د سولې په برخه کې د ولسمشر دوه مهم ګامونه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

ولمسشر غني د تلپاتې او باعزته سولې لپاره دوه مهم ګامونه واخیستل چې یو د روغې جوړې رهبري شورا جوړول او بل د دوحې ناسته کې د ګډون کوونکي پلاوي ټاکل. د یکشنبی په ورځ په ارګ کی د افغان ولمسشر محمد اشرف غنی په مشرۍ د روغې جوړې او یا مصالحې عالي شورا لمړۍ غونډه وکړه

چې  د حکومتي استازو تر څنګ پخواني ولسمشر حامد کرزي ، فعالو میرمنو ، جهادي رهبرانو او هغو سیاسیونو په کې ګډون درلود چې د مسکو غونډې ته هم ورغلي و.

د دغې شورا د جوړېدو اصلي هدف دا دی چی د افغان حکومت په استازیتوب یوه قوي ډله له یو قوي ادرس څخه چې په راس کې یې حکومت قرار لري په قطر ناسته کې ګډون وکړي، نړیوالو او طالبانو ته معلومه شی چی افغان حکومت او افغان سیاسیون په ملي مسایلو کي واحد نظر لري. پخوا داسې ویل کېدل چې د افغان سیاسیونو او حکومت تر منځ اختلافات موجود دي او دغه اختلافات نه د افغانستان او نه هم د سولې پروسې په ګټه دي. د همدې لپاره حکومت لازمه وګڼله چی له طالبانو سره د سولې په هدف له یوه، قوي او جامع ادرسه خبرې وشي .

دا واقعاً د ټولو لپاره ډیر د خوښۍ ځای دی چې جهادي رهبران ، سیاسي ګوندونه ، مېرمنې او مدني فعالان تر یوه چتر لاندې راټول شوي او په ملي مسایلو کې نظریات سره شریکوي، تر څو د سولې لپاره خپل منځي اختلافات له منځه یوسي .

د قطر ناستې ته د مذاکراتو لپاره د استازو ټاکلو کې د ولسمشر غني تر ټولو لمړی شرط دا و چی باید داسی اشخاص د افغان حکومت په استازیتوب له طالبانو سره په قطر کی د خبرو لپاره وټاکل شی چی د نظام مخالف نه وي او هلته له طالبانو سره د افغان حکومت نظریات په سمه توګه شریک کړی .

دغه شورا کی پخوانی جهادی رهبر عبدالرب رسول سیاف ته دنده ورکړل شوه تر څو د افغان حکومت سرې کرښې وټاکي ، د افغان حکومت د سرو کرښو څخه یې مطلب د افغانستان د راتلونکی نظام ، د ښځو د حقونو او کار کولو د اجازی ، د اسلامی ارزښتونو په نظر کی نیولو سره د بیان ازادی او د ټاکنو مسله هغه موارد دی چی باید طالبان یې ومني .

دغی شورا له څو پرلپسی ناستو وروسته تصمیم ونیوه چی باید د حکومت په استازیتوب دغی غونډی ته د ۲۵۰ ګډونوالو یو لیست ترتیب کړي چې په دغه لیست کې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو استازي ، جهادي مشرانو استازي ، حکومتی چارواکي ، د مېرمنو استازي ، د مدنې ټولنو استازی او د ځینو ادارو لخوا معرفی شوي اشخاص پکې حضور لري تر څو په قطر کې له طالبانو سره په جوړیدونکې غونډه کې د حکومت په استازیتوب ګډون وکړی .

د قطر په دوحه کې جوړېدونکې ناسته کې د ګډون لپاره د ۲۵۰ کسانو له جملې کې د حکومت ۷۰ کسان اشتراک کوی چی ۳۰ فیصده غړې به یې مېرمنې تشکیلوي ، چی په همدی هدف د طالبانو له لوری رسنیو ته په استول شوی پیغام پاڼه کی راغلی چی دغی غونډی ته به د طالبانو له لوری ځینی مېرمنی هم اشتراک وکړي . حکومت او ولسمشر غني تر دې مهاله د سولې لپاره هر ممکن ګام په اخلاص او صداقت اخیستی، خو وګورو چې دا ځل طالبان د سولې په برخه کې څومره نرمښت ښیي.