د دښمن ماتې او نهیلي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

 

ولسمشر غني په یو وخت کې هم جنګ مدیریت کوي او هم د افغانستان د زیربنا، اقتصادي ودې او انکشاف په برخه کې پام وړ کارونه او پروژې په ښه توګه مدیریت کوي او له دې امله په وروستیو پنځو کالو کې افغانستان په حرکت کې دی. دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې جنګ شدت وموند، د دې هڅه وشوه او حتی مخالفینو د دې تمه لرله او یا تمه ورکړل شوې وه چې دوی به حتما فتحې ته رسېږي او دولت به خدای مکړه سقوط کوي

.

له همدې امله وسله والو طالبانو او د دوی بهرنیو ملاتړو د افغانستان د اساسي قانون د له منځه وړلو، د افغانستان د مشروع دولت د ځپلو او د افغانستان د خلکو له ارادې څخه د سترګو پټولو لپاره کوښښ وکړ.

پاکستان وسله والو طالبانو ته د دې نقشه ورکړې وه، چې دوی باید د جنګ د شدت له لارې د افغانستان جغرافیه په دوه برخو ووېشي، په دې مانا چې څو ولایتونه باید د حکومت له کنټرول څخه وباسي او تر خپلې ولکې لاندې یې راولي، هلته دوی خپل حضور اعلان کړي او نړیوالې ټولنې ته دا وښیي چې دوی په افغانستان کې حضور او واکداري لري او په دې ډول زیات امتیاز او په حکومت او اقتدار کې سهم ترلاسه کړي.

د وسله والو طالبانو او پاکستان په ګومان دې کار دوه ګټې لرلې، یو خو به طالبانو په افغانستان کې فزیکي حضور موندلی وای، له پټنځایونو او غارونو به راوتلي وای او دا کار به د دوی د قوت په مانا وای، بله ګټه به یې دا وه چې د پاکستان له ښارونو څخه به دوی افغانستان ته انتقال شوي وای او له دې سره به پاکستان د افغانستان او نړیوالې ټولنې له انتقاد څخه ځان ته برائت ورکړی وای او دا کار ځکه دوی شونی ګاڼه چې دوی فکر کاوه د ولسمشر غني تازه دمی حکومت به په څو میاشتو کې رانسکور کړي او یا که نسکور هم نشي، نو د دوی پر وړاندې د جنګ او مقاومت تاب نشي رلرلی، مګر د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مبارزې او سرښندنو له برکته دوی د افغانستان د سیاسي جغرافیې په وېش کې له ناکامېدو سره مخ شول او شومې هیلې یې له خاورې سره خاورې شوې.

وسله والو طالبانو، تروریستي ډلو او د دوی بهرنیو ملاتړو په دوه جلا نظامونو، د افغانستان پرضد داسې نقشه پلان او ترتیب کړې وه چې غوښتل یې د جنګ او زور له لارې یې عملي کړي او د همدې لپاره یې له داسې خشونت څخه چې نړۍ یې دمخه بېلګه نه وه لیدلې او نوی یې تجربه کړ، کار واخیست، چې موږ په هغه بریالي شو.

مګر وسله وال طالبان، تروریستي ډلې او د دوی بهرني ملاتړي بایددا درک کړي چې افغانستان ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري، په دغه اوږد او له ویاړونو ډک تاریخ کې افغانانو د نړۍ د هیڅ زبرځواک پر وړاندې د تسلیمۍ سر نه دی ښکته کړی او نه هم په دې توانېډلي چې دا وطن د ځمکې له نقشې څخه لیرې کړي، دا ځمکه به د خپلو غیرتي بچیانو او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مبارزو او زور له برکته تر پایه وي.

موږ نه یوازې له خپل هېواده دفاع کوو، بلکې هره ورځ د وینې او قربانۍ په ورکولو سره موږ همدارنګه د یو موثر، ټول شمول او ډیموکراتیک دولت جوړولو لپاره د یوې اجماع د رامنځته کولو په حال کې یوواو په دې برخه کې تر ډېره بریالي شوي هم یوو.