د طالبانو او حکومت مخامخ مذاکرات حتمي دي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

 

له تېر کال راهيسې د افغان سولې لپاره د نړۍ هر هیواد کوشش کوي چې د ولسمشر غني د سولې برنامې په ملاتړ افغانستان ته  تل پاتې او باعزته سوله راولي. او له دغه روان کرغېړن حالت څخه افغانان نور وژغوري. خو یوازې پاکستان چې د افغانستان تر ټولو نيږدې هیواد دی نه غواړي چې افغانستان ته سوله راشي او افغانان په یوه ارامه فضا کې ژوند وکړي.

 پاکستان  د افغان سولې نه وېره لري، ځکه دوی هیڅ وخت هم د باثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکي نه دي او له دې هم وېرېږي چې که افغانان ارام شي، نو ممکن له پاکستان سره د ټولو هغو جنایتونو جساب او کتاب وکړي چې له افغانستان سره یې په دا څلور لسیزو کې کړي دي، له همدې امله پاکستان هره لحظه په افغانستان کې د جنګ اور ته پوکی ورکوي او تازه یې ساتي.

طالبان هم د افغان سولې لپاره نارې وهي او د دې لپاره یې څو ځله د امریکا متحدو ایالتونو د سولې د مذاکراتو پلاوي سره ناستې وکړې، مګر بې پایلې پایته ورسېدې، ځکه د سولې د مذاکراتو واک له افغان دولت سره دی، نو طالبان چې جنګ له افغان دولت سره کوي او سوله له امریکا سره کوي، نو دا ټولو افغانانو ته د پوښتنې وړ ده. دوی دې د سولې په دغه ستراتیژۍ له سره غور وکړي.

طالب که رښتیا هم سوله غواړي، نو سوله نه په اوازو او شعارو راځي او نه هم له امریکایانو سره د تړلو دروازو تر شا په پټو مذاکراتو. طالبان دې د سولې لپاره لومړی اوربند اعلان کړي. جنګ دې ودروي او بیا دې د مذاکراتو لپاره خپله برنامه وړاندې کړي. ولس او حکومت ته دې بلنه ورکړي چې د مذاکراتو مېز ته ورسره کېني او نړیوال دې یوازې د څارونکو او دریمګړو په توګه ور وغواړي.د سولې او مذاکراتو اصلي واک باید له افغانانو سره وي.

سوله خو دې ته وايي چې خپل مسلمان ورور له لاسه ونیسې او په سمه لاره یې روان کړې. باید د هغوی لپاره د ژوند سم سهولت جوړ شي او په ارامه سره خپل ژوند وکړي.

ولسمشرغني هم پر طالبانو باندې بیا بیا غږ کړی او ورته ویلي یې دي چې که چېرته سوله غواړئ راشئ له افغان حکومت سره کېنئ او د سولې په هکله خپل وړانديزونه ووايئ. حکومت او طالبان دواړه باید هم پر خپل ځان، هم پر وطن او خلکو رحم وکړي. دوی باید دغه تحمیل شوی جنګ چې هره ورځ په کې دواوړو لوریو ته بې موجبه افغانان وژل کېږي او وطن ورانېږي، نور د پای ټکی کېږدي او خپل مسایل دې د خبرو او سولې له لارې حل کړي.  

افغانان داسې سوله غواړي چې په هغه کې د هر افغان د نر او ښځې د لوی او ماشوم حق پکې معلوم وي. په هیواد کې وحشیانه وژنې ختمې شي. هر افغان په ډاډه زړه په خپل هیواد کې د ځان او د کورنۍ لپاره یو مناسب کار برابر کړي او کار یې خوندي وي.  افغانان داسې سوله غواړي. داسې سوله نه چې په هغه کې د دوی سر او مال داوړه په خطر کې وي.