دولت چمتو دی، خو که طالب یې ومني!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

دولت  د حکومتونو، ټولنو او ملتونو د سياسي واك او چارو د چلولو تر ټولو لويه او واكمنه سرچينه ده، خو له بده مرغه چې شرایطو، جنګونو، ناامنیو، بحرانونو او د افغانستان د بدغونه ګاونډیو د مداخلو، لاسوهنو او مزاحمتونو له امله په افغانستان کې دولت او دولتداري هغسې وده نه ده کړې لکه څنګه چې ښایي

.

په همدې خاطر ولسمشر غني دا ځل د دولت جوړونې یا دولت جوړونکو شعار غوره کړی دی. هغه پوهېږي تر څو چې افغانستان کې د دولتدارۍ اوسنی کمزوری سیستم پیاوړی او لا ښه بنسټي نه شي، نو افغانستان به همداسې له ستونزو، بحرانونو او ناامنیو څخه کړېږي. سره له دې چې د دولت د پیاوړتیا لاره  او مزل اسانه نه دی، په دې لاره کې ستونزې او کړاوونه شته، مګر ولسمشر غني د دغو ټولو ستونزو او کړاونو د ګاللو تابیا لري او غواړي چې خپل لوی او ملي ارمان ته چې د افغانستان ثبات او پرمختګ دی ځان ورسوي.

د دولت جوړونې بهیر د پیاوړتیا او د هیواد د سوکالۍ او پرمختګ په خاطر ولسمشر غني له خپلو وسلوالو مخالفینو سره د روغې جوړې لپاره رښتینی، عملي او زيات تمايل ښودلی دی او بار بار یې هغوی ته د بین الافغاني مذاکراتو له لارې سولې ته د رسېدو بلنه ورکړې ده، خو درېغه چې هغوی تل د ولسمشر غني دغه بلنه او غوښتنه رد کړې.

حتی هر ځل چې ولسمشر غني څومره په سوله تاکید کړی دی، نو برعکس وسله والو طالبانو او تروریستي ډلو همغومره په جنګ، وحشت او د جنایتونو ترسره کولو ته مخه کړې ده. په عامه تاسیساتو او ملکي ځایونو یې چاودنې او بریدونه کړي او په دې ډول یې ګڼو ملکي او عامو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

مګر د دې باوجود هم ولسمشر غني لا د سولې دروازې نه دي تړلې او په دې برخه کې یې خپلو هڅو ته ادامه ورکړې، ځکه چې له یوې خوا سوله الهي امر او له بل لوري زموږ د خلکو لویه او اساسي غوښتنه ده. زموږ هیوادوال او هیواد له څلوېښت کاله جنګ، ورانیو، ناامنیو او دربدریو وروسته تر بل هر څه سولې ته زیاته اړتیا لري.

خو سوله، پخلاینه او روغه جوړه پسرلنی باران نه دی چې په خپله وورېږي او نه هم نور زموږ د غمه مړه دي چې زموږ هېواد ته سوله، ارامي او سوکالي راولي. که نورو سوله راوستلی او په دې برخه کې د دوی هلې ځلې رښتینې وای، نو ولې یې په تېرو اتو نهو کالو کې ونشو کولی.

بله دا چې زموږ ولس د بهرنیانو هرې کړنې او هڅې ته د شک، تحمیلي او پردۍ ایډیا او نظریې د تپلو په سترګه ګوري. ممکن د دوی هڅې زموږ خلکو ته هغومره د منلو وړ نه وي لکه زموږ د خپلو هڅې. له دې امله دولت او وسلوالو مخالفینو ته ښايي چې د سولې او روغې جوړې په موخه په خپلو منځونو کې نرمښت وښیي. خپلې مرګونې، ورانونکې، تخریبي او  یو د بل د غندلو لیکنۍ، ګړنۍ او عملي کړنې ودروي. یو بل ته د وروروي او خواخوږي لاسونه اوږده کړي.