طالبان له زور او غروره لوېدلي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
خیال محمد بړېڅ
د طالبانو د وروستیو بریدونو او جنایتونو له امله خصوصا د هغه برید په خاطر چې د کابل په شش درک کې یې ترسره کړ او په هغه کې یو امریکایی تبعه هم ووژل شو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د افغان سولې مذاکرات له مينځه یووړل
.
له دې سره وسله وال طالبان چې د فتحې خوبونه یې لیدلي او د واک ترلاسه کولو ته یې شیبې شمېرلې وې او د کبر او غرور په غرونو پراته وو، بېرته ځمکې ته راښکته شول. دوی فکر کاوه چې هر څه د دوی په لاس کې دي، افغانستان، سیمه او نړۍ ټوله دوی ته احتیاجه ده او په ټوله نړۍ د دوی راج چلېږي، مګر دوی حتی په دې هم نه پوهېدل چې د بړبوکۍ باد ته ورته دي چې د باد په زور اسمان ته ختلي او چې باد ودرېږي، نو بېرته په ډېران درالوېږي.
کله چې طالبان خپل ځان نه پېژني، خپل قوت او ضعف نشي محاسبه کولای، نو دوی به روان ضعیت څخه تحلیل کړای شي او له همدې امله له طالبانو څخه له تېرو اتلسو کالو راهیسې د وسیلې او وسلې په توګه استفاده کېږي او د ملت او ولس په خلاف کارول کېږي.
دا مهال وسله وال طالبان په دې هڅه کې دي چې چې په هر قېمت وي، باید د سولې مذاکرات بېرته پیل شي، ځکه په دې وروستیو کې په دوی باندی فشار سخت زیات شوی، نه یوازې جنګیالي بلکې مشران یې وژل شوي دي او دوی فکر کوي که دا جنګ همداسې ادامه ولري، نو تر دې زیات او درانه تلفات به وویني. دا مهال هم د طالبانو غرور مات شوی او هم له زوره لوېدلي دي.
د سولې لپاره زمینه برابره وه او لا هم برابره ده، مګر وسله وال طالبان د خپلو بهرنیو بادارانو او پلویانو په خاطر چندان سولې ته زړه نه ښه کوي، که دوی واقعا د سولې پلویان وي، نو دوی په ډېره اسانۍ د جنګ اوسنۍ فشار کمولی شي. وسله وال طالبان دې سراسري اوربند وکړي، مذاکره کوونکی پلاوی دې وټاکي او د هیواد په داخل کې دې له افغان دولت سره د سولې مذاکرات وکړي، نو باور دی چې له دې سره به هم جنګ ودرېږي، هم به مذاکرات نتیجه ورکړي او هم به ولس ورڅخه خوشاله وي، مګر که دوی د بندو دروازو ترشا له بهرنیانو سره د سولې په نامه ناستې او ملاقاتونه کوي دا به د وخت له ضیاع پرته د دوی لپاره بله هیڅ لاسته راوړنه ونه لري.