امکاناتو، شرایطو او فرصتونو له پلوه وسنجول شي، نو د کرزي تر دورې په مراتبو ښه او بریالۍ وه.  د کرزي په وخت کې هم د جنګ مسوولیت د بهرنیانو په غاړه وو او هم له افغانستان سره په میلیاردونو مرستې کېدې، مګر د ښاغلي کرزي په وخت کې بهرني عسکر وتلي وو
، د جنګ ټول مسوولیت د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په غاړه وو او ترڅنګ یې نړیوالې مرستې هم په پام وړ توګه راکمې شوې وې او تر ټولو بده لا دا چې جنګ شدت وموند، دښمن لا وحشي شو، ملکي وګړي او تاسیسات یې تر بریدونو لاندې ونیوه، مګر د دې باوجود د وړاندې او مخته تګ اجازه ورنه کړل شوه، ولسمشر غني په سختو شیبو کې هم د افغانستان زیربنا او انکشاف او هم یې پر وطن تحمیل شوی جنګ په ښه توګه مدیریت او د سولې لپاره زمینه برابره کړه.
له بلې هرې دورې نه دا دوره د افغانانو په ګټه وه په دې دوره کې د هر یو افغان حق او عزت خوندي وو او ښاغلي غني هم غوښتل چې خپله پنځه کلنه دوره داسې  ختمه کړي. چې په راتلونکې تاریخ کې هم یادونه وشي او د راتلونکو ولسمشرانو لپاره یو درس واوسي. تر څو هغوی هم دې ته تشويق شي چې د خپل هیواد او ملت لپاره کار وکړي نه د ځان لپاره. په هره برخه کې د ښاغلي غني طرحې، برنامې او پروګرامونه د راتلونکو ولسمشرانو لپاه ښه سرمشق کېدای شي.
د ښاغلي غني په دې پنځه کلنه دوره کې چې کوم کارونه وشول په تېرو څلوېښتو کلونو کې هم دومره کارونه او پرمختګ نه و شوی. دا د افغانانو لپاره یو داسې چانس وو چې بیا به ورته په لاس ورنشي. ځکه چې بل به بیا د ښاغلي غني په شان صادقه او وطن دوسته ولسمشر نه وي چې هغه هم هیواد ته کار وکړي او هم ملت ته. چې سبا یې هیوادوال او نړۍ وال هم ښه یاد کړي.
ښاغلي غني افغانستان له سیمې او نړۍ سره وصل کړ. او د سیمې مالونه به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان له لارې نورو هیوادونو ته انتقال شي او همداسې به دوام ولري. چې له همدې لارې هم افغانستان کولی شي چې زیاتې پیسې لاسته راوړي. او بله ګټه به یې دا وي چې د هغو هیوادونو مالونه چې د افغانستان له لارې نورو هیوادونو ته ځي. هغوی به هغو زورواکو ته اجازه ورنکړي چې په افغانستان کې ګډوډي رامنځته کړي. او که چېرته بیا یې داسې غوښتل نو د افغانانو تر څنګ به نړۍ وال هم د هغوی پر وړاندې جنګېږي تر څو یې مات کړي. ځکه چې هغوی د افغانستان له لارې خپل مالونه نورو هیوادونو ته په اسانۍ او په ارزانه بیې سره صادرولی شي. نو بیادوی  څنګه نور  پرېږي چې افغانستان وران کړي.
که خدای کول افغانستان به د ښاغلي غني د کړنو، لاسته راوړنو او پرمختګونو او ملي او سیمه ییزه پروژو له برکته همداسې پرمخ ځي او د پرمختګ په لور به چټک خو پاخه ګامونه واخلي.