وکیلان دې د قوانینو او سرتېرو درناوی نه هېروي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدبشیر یوسفزوی
کله چې په افغانستان کې پارلمانې انتخابات ترسره کېدل نو په هر کلې ، جومات او نورو عامه ځایونو کې ډېرو مشرانو غونډې ونیولې او ټولو ځوانانو او مېرمنو ته یې سپارښتنه کوله چې باید داسې یو شخص ته رایه ورکړي چې په هیواد کې د شته بې عدالتۍ او بې قانونیو پر وړاندې ودرېږي ، زموږ غږ تر یو ځایه ورسوي او ستونزو ته مو د پای ټکی کېږدي .
د ولسي جرګې نوماندانو هم په خپلو شعارونو کې همدا خبره کوله چې دوی به بې عدالتي، بې قانوني او زورواکي ختموي.
ملت ډېر کوښښ وکړ او هغه شخص ته یې رایه ورکړه چې ولس ته معلوم وو او د خیر ښېګڼې شخص به یې باله خو ملت له دې ناخبره وو چې زموږ په پارلمان کې له بعضو غړو ډېر ژر فرعونیان جوړېږي او له قانون څخه ځان لوړ ګڼي .
په افغانستان کې ډېر سخت ، ملي او حساس پړاونه تیر شول خو د پارلمان غړي یوه ورځ هم په کومه ملي پروسه باندې د شپې پر دولس بجو راټول نه شول خو د شپې پر دولس بجو کې د پارلمان د غونډې رابلل ، له خپلو غیر قانونې کړنو دفاع کول او امنیتي ځواکونه تهدیدول دا ټول هغه موارد دی چې په افغانستان کې د شته قوانینو ضد او خلاف عمل ده او ولس ته په هیڅ وجه د منلو وړ نده.
مافیایې وکیلان چې نن سبا یې ټولې نامشروع غوښتنې، د تورو ښیښو موټرې ، غیر مسئوله وسله وال او د ځانمرګو د لیږد رالیږد کاروبار مخه نیول شوي غوښتنه لري چې جنرال دې استعفا‌ء ورکړي.
نن چې یو پولیس کې دومره جرات پیدا شو چې د ولسي جرګې غړې دروی هغه ته د تورو ښیښو د پاکولو وایې دا د افغان ولس لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده .
د ولسې جرګې غړي د دې وطن او ولس د ژغورنې لپاره یوه ورځ هم بیړنۍ ناسته ونه کړه ، خو نن یې چې د غلا ، قاچاق او مافیایي کارونو مخه نیول کېږی نو خوشحال سادت خاین شوه او باید استعفاء ورکړي . وکیلان دې پخوانۍ دورې او خوبونه هېر کړي. په لومړي قدم کې دې قانون او په دویم کې دې د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته درناوی وکړي چې هره لحظه د دې وطن لپاره سختۍ ګالي او قرباني ورکوي.
وکیلان دې هغه قوانین چې د نورو لپاره یې جوړوي لومړی پر خپل ځان تطبیق کړي او که داسې ونه کړي نو د همدغو قوانینو په رڼا کې به امنیتي او دفاعي ځواکونه د دوی پر وړاندې اقدام وکړي او قوانین به په زور پرې تطبیق کړي.