دافغان امنیتي ځواکونوتوانایي او وطن پرستي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 اېمل پیاوړی

 

زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو ان په همغه ورځ خپله وطن پالنه او توانایي ټولو ته په ثبات ورسوله، چې یو شمېر ځوانان له نامعلومې وېرې او د برخلیک له ابهام څخه له وطن څخه د وتلو او تېښتې په هڅه کې وو، مګر زموږ همدغو اتلو او زړورو ځواکونو په ډېر قوت او عالي مورال خپل کورونه پرېښودل،

د وطن د دفاع او ساتنې په خاطر یې هر ډول خطر په ځان ومانه او په لوړ سر او خپله خوښه د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې ورګډ او د هیواد د دفاع سنګرونو ته ولاړل.

په همغه ورځ ټول ملت ته ثابته شوه چې زموږ مېړني ځواکونه نه یوازې وطن پرست دي، بلکې دوی زړور هم دي او د جنګ او د وطن د دفاع فوق العاده توانايي هم لري، ځکه همدوی وو چې د بین المللي مجهزو ځواکونو خلا یې ډکه کړه، د هغوی ځای یې ونیوه او د افغانستان د بې رحمه دښمن په توګه نه یوازې د سپر په توګه ودرېدل، بلکې دښمن یې مات کړ او له نابودۍ سره یې مخ کړ.

دا زموږ خپل امنیتي او دفاعي ځواکونه هم په رهبري کې قرار لري او هم په جنګ کې قرار لري، هر څه د دوی په ولکه کې دي، بهرني ځواکونه یوازې دوی ته روزنه او مشورې ورکوي. هغوی په تخنیکي برخه کې همکاري کوي او نړیوالو هم دا منلې چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو محاربوي وړتیا فوق العاده ښه شوې ده  دا هره ورځ چې د هیواد په بېلابېلو سیمو او برخو کې د دښمن پر وړاندې ځمکني او هوایي عملیات  ترسره کېږي او په هغو کې دښمن ته زیات تلفات اوړي، دا په خپله افغانان رهبري کوي.

 

هغوی چې لا هم فکر کوي او یا په لوی لاس د دغو اوازو او تبلیغاتو په خپرولو سره عامه اذهان ګډوډوي چې ګواکې لا هم د جنګ مدیریت د بهرنیانو په لاس کې دی او یا که بهرنیان ووځي، نو وسله وال طالبان به د جنګ له لارې هر څه له منځه یوسي، دا یوازې او یوازې د دښمن تبلیغات دي. د دوی دا تبلیغات ځکه بې اغېزې دي چې زموږ هیوادوال په ښارونو، ولایتونو او هرځای کې ویني چې قرباني زموږ ځواکونه ورکوي، مبارزه او دفاع دوی کوي او بهرنیان په هیڅ ځای کې هم وجود او حضور نه لري، خصوصاً د جنګ پرمهال.

هغوی چې دغسې ناسمې او غرضي محاسبې کوي، مهرباني دې وکړي باید له خپلو څوکیو ولټېږي، حرکت وکړي او حقایق وارزي؛ دا هغه عملیات دي چې خپله افغانان یې رهبري کوي؛ د افغانستان امنیتي ځواکونو خپله توانایي، وطن پرستي، رهبریت او مدیریت ثابت کړی او له همدې امله ټول افغانان د دوی په مېړانه او سرښندنو ویاړي.

نن سبا چې د سولې کوم بحث کېږي دا هم زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولۍ له برکته دی او دوی دېته زمنیه برابره کړې او دښمن یې په مخامخ جنګ کې مات کړی دی او له دغې ماتې وروسته دښمن سولې ته مخه کړې، خو لا یې هم د سولې اصلي ادرس ته مراجعه نه ده کړې، پرځای د دې چې ولس او حکومت ته مراجعه وکړي، امریکا، روسیې او نورو بهرنیانو سره ناحقه د سولې د مذاکراتو په نامه خپل وخت ضایع کوي، ځکه د سولې صلاحیت له ملت او افغان دولت سره دی.