ښاغلی غني به پاکستان ته کاري سفر ولري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

د افغانستان ولسمشر غني به په نږدې راتلونکي کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه پلازمېنې اسلام اباد ته سفر وکړي. ښاغلي غني د خپلې واکمنۍ په لومړيو کې پاکستان ته سفر وکړي. دا د ښاغلي غني دریم سفر دی، په لومړي سفر کې ورسره پاکستان حکومت د همکارۍ ډېرې ژمنې کړې وې، مګر چې پوره یې نه کړې، نو ښاغلی غني هم مخ ځنې واړاوه.

پر پاکستان یې تکیه ونه کړه او د هیواد لپاره یې له نورو هیوادونو څخه مرسته وغوښتله چې هغوی هم د مرستې درېغه ونه کړه څه یې چې تر وس پوره وه هغه یې تر سره کړل.

ښاغلی غني داځل غواړي چې پاکستان هیواد ته یو داسې سفر وکړي چې په هغه کې د هیواد لپاره لاسته راوړنې ولري او بېرته تش لاس هیواد ته راستون نشي، ځکه چې پاکستان زیاتې وعدې تر سره کړي او په عمل کې یې  بیا هیڅ هم نه دي کړي. دا ځل د ښاغلي غني غوښتنه دا ده چې هغه وعدې دوی تر سره کړي دي او عملي اقدام وکړي. ځکه چې د پاکستان له دروغو وعدو نور افغان حکومت ستړی شوی دی. او نور یې د زغم وس هم نه لري.

پاکستان  له افغان حکومت سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، د تاوترخوالي کمول او د بين الافغاني خبرو په پیلولو کې همکاري د مرستې ژمنه کړې وه چې باید دا هر څه یې تر سره کړي وای، خو دوی پر خپله ژمنه ونه درېدل او له دې هر څه یې سر غړونه کوله. خو دوی په دې نه پوهېدل چې د دې ټولو ژمنو پوښتنه به له مونږه کوي او له مونږه به یې عملي اقدام غواړي.

پاکستان ته دا پته نه وه چې ښاغلی غني د نورو ولسمشرانو په څېر نه دی. څه چې وايي په هغه کې جدي وي. او ښاغلی غني له خپل هیواد  سره له خپل ځانه هم زیاته مینه لري. دی د هیواد لپاره خپل ځان او مال په خطر کې ورکوي، خو وطن ته خدمت کوي. ځکه خو ورځ تر بلې یې ملاتړي زیاتېږي او کمېږي نه. لکه څنګه چې ښاغلي ويلي و چې د هیواد لپاره به د نړۍ زیاتو هیوادونو ته خپل سفرونه وکړم او د هیواد لپاره به له هغوی څخه مرسته وغواړم تر څو خپل هیواد پرې اباد کړم.

 

پاکستان باید دا درک کړي چې ولسمشر غني، افغان حکومت او ولس د تشریفاتي مسئلو په اړه فکر نه کوي او نه هم خپل وخت پرې ضایع کوي. پاکستان باید عمل وکړي. افغان حکومت څو څو وارې له پاکستانه غوښتي چې څه مو له وسه پوره نه وي، نو د دروغو وعدي له مونږه سره مه کوئ. افغان ولس له پاکستانه ځکه ناهېلی شوی دی چې تر ننه یې کومې وعدې کړي یوه یې هم په عمل کې ثابته کړې نه ده، ځکه خو افغانان ترې ناهيلي شوي دي. د ښاغلي غني دا سفر به تشريفاتي نه، بلکې یو کاری سفر وي او داسې یو سفر چې له پاکستانه به پر کړو ژمنو د عمل غوښتنه وکړي.