له جرګې او ټاکنو داتمر وېره

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبداللطیف یاد

 

ځینې کسانو چې لا هم خپل ظرفیت او رېښه نه ده پېژندلې، مګر ولسمشرۍ ته یې ملا تړلې ده. یو له دغو کسانو څخه هم ښاغلی اتمر دی. نوموړی چې په واک کې و او د ملي امنیت سلاکار و، نو د هغه صلاحیت له مخې چې ولسمشر غني ورسپارلی و او همدارنګه د رسمي ماموریت له مخې یې هم په ولس کې نفوذ درلود او هم یې محبوبیت درلود.

نوموړي به هره ورځ له لسګونه او زرګونه کسانو سره لیدل، واک او قدرت ورسره و، مګر کرار یې داسې ګڼله چې دا هر څه د ده شخصي هنر او کمال دی، له همدې امله یې د دولت او ولسمشر غني د برنامې پرځای پر خپل ځان او شخصي مسایلو تمرکز وکړ. دولتي امکانات یې په شخصي ګټو ولګول. په ادارو او وزارتونو کې یې چې مقررۍ کولې، نو له دې زاویې وې چې په راتلونکو ټاکنو ورسره همکاري وکړ، لنډه دا کله چې ولسمشر غني د هغه په نیت او اراده پوه شو، نو سملاسي یې له دندې وشاړه.

ښاغلی اتمر عقده یي شو، له همدې امله یې ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړ او تر ډېره ورته ځان بریالی نوماند اېسېده، خو کرار کرار پوه شو، نو ولس ورسره نشته، ځکه چې ټول بدنام جنګسالاران او مفسدین ورباندې راټول شول او اتمر یې محاصره کړ. د هغه په چهار اطراف کې یو هم داسې کس نه لیدل کېږي چې حداقل د وطن ملي ګټو ته دې ژمن وي او یا دې حداقل ښه سابقه او ماضي ولري.

کله چې اتمر دا درک کړه چې په ولس کې رېښه او محبوبیت نه لري، نو کرار کرار یې د ټاکنو نرم مخالفت شروع کړ او د موقت او سرپرست حکومت موضوع یې را مخې ته کړه او په دې یې تر ډېره حده ټينګار وکړ، مګر کله چې پوه شو چې ولس یې د دې وړاندیز هرکلی ونه کړ او نه یې هم کومه قانوني مبنا لرله، نو بیا یې د سولې مشورتي لویې جرګې سره خپل پرېکون وښود.

په ټاکنو او جرګه کې چې تر بل هر چا د ولس او د هغوی د استازو رول غوښن وي، نو له همدې امله ښاغلی اتمر هم له جرګې او له ټاکنو سره جوړ نه دی،ځکه هغه پوهېږي چې د ولس عامه فکر او ذهنیت سره د ده غوښتنې په ټکر کې دي او ولس به یې نه یوازې هرکلی ونه کړي، بلکې ټینګ مخالفت به یې وکړي.

ولس دوه عمده غوښتنې لري او هغه ډېرې واضح دي، لومړۍ غوښتنه یې داده چې هغوی د خپل نظام، حکومت او ولسمشر ټینګ ملاتړي دي او دویمه داده چې دوی باعزته او تلپاتې سوله غواړي. د ولسمشر ملاتړي هم په دې دي چې هم د افرادو او اشخاصو پرځای د نظام د ټينګښت لپاره هلې ځلې کوي او دویم دا چې د سولې پیاوړې سیاسي اراده لري او په هر قېمت چې وي دې وطن ته سوله راولي.

ولس دا درک کړې چې ولسمشر غني شخصي اجنډاوې نه لري او نه هم په شخصي مسایلو تمرکز لري. هغه یوازې او یوازې د خپل وطن او ملي ګټو په فکر کې دی او شپه ، ورځ د دواړو د ښه والي لپاره هلې ځلې کوي.