غني: طالبه! که افغان یې د افغان په وینه ودرېږه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
ولسمشر غني نن په دارالامان ماڼۍ کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ جوړو شویو مراسمو ته په یونا کې یو ځل بیا طالبان وننګول او وې ویل: "تاسې ولیدل چې عام ولس طالبانو ته په رسنیو کې پېغور ورکاوه، زه هم عامو افغانانو سره ځان شریک بولم او طالبانو ته وایم که د بهرنیو عسکرو د وتلو په هکله ستاسو ادعا رېښتیا وي، نو بیا ولي د استقلال ورځ ردوئ؟ کوم افغان د افغانستان استقلال ردوي؟ کوم افغان د افغانستان په استقلال باندې ویاړ نه کوي؟
"
نوموړي د خپلې وینا په یوه برخه کې طالبان داسې مخاطب کړل: "طالبه! که افغان یې د افغان په وینه ودرېږه، کنه موږ سره په دې خاوره کې شریک نه یې. موږ منلی یې چې باید سیاسي لارې د حل ته ورسېږو او سولې ته ورسېږو. اما ته انتخاب وکړه چې افغان یې یا د پردي د لاس وسیله.
د غچ اخیستو له ارادې سره په ولس کې خوځښت او حرکت راځي، موږ ټول په قوت سره کار کوو، موږ ټول بشپړ تعهد لرو او اراده لرو او تصمیم نیسو چې د ولسواکۍ دغه حرکت به د تروریزم په ضد، په یو ملي خوځښت بدلېږي. "
نوموړي له ولس څخه وغوښتل چې د مشکولو او تروریستي فعالیتونو د لیدلو پرمهال مسوولینو ته خبر ورکړي: "له ټول ولس څخه غواړم که ستاسو په کور، کلي، ناحیه، ګذر د کار په محیط او اداره کې د داعشي افکارو عناصر موجود وي، نو افشا یې کړئ. د افشا کولو یوه ملي پروسه باید پيل شي او په دغه پروسه کې د امنیتي او کشفي ارګانونو تعلل او غفلت د منلو نه دی. د افشاګرۍ هره قضیه باید جدي تعقیب او عاجل اقدام وشي."
د ښاغلي غني په وینا د دې وخت را رسېدلی دی چې ولس د تروریستانو او ورانکارو پر ضد راپاڅېږي او خپلو تورو او وسلو ته لاس کړي: "همان‌طوری که غازی امان‌الله خان در روز اعلان استقلال کشور، شمشیرش را از نیام بیرون کرد و نیام را بشکست، حالا زمان آن رسیده است تا در صدمین سال‌روز استراداد استقلال کشور، ملت شمشیرش را علیه هیولای تروریزم بیرون کند و علیه آن مبارزه نماید."
نوموړي ملت ته په خطاب کې وویل: "ګورئ!
دښمن غواړي زموږ ملي بیرغ تور کړي، موږ د خپل درې رنګه بیرغ او ملي سمبول د استحکام څخه په پوره قوت دفاع کوو.
من امروز یکجا با ملت به گلیم غم نشسته‌ایم، با جدیت تعهد می‌کنم که داعش و تروریستان را ریشه‌کن می‌نماییم و حامیان آنان را همین‌گونه به گلیم غم می‌نشانیم. "
ښاغلي غني ولس ته په خطاب کې وویل: "د افغانستان قهرمان ولسه!
تېرو کلونو کې د طالبانو او د مختلفو تروریستي ډلو اکثریت مشران د ډيورنډ کرښې په شرقي او جنوبي څنډو کې وژل شوي دي. دا زموږ ادعا ثابتوي چې د جنګ منشا او ځالې د ډیورنډ کرښې هاغه خواته دي.
زه د ډيورنډ کرښې د هاغه غاړې ولسونه چې ډېر بشرپاله او سوله غوښتونکي انسانان دي، خو په عین زمان کې د جنګ او تروریزم قربانیان او یرغمل دي، په دوی غږ کوم!
په دوی غږ کوم چې، د هر میکانیزم له لارې چې دوی کولای شي په سیمه کې د تاوتریخوالي د تولید مرکزونه، ادرسونه او د روزنې مرکزونه په نښه کړي او ټولې نړۍ ته یې افشا کړي، ترڅو زمونږ له دغې برحقه داعېی ټوله نړۍ خبره شي."
د ښاغلي غني په وینا نړیواله ټولنه باید د دغه ډول بریدونو او وحشتونو پر وړاندې غلې پاتې نشي او په دې برخه کې باید د افغانستان حکومت او خلکو سره همکاري وکړي: "جامعه جهانی نباید در مقابل این‌گونه اعمال وحشیانه و ضد بشریت خاموشی اختیار کند، بلکه آنان باید بخاطر ردیابی لانه‌های تروریستان و محکوم‌‌کردن اعمال آنان، در کنار افغان‌ها بایستند.
زمونږ جنګ د بشریت د دښمنانو سره جنګ دی، دا باید ټولې نړۍ ته واضح شي چې، افغان ولس یوازې د خپل استقلال څخه دفاع نه کوي، بلکې د ټول بشریت له بقا څخه دفاع کوي. "