د ولسمشریزو ټاکنو پراخ او نړیوال هرکلی وشو

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ګلرحمن رحماني
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې له دوه ځله ځنډ او د مهالوېش له تغیر ګڼو ناندریو او نهیلیو وروسته بالاخره د میزان په ۶ مه نېټه په داسې حال کې ترسره شوې چې د افغان حکومت مخالفینو اخطارونه ورکړي و چې موږ به د هیواد د ولسمشریزو ټاکنو د ګډوډولو لپاره د ټاکنو په سایټونو پراخ بریدونه وکړو،
خو د ولس په همکارۍ او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د امنیت په ټینګولو د طالبانو دا دسیسه شنډه  شوه او د هیواد په ډېرو سیمو کې انتخابات ترسره شول .
نړیوال په دې نظر وو چې په افغانستان کې به دا ځل ولسمشریزۍ ټاکنې ترسره نه شي، ځکه د دولت مخالفینو افغان ولس او حکومت ته په پراخه پیمانه د ټاکنو په ځایونو د بریدونو د ترسره کولو ګواښونه کړی وو خو ولس د طالبانو ګواښونو ته ونه کتل او په پراخه پیمانه یې د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړه .
په افغانستان کې د اروپایې ټولنې مشر په خپل وخت د جمهوری ریاست د ټاکنو د ترسره کیدو او په دغه بهیر کې د خلکو د ګډون له امله خوښي وښوده او وې ویل چې د اروپایې ټولنې لپاره هدف تل روښانه ده موږ په د نورو هیوادونو په څیر د سولې د پروسې ، ټاکنو او د افغانستان لپاره د ملي پروسو د تطبیق په برخه کې له افغان حکومت سره همکار یو .
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي یا یوناما له لوری په خپره شوی خبر پاڼه کې افغانانو ته د دغی ورځی د مبارکې تر څنګ ویلی ډیر د خوښی ځای ده چې په داسی یو هیواد کې چې جګړی په کې تل زور اخیستی خو بیا هم افغانانو د دلت د مخالفینو ګواښونو ته ونه کتل ، د انتخاباتو مرکزونو ته لاړل او د خپلې خوښې وړ نوماند ته یې رایه ورکړه .
د اروپایې ټولنې او د ملګرو ملتونو تر څنګ د یو شمیر هیوادونو سفارتونو لکه د امریکا سفارت ، په افغانستان کې د ناټو منشی او په افغانستان کې د پاکستان سفارت افغانانو ته د مبارکې تر څنګ ویلې چې افغانان په زړورتیا د تهدیدونو په اوج کې له کورونو ووتل او د خپل ډیموکراټیک حق د تر لاسه کولو لپاره یې د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړه . دا واقعا د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني لپاره لویه لاسته راوړنه ده چې د ستونزو او سختو شرایطو باوجود یې په بریالي ډول ولسمشریزې تاکنې ترسره کړې.