مشکوک موارد وڅارئ او وپوښتئ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

غلام جیلاني ځواب

څه موده وړاندې زرمت ولسوالۍ ته د ملي اردو د یو سرتېري جنازې ته ورغلی وم. دا ځوان په پکتیکا کې ډیورنډ کرښې ته ورڅېرمه د هیواد دښمنانو په شهادت رسولی و. په را سبایي چېرې بېرته راتلم، نو په زرمت بازار کې مې یوه دوه سېټه ډاټسن ولیده. موټر اطرافي معلومېده ځکه چې دوړې ورباندې پرتې وې.

شاته باډۍ یې له اوړو، غوړیو او نورو خوراکي توکو امبار وه، راسره ملګري ته مې چې د زرمت بازار کې دوکان لري وویل، د دوی خوارکي هم لکه چې څوک وفات شوي او د خیرات سودا یې کړې.

هغه راته وکتل مسک شو، ویل سخت ساده یې؟

ما ویل ولې؟

ویل تاته هر سورږیری ملا شاګل ښکاري. ته تازه له جنازې راغلی یې ، نو اوس چې هر څه وینې مړی او خیرات درته ښکاري. بیا لږ رانږدې شو، شاوخوا یې وکتل او په غلني انداز یې راته کړه، دا موټر هره ورځ له دې ځایه چلېږي. د غره د خلکو (طالبانو) اکمالات کوي.

ما ویل، عجیبه ده، هغوی ته هر څه له دې ځایه ورځي؟

په خندا یې راغبرګه کړه، ویل، نو څه له اسمانه ورته راشي، یا ماران دي خاورې خوري. خود له همدې ځایه ورځي.

ما ویل، نو تاسو همداسې ورته ګورئ؟

ویل، نو څه وکړو، زړه دې دی چې ځان په بدۍ ورسره ککړ کړو.

ما ویل، نا. بدي دې ورکه شي، خو مسوولینو ته ووایئ چې تعقیب یې کړي او مخه یې ونیسي.

ویل، په چا باور نشته، که دې مسوولینو ته وویل، نو اول خو دې طالبانو ته ورښیي او که هغوی ته دې ور ونه ښیي، نو د دغه موټر او موټروان پرځای تا بندي کوي.

ما ویل داسې نشي کېدای. دادی ته یې ګوره چې اوس څه کېږي؟ موبایل مې راوېست ۱۹۱۹ ته مې زنګ وکړ. ادرس مې ورکړ او زه لا هملته ناست وم چې د ملي امنیت موټر راغی، له ډاټسنې تاوو شول، په ډرېور یې سترګې او لاس وتړل او له ځانه سره یې یووړ.

بیا مې دوکاندار ته وویل، ودې لیدل، نه په بدۍ ککړ شوم او نه کومه بله بده راپېښه شوه، مګر هغه ده د طالبامانو د اکمالاتو مخه مې ونیوه. نو که همداسې تاسې هم همکاري وکړي، نو د دې هرڅه مخه په اسانۍ نیول کېدای شي. مهمه داده چې هم همکار واوسئ او هم په خپلو ځواکونو باور وکړئ. څه مو چې لیدل سترګې مه ورباندې پټوئ، بلکې تعقیب یې کړئ او وې پوښتئ، که د پوښتنې جرئت یې نه لرئ، مسوولین ور خبر کړئ.