وکیلان ملامت شول

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مطیع الله سحر
زموږ له زړورو  امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه یو هم جنرال خوشحال سادت دی چې تل یې د هیواد په امنیت او د دښمن پر وړاندې مقاومت کړی.  دا یې دنده ده چې خپله وظیفه په سمه توګه ادا کړي او د هیواد هر فرد ته په یوه سترګه وګوري. ملي پولیسو چې د څرخي پله ګمرک سره د وکيلانو موټرونه درولي وو او له هغو څخه یې د شيشو تور پلاستیکونه توږل ، په دې وخت کې د وکيل ساتونکو عسکرو ته لټونه ووهل، خو عسکرو سمدستي هغوی ولچک کړل
.
د همدغې پېښې په تړاو په نیمه شپه کې په پارلمان کې د وکيلانو تر مینځ عاجله غونډه جوړه شوه چې یوشمېر وکیلانو غوښتنه وه چې ښاغلی خوشحال سعادت دې له دندې ګوښه شي. خوشحال سعادت چې د هیواد د امنیت لپاره هر څه کولی شي ان له خپله سره هم ورته تېر دی، خو د پارلمان وکيلان دي چې نه غواړي په هیواد کې داسې زړور عسکر واوسي ځکه چې هغه وخت دوی بيا نشي کولی چې له هیواد او ولس سره خیانت وکړي، ځکه د دوی د هرې ناروا مخه نیول کېږي.
دښمن مو هره ورځ په هیواد کې سل رقمه ورانکاریانې تر سره کوي، ولس ته مو ازار رسوي، او د هیواد بچې مو راشهیدانوي. خو یوه ورځ همدغو وکیلانو داسې عاجله غونډه تر سره نکړه چې پرې پرېکړه وکړي چې باید لاس سره یو کړو او د دښمن پر وړاندې وجنګېږو. خو چې د هیواد عسکر غواړي د وکيل او د نور عام ولس بچي په یوه ارامه فضا کې ژوند وکړي، نو تر ټولو لومړی د پارلمان وکیل د ملي پولیسو د دغه قانوني اقدام پر وړاندې خنډ کېږي.
د پولیسو دنده  د افغانستان په اساسي قانون او د پولیسو په قانون کې واضح ده چې څه باید وکړي. خو دا چې دوی خپله دنده په صداقت او ريښتينولي سره تر سره کوي او بیا د دې لامل شي چې اخېر له دندې هم لرې شي. دا خو هېڅ د منلو خبره نده. وکيلان دې خپلو دندو ته متوجه شي داسې عاجلې ناستې دې د هیواد د امنیت او ابادۍ لپاره تر سره کړي نه د یو وطن پرست شخصيت د لرې کېدو په خاطر.
وکیلان چې ځانونه برحقه ګڼي، وایي چې خوشال سعادت دې استعفی وکړي، مګر عام ولس د وکيلانو په ضد راپورته شوی او وایي چې وکیلان ملامت دي او دوی دې له جنرال خوشحال سعادت څخه بښنه وغواړي او هغه ته  دې د زړورتیا مډال ورکړل شي چې په دې وروستیو کې یې د دښمنانو، تروریستانو، جنایتکارو او مافیا د ځپلو ترڅنګ ملي پولیسو ته حیثیت او عالي مورال ورکړی دی.