۱۹۱۹ او ۱۰۰۱ د ځان او ژوند ژغورلوشمېرې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالکریم مرام
ملي امنیت د هیواد د لیدونکو سترګو او د ویښ ذهن مثال لري او دوی شپه اوورځ د خپلو هیوادوالو د خوندیتوب په فکر کې وي او په همدې خاطر یې ۱۹۱۹ او ۱۰۰۱ شمېرې عامو خلکو ته اعلان کړې دي
.
د دغو شمېرو د اعلان تر ټولو لویه موخه د جرمونو مخنیوی او د خلکو ساتنه او هوساینه ده، مګر دا اوس د خلکو دنده او وجیبه ده چې له خپلو دغو اتلانو سره په اړیکه کې اوسي. په لومړي قدم کې دا شمېرې باید ولایت په ولایت، ولسوالي په ولسوالي، کلي په کلي او حتی کور په کور او فرد په فرد ټولو ته ورسول شي او ترڅنګ یې ورته وویل شي چې په خپل ولایت، ښار، بازار، لویه لار، جومات، ښوونځي، کلي، محله او هر چېرې مو چې مشکوک څوک لیده او فکر کوئ چې ښایي کوم ورانی او تخریب وکړي، نو سملاسي له همدغو شمېرو سره په اړیکه کې شي.
د دې لپاره تر ټولو نږدې مسوولینو سره تماس ونیسئ. د دغو شمېرو ښېګڼه داده چې ستاسو د امنیت په خاطر ستاسو هویت پټ او خوندي ساتل کېږي او تر پایه پورې هیچاته نه معلومېږي چې دا خبر او اطلاع چا ورکړې ده. دویم ښه والی یې دادی چې ستاسو محل ته تر ټولو نږدې مسوولین سملاسي همغه ځای ته چې تاسو یې ور ښیئ ځان رسوي او هلته د یادو کسانو تشخیص کوي. که چېرې هغوی ورانکاري، تروریستان او مجرمین وي، نیسي یې او د قانون منګولو ته یې سپاري، که چېرې هغوی بې ګناه مشکوک خلک وي نو له تشخیص او پلټنې وروسته یې خوشې کوي.
نو په دې خاطر دا د ټولو دنده او مسوولیت دی چې هم د ځان د خوندیتوب، هم د خپلو نورو هیوادوالو د خوندیتوب لپاره تل له امنیتي مسوولینو سره همکار واوسي او د مجرمینو او تروریستانو پر وړاندې دې یوه ثانیه او شیبه هم غفلت او ځنډ نه کوي او له دغو شمېرو سره دې باقاعده په تماس کې وي. ترڅو د مجرمینو او تروریستانو په زړونو کې دا وېره ځای ونیسي او داسې وګڼي چې په هیڅ ځای کې نه خوندي دي او نه هم څوک ورته د تروریستي بریدونو او جنایتونو د ترسره کولو اجازه ورکوي، نو باور دی چې هر څه به په اسانۍ مهار او د جرمونو، جنایتونو، بریدونو، ناامنیو او نورو ټولو ناخوالو ګراف به ورسره په اتومات ډول راټیټ شي او په دې ډول به خلک د ارامۍ او ډاډ په فضا کې خپل ورځني ژوند ته ادامه ورکړي.