د درې ګونو قواوو پر همغږۍ د ولسمشر ټینګار

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدبشیر یوسفزوی
دولت هم کټ مټ د نغري په څېر درې پښې لري. مقننه قوه، اجرائیه قوه ا وقضایه قوه د دولت درې پښې دي او په راس کې یې ولسمشر قرار لري. ولسمشر د ولس په خوښه او رایو ټاکل کېږي. د مقننه قوې زیاته برخه هم د ولس په مستقیمو رایو ټاکل کېږي، یوازې د مشرانو جرګې یو څه استازي ولسمشر په انتصابي توګه ټاکي او همدارنګه قضائیه قوه د ولسمشر له لوري ټاکل کېږي،
مګر په چارو کې بشپړ استقلال لري. اوس نو که دولت یو ماشین ته ورته وبولو، نو دغه درې قوې د دې ماشین هغه مهمې پرزې دي چې ماشین په حرکت راولي، مګر د دغه حرکت لپاره د دې درې واړو قواوو تر منځ همغږي او همکاري حتمي ده.
ولسمشر غني د درې ګونو قواوو د رئیس په توګه تل د دوی په ګډه همغږۍ او همکارۍ ټینګار کړی او د دې لپاره یې په ارګ کې له دوی سره مشورتي ناستې جوړې کړي دي او په واضح یې ورته ویلي دي چې درې واړه قواوې ورته یو ډول ارزښت لري او ټولو ته په یوه سترګه ګوري، ځکه هره قوه پر خپل خپل ځای ارزښت لري او دغه هره قوه د بلې او په مجموع کې درې واړه بیا د دولت بشپړونکې دي، ولسمشر غني سږکال د پارلمان په پرانیسته کې چې اولسمه دوره یې وه په خپله وینا کې د دوی په همغږۍ زیات ټينګار وکړ او دا مهال چې افغانستان په یو نازک پړاو کې قرار لري، د درې ګونو قواو همغږۍ ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا لري.
مقننه قوا چې غړي یې د ولس استازي دي، نو له دې امله اجرائیه قوه د قانون مطابق مقننې قوې ته ځواب ویونکې او حساب ورکوونکې ده. د دولت کابینه باید د پارلمان غړو ته حساب ورکړي، ځکه د پآرلمان غړي د ولس استازي دي او لازمه ده چې د ولس په نامه د څارنې حق او وجیبه ادا کړي. په یو اغېزمن دولت کې اجرایي قوه پّ دوامداره توګه مقننه قوې ته حساب ورکوي او دا معلومات د ډله ییزو رسنیو په وسیله ولس ته رسېږي چې پر بنیاد یې د پارلمان غړي د اجرایي قوې له چارواکو څخه پوښټنې کوي او که چېرې د پوښتنوځواب د قناعت وړ نه وي، نو اجرایي قوې د مجازاتو د اصل په بنیاد خپل وړاندیزونه مقننه قوې ته وړاندې کوي او بېرته د خپلو اجرااتو پّ اړه راپور ورکوي، خو که پّ قانون کې ستونزې موجودې وي، نو مقننه قوه قانون بدلوي او یا د تعدیل په اساس پېچلتیاوې لیرې کوي او که د اجرایي قوې چارواکي ستونزې لري، نو هغوی خپلې ستونزې حل کوي.
په اغېزمنه دولتدارۍ کې د تعادل او توازن اصل ته ډېره پامرنه کېږي. د سترې محکمې او قضائیه قوې استقلال ساتل د دې اصل ډېر مهم رکن دی، ځکه اغېزمن دولت د قانون د حاکمیت پر بنسټ ولاړ وي، نو ځکه په دولت باندې د قانون تعبیر او تطبیق د قانونمندۍ پّ حلاظ په خپله ډېر لوی څارونکی دی. څومره چې درې ګونې قواوې سره همکارې او همغږه وي، نو همغومره یې د چارو موثریت هم زیات وي.