د ډاکټر عبدالله تېر پنځه کلونه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
ډاکټر عبدالله عبدالله د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د اعلان پرمهال چې خپله ناکامۍ ونشوه زغملی، نو د ټاکنو بهیر یې ټکنی کړ او د ده د اعتراضونو له امله څو میاشتې د ټاکنو پایلې وځنډېدې چې په دې سره د نظام حیثیت او د ټاکنو نظام ته سخت زیان واوښت. د خلکو د رایو درناوی ونشو او په دې ډول د دوی اعتماد پر دغه ولسواکه پروسه کم شو
.
حتی دا ځل هم دا وېره موجوده ده چې ممکن ډاکټر عبدالله عبدالله بیا د ټاکنو د پایلو له منلو انکار وکړي او د ټاکنو پایلو اعلان ټکنی او ځنډنی کړي، مګر دا ځل دې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ له نوماندانو څخه لیکلی سند واخلي چې د پایلو اعلان ته درناوی ولري او وې مني.
ډاکټر عبدالله عبدالله په تېرو پنځو کالو کې له حکومت سره د همکارۍ پرځای د حکومت پر وړاندې خنډونه ایجاد کړل، د ځینو ملي او موثرو شخصیتونو د مقرریو مخالفت یې وکړ او د هغوی د پر وخت مقررۍ مخه یې ډب کړه، چې ښه بېلګه یې د هیواد لوی څارنوال فرید حمیدي او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون د رئیس د مقرریو پر وړاندې د ډاکټر عبدالله عبدالله مخالفت او بې ځایه مقاومت وو.
د دې ترڅنګ ډاکټر عبدالله وخت پر وخت د تدارکاتو ملي کمېسیون باندې هم نیوکې کړي او همدارنګه یې د برېښنایي تذکرو د وېش لړۍ وننګوله او تر څو میاشتو پورې یې وځنډوله. د سولې مشورتي لویه جرګه کې هم ډاکټر عبدالله  عبدالله ګډون ونه کړ او هغه یې کمپایني وبلله.
همدارنګه ډاکتر عبدالله عبدالله په خپل سهم کې داسې والیان او وزیران معرفي او مقرر کړل چې د ګټې پرځای یې نظام او افغانستان ته تاوان درلود، ځکه دوی نه ملي فکر درلود، نه یې اهلیت، مسلکي او کاري پوهه او هیواد او خلکو ته د خدمت روحیه لرله، دوی له پیله تر پایه د خپلو شخصي ګټو په فکر کې وو او په دې ډول د ډاکټر عبدالله عبدالله له امله حکومت زیات پرمختګ ونشو کړای. ترټولو بده لا دا چې د ډاکټر عبدالله عبدالله موجودیت د نظام مشروعیت له سوال سره مخ کړ او په غیر قانوني توګه د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر په منځګړتوب یې د اجرائیه ریاست پست ترلاسه کړ او تر پایه پورې په دغه پوسټ د ناسور ټپ او سرطان په توګه پر نظام، حکومت او افغانستان تحمیل شو، مګر دا ځل باید د افغانستان ولس ویښ او بیدار واوسي او د ډاکټر عبدالله عبدالله د حذفولو لپاره په غوڅ ملاتړ د ولسمشر غني ملاتړ وکړي او په دې ډول په لوی تفاوت د ولسمشر غني د بریا او د ډاکټر عبدالله د ناکامۍ زمینه برابره کړي، تر څو ولسمشر غني په راتلونکو پنځو کالو کې له کوم سرخوږي او مزاحمت پرته خپلې ملي برنامې تطبیق کړي.