دا میدان اخر هم غني ته ور پاتې دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
د ولسمشریزو ټاکنو میدان اخر هم ولسمشر غني ته ورپاتې دی او د دغه میدان ګټونکی به د خدای په فضل او د ولس په ملاتړ همدی وي. ځکه چې نوموړي په تېرو پنځو کالو کې په خپلو کړنو، لاسته راوړنو، خدمتونو او پرمختګونو سره د ولس زړه ترلاسه کړی، د ولس ملاتړ او باور یې خپل کړی او ټول دې نتیجې ته رسېدلي دي چې اوسنی په ستونزو کې ښکېل افغانستان لا هم ولسمشر غني ته اړتیا لري
او یوازې هغه کولای شي چې د جګړه ځپلي افغانستان دغه بېړۍ تر ساحل او منزل پورې ورسوي.
بل دلیل یې دادی چې غني هم جرئت لري، هم برنامه لري، هم فکر او پوهه لري، هم قاطعیت او درایت لري، هم اراده او انګېزه لري. هم د خدمت انرژي لري او موږ ولیدل چې په تېرو پنځو کالو کې یې هره ورځ له شپاړس څخه تر اتلس ساعتونو پورې مسلسل کار وکړ او فکر نه کوم چې بل څوک دې د دغومره منظم او مسلسل کار کولو وړتیا، انرژي او زغم ولري.
ډاکټر غني چې څومره روښانه او پراخه لید لري، نو همدومره د لوی او دروند مسوولیت منلو ته تیار دی. هغه وایي، "زموږ او ستاسو  بنیادي فکر باید دا وي چې موږ او تاسې له سل څخه تر زر کاله پورې مسوولیت لرو.  دې چوکاټ کې زه غواړم  یو چوکاټ د افغانستان وي، تحول به په کې دوامدار وي، اما په چوکاټ کې به داسې ثبات وي د بنسټونو له نظره چې هر نسل وکړای شي د تېر نسل په اوږو وچت شي، نه دا چې بېرته ولوېږي."
ډاکټر محمد اشرف غني وایي د ډاکټر نجیب په وروستي کال یې  وړاندوینه کړې وه چې یوه بلا به راځي او زموږ لاسونه راتړي. هغه وایي دغه بحران یې ښه سنجولی وو، خو د مودې په سنجولو کې یې تېروتلی وو. هغه زیاتوي، "ما ګومان کاوه چې دا موده به لږه وي. نو هلته زه دې پایلې ته ورسېدم چې زما دا علمي کار د افغانستان د بیاجوړولو لپاره په درد نه خوري، ځکه  فکري وو، عملي نه وو."
له ناکامه دولتو څخه بریالي دولتونه جوړولوکتاب که له یوې خوا ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی  په ۲۰۰۹ کال د نړۍ په سلو مفکرینو کې حساب کړ، نو بل لورته یې د دنیا فکري چوکاټ هم  بدل کړ، ځکه په عمومي توګه د دولت جوړونې په اړه داسې کتاب یا لیکنه نشته چې د نوموړي د لیکنو یادونه نه وي په کې او یا له دې فکر څخه متاثره شوې نه وي. همدارنګه د نړۍ په مهمو ورځپاڼو کې د نوموړي ګڼې لیکنې راغلي، د ترکیې او سوریې په اړه د نوموړي خپرې شوې لیکنې یې ښې بېلګې دي، چې بیا یې چوکاټ بدل کړ. "
ډاکټر غني یو فکر دی، یو تعهد دی او د ملت یو ضرورت دی، نو د هغه د بریا لپاره باید ټول لاسونه سره ورکړي او نوموړی د هیواد د ابادۍ او د ولس د سوکالۍ لپاره د بریا تر منزله ورسوي.