زموږ مېړنیو ځواکونو بیا اتلواله وکړه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

 

د افغانستان دښمنانو پرون یو ځل بیا وحشت وکړ، ځکه د روژې مبارکې میاشت کې یې په پلازمېنه کابل کې د نوي ښار په سیمه کې پر کاونټرپارټ ملکي دفتر چې خلکو ته خدمات وړاندې کوي تروریستي برید وکړ. بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د یاد دفتر په دروازه کې چاودنه ورکړه او له چاودنې وروسته پنځه بریدګر ودانۍ ته ننوتل.

د پېښې نوعیت او وحشت ته په کتو دا وېره او اندېښنه موجوده وه چې ممکن یو بشري ناورین را منځته شي او د تلفاتو شمېر لوړ شي، خو زموږ اتلو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په همغو لومړیو شیبو کې د پېښې ځای ته ځان ورساوه، سیمه یې کلابنده کړه، هلته ایسار هیوادوال او کارکوونکي یې په خوندي ډول د پېښې له ځای څخه وېستل او بیا یې پر بریدګرو مرګوني بریدونه وکړل. زموږ د زړورو سرتېرو د مېړانې او مسلکي چلند له برکته د زیاتو تلفاتو د مخنیوي په موخه هم عملیات په ښه توګه ترسره شول، هم پنځه واړه بریدګر ووژل شول او هم د دښمن ناوړه پلان چې د وېرې او وحشت فضا رامنځته کول او د وینو بهول وو له خاورو سره خاورې شو.

دا لومړی ځل نه دی چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د دغه ډول تروریستي بریدونو د مهارولو او زیاتو تلفاتو د اوښتو د مخنیوي لپاره پر وخت اقدام کوي، بلکې دوی په مراتبو د دښمن دغه ډول بریدونه او پلانونه له خاورو سره خاورې کړي، ځکه څه موده وړاندې چې کله بریدګرو پر مخابراتو وزارت برید وکړ، نو زموږ ځواکونو په ډېره ښه توګه هم د وزارت د کارکوونکو ژوند وژغوره او هغوی یې له خوندي لارې د پېښې له ځای څخه وېستل او هم یې هلته ځای پر ځای شوي بریدګر یو په بل پسې ووژل.

دا هر څه د ولسمشر غني د ځانګړي پاملرنې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو او د امنیتي او دفاعي سکتور په رهبرۍ کې د تغیر او تبدیل له برکته دي، ځکه یو وخت داسې هم وو چې دښمن به پر کوم ځای برید وکړ، نو زموږ ځواکونو به په ساعتونو او ورځو د پېښې ځای ته ځانونه نشو رسولی او که به ورسېدل، نو پېښه یې د تلفاتوله مخنیوي پرته نشوه مهارولی او ځینې مهال به یې ان په ساعتونو دوام کاوه. دلیل یې دا وو چې هغه مهال له یوې خوا زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د تمویل او تجهیز له پلوه کمزوري وو او چندان توجه نه ورته کېدله او بل عمده دلیل یې دا وو چې فساد نهایت زیات وو او د فساد له امله د وسله والو ځواکونو روحیه نهایت کمزورې شوې وه.

ولسمشر غني خپل د اصلاحاتو پروګرام له ملي دفاع وزارت څخه پیل کړ او په بریالیتوب یې تطبیق کړ، په قراردادونو او ټولو برخو کې یې اصلاحات راوستل، سلسله مراتب مراعت شو، پر ضوابطو د روابطو حاکمیت له منځه ولاړ، په واسطه مقرر شوي جنرالان او صاحب منصبان تقاعد ته سوق شول، په رهبري کې تغیر راغی، ځوان او پر کارپوه کسان وګومارل شو او له دې امله زموږ ځواکونو یوه نوې روحیه واخیسته، داسې روحیه چې د سپر په توګه هر ځای د دښمن پر وړاندې ودرېږي، مبارزه کوي او تروریستي پېښې په ښه توګه مهاروي.