د پردیو په لمسون او سپۍ تمو د ارګ عظمت مه کموئ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

 

په دې وروستیو کې له بده مرغه د حاجي حبیب په نوم یو کس په نامسووله، غیر دقیقو، هوایي او عقده یي څرګندونو سره چې معلومدار د نورو له لوري لمسول شوی او یا سپۍ تمه ورکړل شوې، د ارګ د عظمت پر وړاندې نهایت لویه ګستاخي وکړه.

ارګ د افغانستان د عظیم ملت کور دی او د دې کور عظمت ته درناوی د ټولو مکلفیت دی او هر څوک چې د دغه عظمت پر وړاندې د حاجي حبیب غوندې سپکاوی کوي، نو باید په جدي ډول ورڅخه څېړنې وشي او د خپل دغه ناوړه عمل په سزا ورسول شي.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې دغسې تورونه او تهمتونه بسته کېږي، مګر دا لومړی ځل دی چې د د ارګ د عظمت پر وړاندې دغومره لویه ګستاخي کېږي، تر دې وړاندې ان د غازي امان الله خان په وخت کې بېلابېلې اوازې خورې شوې او دا تصادفي نه وې، بلکې د بهرنیانو او دښمنانو د پلان او دسیسو برخه وې او بلاخره یې د همدغو تبلیغاتو او دسیسو په پایله کې د سقاو زوی ته د دې زمینه برابره کړه چې بلوا وکړي او د غازي امان الله خان حکومت را نسکور کړي او هیواد د بدبختۍ کندې ته ور تېل وهي.

دا ځل کورني او بهرني دښمنان بیا د نظام او ولسمشر غني د بدنامولو دغه ناوړې هڅې، پلانونه او دسیسې تکراروي، مګر دا ولس هغه د سلو کالو مخکېنی ولس نه دی چې د دښمن په دغسې څرګندونو او تبلیغاتو احساساتي شي، وسله او کوتک را واخلي او خپل نظام را چپه کړي. اوس ولس ویښ دی، ولس هوښیار دی، ولس بیدار دی ، ولس هر څه په دقت ویني او څاري او ولس پوهېږي چې د دښمنانو توطیې او دسیسې یوازې او یوازې د دې لپاره دي چې افغانان بیا بې نظامه، بې دولته او بې حکومته شي او لکه د ګور چینجي په خپلو کې سره اخته شي.

ولس نه یوازې د حاجي حبیب په څرګندونو، تورونو او تهمتونو نه را پارېږي، بلکې د ولس هیله، غوښتنه او ټینګار همدادی چې حاجي حبیب ته باید د خپل دغه بدرنګه عمل سزا او جزا ورکړل شي او هغه باید په قانوني توګه مجازات شي. ولس په کرار نه کېني، ولس په ټینګه له ولسمشر او حکومت او عدلي او قضایي ارګانونو څخه دا هیله او غوښتنه لري چې په دې برخه کې باید له نوموړي څخه اسناد، شواهد او سپیناوی وغوښتل شي او که چېرې نوموړی د سندونو او شواهدو په برخه کې پاتې راغی، نو باید داسې جزا ورکړل شي، چې نه یوازې د ده ،بلکې د ټولو لپاره عبرت شي او بیا هیڅوک هم دېته زړه ښه نه کړي چې د ولس د حیثیت او عظمت پر وړاندې دغسې د بې ادبۍ او سپکاوی ګام پورته کړي.

که څه هم څارنوالۍ حاجي حبیب د سپیناوي لپاره ورغوښتی دی، مګر د دې باوجود هم ولس ټینګار کوي چې دا موضوع باید نهایت جدي ونیول شي او په دې برخه کې د هیچا مراعت، نفوذ او لاسوهنه ورته د منلو وړ نه ده او نه هم باید حاجي حبیب ته برائت ورکړل شي.