ډاکټر غني ! هیواد لا هم درته اړتیا لري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالکریم مرام
سره له دې چې په تېرو پنځو کالو کې ولسمشر غني ډېر زیات کوښښ او تمرکز وکړ چې هیواد له روان ستونزمن وضعیت او جنګي بحران څخه وباسي، مګر د دې باوجود لا هم له بده مرغه د څلوېښت کلن بحران له امله هیواد په هره برخه کې د ښاغلي غني طرحو، برنامو، اقداماتو او هلو ځلو ته اړتیا لري
او دا په نو اوس په ولس او موږ او تاسې پورې اړه لري چې په راتلونکو برخلیک ټاکونکو او د هیواد د بقا تضمینونکو ولسمشریزو ټاکنو کې په خپلو ارزښتناکو او شفافو رایو باید د جلالتماب ولسمشر ملاتړ وکړو، غوڅ ملاتړ، ځکه ترڅو بیا د حکومت په داخل کې د احرائیه ریاست په نوم د جمهوررئیس غني د اصلاحاتو او اقداماتو او تصامیمو پر وړاندې خنډونه او مزاحمتونه ایجاد نشي او ولسمشر غني وکولای شي، په راتلونکو پنځو کالو کې د هیواد د پرمختګ، سوکالۍ او د هیوادوالو د هوساینې لپاره خپلې ملي او اقتصادي برنامې په ښه توګه تطبیق کړي.
د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې مونږ د هغه چا ملاتړ کوو چې په کور دننه له پامیره تر زرنجه له حیرتانو تر غلام خانه د یو پرمختللي او یو موټي افغانستان هیله او د عملي کېدو لپاره له ځان سره پلان او برنامې لري. داسې برنامې چې له برکته به یې هیواد له ټولو اوسنیو ستونزو څخه ووځي، ځکه ولسمشر غني دا پوهه، وړتیا او تجربه لري چې بین المللي لیدلوري په ملي لیدلوري بدل او بیا د خپل هیواد او خلکو لپاره ورڅخه په موثره توګه استفاده وکړي.
پر هیواد او ولس  مئین او روښانه  مشران او د د افغانستان وروڼه قومونه له هر ډول تبعیض او توپیر پرته په یو غږ د ولسمشر غني د ټاکنیز ټیم ملاتړ کوي او په دې کې د ټول افغانستان، واحد افغانستان، سرلوړي او پرمختللي افغانستان روښانه راتلونکی ویني. دغه وروڼه قومونه تر بل هر وخت هم ویښ او هوښیار دي، هم خپل رول او د خپلې رایې ارزښت او هم د خپل هیواد ستونزې درک کوي.
دوی د خپلو رایو لپاره معیار لري. معیار یې واضع او عالي دی. د دوی د رایې معیار فرد او شخص نه، بلکې افغانستان دی. احمدزي قوم په ولسمشریزو ټاکنو کې د خپلو رایو لپاره همغه نوماند وړ بولي چې هم ملي  او بین المللي پوهه او شناخت ولري، هم ملي فکر او ګټورې برنامې ولري. هم ټول افغانستان باندې باور ولري او د احمدزیو د رایو وړتیا ولسمشر غني په اسانۍ ځکه پوره کولای شي، چې هغه وایي افغانستان مې وجود دی، چې افغانستان نه وي زه دې نه وم، له افغانستان سره لېونۍ مینه لرم او زه په خپل لوی کور افغانستان کې څلور دېرش کورګي یا زړونه لرم، ځکه د افغانستان هر ولایت زما کوراو زړه دی چې هره لحظه یې د ابادۍ او ثبات لپاره فکر او هڅې کوم، نو احمدزي به خپلو دغو معیارونو ته ژمن وي او د همدغو معیارونو په اساس په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ښاغلي ډاکټر صاحب غني غوڅ ملاتړ کوي.