طالبان له ولس سره مواجه دي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
اېمل پیاوړی
سوله نه یوازې د افغانانو، بلکې د سیمې غوښتنه ده، په همدې خاطر د هیواد په لر او بر کې هر یو د سولې غږ اوچتوي او په دې اړه خپله د زړه خبره چې باعزته او تلپاتې سوله ده په وضاحت او جرئت سره کوي. د سولې د مذاکراتو لپاره پر طرحو اجماع ده، سولې باندې منطقوي اجماع تر ډېره جوړه شوې ده، د جنګ په هکله منطقوي اجماع نشته، د پخوا برعکس د سیمې هېوادونو راسره ژمنه کړې ده
چې د سولې لپاره راسره همکاري وکړي، موږ نه غوښتل چې منطقه د افغانستان په جنګ کې دخیله شي.
ولسمشر غني وایي، څلور کاله پخوا د شانګهای کنفرانس غړو هېوادونو د افغانستان د وضعیت په هکله اندېښنې درلودې هغه اندېښنې مو رفع کړې، اوس وضعیت بدل شوی دی، تاسې ولیدل تېره میاشت د شانګهای کنفرانس ټولو غړو هېوادونو په اتفاق سره د افغانستان له سولې ملاتړ وکړ او د همکارۍ ډاډ یې راکړ، د افغانستان په هکله د شانګهای کنفرانس دا ګام بې سابقې و.
نوموړی زیاتوي، پس له اوربنده فضا بدله شوه، کله چې چمن حضوري ته د هلمند د سولې کاروان ته ورغلم او د اوربند د تمدید غوښتنه یې وکړه، ما همالته ځای په ځای د دوی غوښتنه ومنله او د سولې کاروان ته زموږ ريښتینولي، استقلال او د حکومت نیت او اراده ثابته شوه. ټولو ته معلومه شوه چې بل څوک موږ ته سوله نشي راوستی، یوازې افغانان سوله، رفاه او امنیت راوستی شي.
اوس طالبان د ولس سره مواجه دي، د افغانستان له دیني علماوو سره مواجه دي، د اندونیزیا، پاکستان او د مکې و مدینې خطیبانو سره مواجه دي، د اسلامي نړۍ له علماوو سره مواجه دي، پر حکومت هم دغه فشار موجود وو، خو حکومت د یو مسوول حکومت په څېر د دغه فشار پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړ، اوس باید طالبان تصمیم ونیسي چې د سولې په خاطر له دومره فشارونو سره څه ډول برخورد کوي.