امنیتي او دفاعي ځواکونه یې مستحق دي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
د ولسمشریزو ټاکنو له تېرېدو وروسته جمهوررئیس غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته پاملرنه زیاته کړې ده، ځکه د رایو ورکولو ورځې په را سبا یې په شهید سردار محمد داوود خان روغتون کې د ښځینه سرتېرو او د امنیتي  او دفاعي ځواکونو د کورنیو د درملنې په موخه په یاد روغتون کې نسايي او ولادي کلینیک پرانیست.
د دغه کلینیک د پرانیستلو موخه دا وه چې ښځینه سرتېرو او د وسله وال پوځ د منسوبینو کورنیو ته له یوې خوا ښه درملنه برابره شي او له بل لوري دوی په خوندي او مطمین ځای کې وي.
د دغه ولادي او نسايي کلینیک له پرانیستې دوه ورځې ورځې وروسته جمهوررئیس غني په افشارو کې د ملي امنیت کمپلکس ته ولاړ او هلته یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د درملنې په موخه د زړه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده. په دغه روغتون کې د وسله وال پوځ هغه سرتېري او د دوی د کورنۍ غړي چې د زړه ناروغۍ ولري درملنه کېږي.
په راسبا یې په ارګ کې په چهار چنار ماڼۍ کې بله غونډه جوړه شوه. د دغې غونډې پرمهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ولسمشر غني له لوري یو زر اپارتمانونه ووېشل شول. ترڅو د دوی کورنۍ هم د سرپناه لرونکې شي او هم یې امنیت خوندي شي.
له دغه روغتون پسې جوخت په بل سبا په ارګ کې یوه غونډه جوړه شوه او د غونډې اصلي موخه دا وه چې څنګه د ملي دفاع وزارت په خریداریو کې شفافیت او سپما رامنځته او د منابعو د ضایع کېدو او حیف او میل کېدو مخه ونیول شي.
نو په دې اساس ویلی شو چې په دې وروستیو کې جمهوررئیس غني د هیواد ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته پاملرنه زیاته کړې ده او دوی له دې څخه د لا زیاتې پاملرنې مستحق دي، ځکه چې دوی په ډېرو سختو شرایطو کې د تروریزم او د افغانستان د دښمنانو په وړاندې په ډېره مېړانه جنګېږي. دوی له خپل سر او ژوند څخه تېر دي، مګر د خپلو خلکو لپاره ارام او هوسا ژوند غواړي.
جمهوررئیس غني له لومړي سره زموږ د دغو ویاړلو اتلانو د سرښندنو او مبارزو ارزښت درک کړی دی او د خپل حکومت له لومړیو څخه یې دوی ته پاملرنه زیاته کړې ده او په همدې خاطر په تېرو پنځو کالو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو له هر اړخیز پلوه ښه بدلون او پرمختګ کړی دی.