ولس یې پېژنې خو دوی ځان نه پېژني

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


صمیم ترکی 


هغه دولتونه چې ټولې منفورې سیاسي څېرې ورته یو طرف ته شي، بریالي او رښتیني دولتونه ځکه ورته ویل کېږي، چې دوی په هېواد کې شته ټولې منفورې څېرې یې له سیاسته ګوښه او د ولس له سره ښکته کړې وي.

د افغانستان دولت هم یو له هغو دولتونو څخه دی، چې په تېرو څو کلونو کې یې ټول هغه سیاسیون ګوښه کړل، چې د ولس تر ګټو خپلې ګټې ورته مهمې وې. په اوسنیو نوماندانو کې ډېر یې د هېواد انزوا ته بیولو د کاروان میران و. د یوې داسې کړنې بېلګه یې له موږ سره نشته چې په هغه کې دې د دوی سرښندنه یا حد اقل پاک نیت او د ولس ګټه وي. اوس پوښتنه دا ده چې دوی په کوم حق اوس لا د هېواد په چارو کې لاسوهنه کوي؟ د دوی له دې کارونو څخه موخه څه ده؟ ولې لنډمهاله حکومت غواړي او قانون تر پښو لاندې کوي؟ 
که مو پام کړی وي، دا نوماندان چې د مخالفت خبره کوي، له یوازې له غني سره نه، بلکې له ټول نظام سره د مخالفت خبره کوي. په دې کې له امنیتي ځواکونو سره مخالفت، د هېواد له قضایه او مقننه قوې سره مخالفت او په ټوله کې له اساسي قانون سره مخالفت شامل دی. زه نه پوهېږم چې خدای مه کړه که دوی واک ته ورسېږې څنګه دولت به رامنځته کوي؟ لکه عباس ستانیکزی اردو به منحل کړي؟ د طالب ډله به پر داعش بدله کړي؟ که به افغانستان پر دوو برخو خراسان او افغانستان ووېشي؟ که کوم بل څه؟  د دوی له کړنو څخه دا معلومېږي، چې دوی اصلا ټاکنیزه سیالي نه کوي دوی له دې لارې غواړې د بهرنیانو په مرسته د هېواد چارې ګډې وډې کړي
لطیف پدرام د خپل ولایت په ټاکنو کې ناکام شو؛ نو دا به کومه معجزه وي، چې دی به جمهوري ریاست ته رسوي؟ اتمر، نبیل، مسعود... دوی تاسو په هغه جرګه کې ولیدل چې د هېواد برخلیک په هکله پکې پرېکړه کېده؟ که دوی د ولس رښتیني غم خواره وای؛ لویه جرګه چې د همدې ملت جرګه وه، نه به یې تحریموله. تر پرونه خو دا خلک د طالب سرسخت دښمنان و؛ خو کله چې طالب د عمران خان په خوله د غني د ګوښه کېدو او اردو د منحل خبره وکړه، همدا ټول یې ملګري نه شول؟ په قطرکې یې ورسره د همدې سرتېرو او دولت پر ضد ناسته و نه کړه، چې د دوی امنیت ساتي؟ له دې خبرو څخه یې نیت ښه او واضح څرګندېږي. دا نیت یې پټ هم نه دی؛ بلکې ولس ته ورڅرګند دی. ملامتوم یې ځکه نه، چې له دوی څخه یې اکثرا په غلا، لویو پروژو او غصب کې ښکېل دي. غني پرې تېر څو کاله سل کاله کړل؛ نو له را روانې دورې به یې نه وېرېږي؟ 
د دوی هیله یوازې په هېواد کې سیاسي او هر اړخیزه ګډوډي ده. پر دې ښه پوهېږي، چې نه یې ولس ملا ورتړي نه غني د دوی بهرنیو ملاتړو ته په هېواد کې د فعالیت اجازه ورکوي. اوس به خود هم اساسي قانون، هم نظام او هم سرتېرو ته په سپکه سترګه ګوري او په یوه نه یوه لاره به یې د راپرېوتلو هڅه کوي. د دوی په  نیت یو بل ځای هم شک دی، هغه متل دی چې؛ د سپو کور په کور بدي ده، خو ملنګ ته سره یو خوا دي. د دوی په نیت ځکه شک ښکاري چې که رښتیا په ټاکنو کې د بریا هیله لري، خو باید دوی په خپل منځ کې هم رقیبان وي. د خندا خبره خو دا ده، چې دوی ټول پر دې پست درېځ ځانونه د غني رقیبان بولي. دا چې تر منځ یې رقابت نشته ښکاره خبره ده، چې د دوی موخه ټاکنیزه مبارزه نه، بلکې د هېواد او دولت د وضیعت ګډوډي ده
د نور پرېکړو په څېر کله چې سترې محکمې د اساسي قانون ۶۱مې مادې ته په کتو د ولسمشر د واک موده تر راتلونکو ټاکنو تمدید کړه دوی د لنډمهالي حکومت چیغې پیل کړې. په داسې حال کې چې په دې ماده کې واضېح لیکل شوي دي؛ ولسمشر به تر ټاکنو یعنې راتلونکي بریالي ولسمشر تر اعلان وروسته دنده پای ته رسوي؛ خو دوی وايي؛ داسې نه ده. موږ ته دې دا پروسه راپرېږدي، چې یو ځل بیا سره پرې کابل ړنګ کړو. که دوی قانون ته رښتیا ژمن او رښتیا غواړي د دې هېواد ټاکنو ته رښتيني نوماندان وي، بیا ولې اوس لا ملت ته دا ښيي چې موږ د دې قانون پلي کولو ته نه، بلکې تر پښو لاندې کولو ته نوماندان یو

  که دوی ته بیا یو ځل د پخوانیو تنظیمونو په څېر موقع په لاس ورغله بیا به د دوی مزې وي. د کابل په خیرخانه مېنه کې به یوه خوا د پدرام لنډه غر ودانۍ ړنګوي او بله خوا به یې د مسعود لنډه غر د خلکو سرونه وهي. په دهمزنګ کې به ملا ګلبدین واکمن وي او د کمپنۍ په سیمه کې به نبیل له خلکو باج اخلي. ارګ به بیا یتیم او له پوځ نه پاتې مال به په پاکستان د کباړ په بیه خرڅ کړي
نه. دا خوب دې نور هېڅکله نه ګوري ولس هوښیار شوی دی. دا ولس اوس د امان غوندې سړی له هېواده نه شړي؛ بلکې د باغي غلو پر وړاندې یې ملا ورتړي. د دوی خوبونه به هېڅکله نه شي رښتیا. اوس دې ملت ته د اساسي قانون او د نظام له لاسه ورکول داسې دي، لکه کورونه چې یې ړنګېږي. ملامت هم نه دي، د نظام نشتون یې په سترګو لیدلی تور سرې یې پکې بې عزته او کورونه یې پکې ړنګ شوي دي. ولس اوس د غلو نه، بلکې د غلو د سرسخت ضد او محکمه کوونکي غني ملاتړی دی. افغانستان اوس نظام او سرتېري لري. په داسې خواره سترګه ور ته  کتل هم تېروتنه او هم حماقت دی.