د تاریخ نیمګړی څپرکی په بشپړېدو دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
غازي امان الله خان د هیواد له ابادۍ سره بې کچې مینه لرله او غوښتل یې چې ډېر ژر افغانستان د پرمختللو هیوادونو په کتار کې ودروي او په همدې خاطر یې په هره برخه کې اقدامات وکړل او زده کړې ته یې پاملرنه زیاته کړه. د غازي امان الله خان د ځانګړې پاملرنې له برکته لومړۍ جوپه افغان زده کوونکي اروپا ته د تحصیل لپاره واستول شول
او همدارنګه د ښوونځیو کمیت او کیفیت دواړو ته پام وشو، خو درېغه چې د هغه دغه ارمانونه نیمګړي پاتې شول.
ولسمشر محمد اشرف غني چې کله واک ترلاسه کړ، نو له ژمنو او لومړیتوبونو څخه یې یو دا وو چې دغه ناتمام فصل تمام کړي. له همدې امله له امان الله خان سره خاص مینه لري او تر بل هر افغان ولسمشر او یا پاچا څخه ډیر د غازی امان الله خان نوم اخیستی او هغه د افغانستان د استقلال او ازادی په لاره کې د ملی اتل او قهرمان په نومونو او په ښو صفاتو سره یاد کړی .
ولسمشر غنی ځکه هر وخت د غازی امان الله نوم یادوی چې له یوی خوا ځوانان خپل تیر شوی ملی ریښتینی قهرمانان او اتلات وپیژنی او له بلی خوا په ځوانانو کې د وطن دوستی حس راژوندی شی تر څو اینده کې د غازی امان الله خان لار تعقیب کړی .
د غازی امان الله خان او غنی تر منځ ځینی هغه ټکې چې دواړه مشرانو خپلی موخی ګرځولی وی یوه له هغو څخه دا وه چې باید افغانستان له روان بحران څخه وباسو ځکه غازی امان الله خان ازادی غوښتنه او غنی سوله غواړی پدی معنی چې د دواړو هڅه د افغانستان پر بدلولو راټوله وه .
بله ګډه بیلګه یې دا ده چې دواړه مشرانو د ښځو د دریځ په اړه یو شان نظرونه درلودل ځکه د غازی امان الله خان په دولت کې چې د هغه میرمن (ملکه ثریا) کوم ځای او مقام درلوده اوس یې د ولسمشر غنی میرمن (رولا غنی) لری ځکه د دواړو مشرانو میرمنی خپل دفتر لري چې په ډیرو سیاسی او ټولنیزو پروګرامونو کې د خپلو میړونو (خاوند) تر څنګ راڅرګندیږی .
د ځینو تاریخی مشرانو له قوله چې تل یې یادوی غازی امان الله خان د افغانستان اقتصاد او په سمه توګه د کانونو را ایستلو ته ډیره لویه اندیښنه وه چې دا اندیښنه یې نیمګړی خو ولسمشر غنی د افغانستان اقتصاد او په سمه او قانونی توګه د کانونو استخراج ته لمړیتوب ورکړی .
د دواړو تر منځ بله ډیره مهم او ګډ ټکی دا وه چې افغانستان د قومونو او قبیلو ګډو کور دی هر څوک چې د افغانستان ملی هویت ولری هغه افغان ده ځکه افغانستان د قبیلو کور ده ، محمد اشرف غنی هم کله چې د افغانستان ولسمشر شوه نو یو څه موده وروسته یې ځینی اشخاص راټول کړل او هغو ته یې وړاندیز وکړ چې زه اوس د افغانستان ولسمشر یم د احمدزیو مشر نه یم باید له ځان څخه د احمدزی تخلص لری کړم چې پدغه کار سره ډیر هیوادوال خوښ شول .
امان الله خان په خپله لس کلنه واکمنی کې ځان د افغانستان په تاریخ کې د نوښتګر او د ازادی اتل پاچا په نوم ثبت کړ او ولسمشر غنی په خپله پنځه کلنه دوره کې ځان په افغانستان کې د سرتاسری سولی ارمانجن او اقتصادی نوښتګر په نوم ثبت کړ .