طالبان دې له پاکستانه خپله لمن ورټوله کړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
خیال محمد سهار
په دې کې شک نشته چې وسله وال طالبان به خپل مجبوریتونه لري، مګر دا په دې هم نه شي توجیه کېدلای چې دوی دې د همدغو مجبوریتونو په اساس په افغانستان کې ترور، وحشت، ظلم او جنګ ته ادامه ورکړي، ځکه د جنګ اصلي قربانیان عام افغانان دي، نوره باید د افغان وینه بنده شي، افغان باید د پردیو د ګټو قرباني نه شي او نه هم د دوی په برخلیک د دریمګړو له لوري معامله وشي
.
طالب که چېرته په واقعیت سره  سوله کول غواړي، لومړۍ باید له پاکستان حکومت سره خپلې اړيکې پرې کړي، ځکه ټول افغانان له کومې استثنا پرته پاکستان ته د ښمن په سترګه ګوري، په افغانستان کې چې له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې کوم ناورین روان دی په دې کې د پاکستان مهم او مستقیم لاس نه شي ردېدلی. په دې خاطر د پاکستان له مقاماتو او استخباراتو سره د طالبانو پټې او نامشروع او ناتعریف شوې اړیکې هیڅ افغان ته د منلو وړ نه دي او تر هغو چې طالب دا اړیکې له منځه یونسي، نه به ورباندې رحم وشي او نه هم د رحم وړ دی.
که چېرته وسله وال طالبان او د دوی مشران له پاکستان حکومت سره خپل روابط ختم نکړي نو دوی هېڅکله هم نشي کولی چې له افغان حکومت سره سوله وکړي، ځکه چې طالب مستقیما د پاکستان له ولکې لاندې دی او پاکستان هیڅ وخت نه غواړي چې افغانستان ارام، باثباته، هوسا او پرمختللی وي، نو دا د افغانستان د ثبات، هوساینې او پرمختګ تقاضا ده چې باید یا طالب وځپل شي او یا هم له پاکستان او نورو تروریستي ډلو او ګروپونو سره قطع رابطه وکړي. اوس انتخاب د طالب په لاس کې دی چې خپله نابودي او بربادي غواړي او که د هیواد ابادي او پرمختګ؟