د ولس سترګې ښاغلي غني ته دي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
د ولسمشرۍ ټاکنو ته ولاړ نوماندان د کمپاین په شروع کولو سره دوی هم سم د واره خپلو کمپاینونه شروع کړل، چې نن سبا د هیواد په هر ګوټ  کې د هر نوماند ملاتړي لګیا دي ورته کمپاینونه کوي. خپلو هیوادوالو او ملاتړو ته د دې وعدې ورکوي چې د کامیابۍ په صورت کې به ستاسو لپاره هر هغه څه وکړم کوم ته چې تاسو اړتیاوې لرئ.
خو ځينې هیوادوال لا هم دې ته نه ګوري چې په هرو ټاکنو کې له مونږه سره وعدې کېږي، خو کله چې واک ته ورسېږي بیا په عمل کې هېڅ داسې کوم څه نه ګورو چې هغه کس زمونږه او د هیواد لپاره هغه کړې وعدې تر سره  کړي وي.
له دغو نوماندانو څخه یو هم د هیواد اوسنۍ ولسمشر محمد اشرف غني دی، چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته یې یو ځل بیا خپل ځان نوماند کړی دې او خپل کمپاین ته یې هم ادامه ورکړې ده. هیواد وال په دې پوهېږي چې د هیواد او د ولس په غم کې څوک دي، څوک د ولس په غم غمجن او خواخوږی دی. له دې امله ولس په غوڅ اکثریت د ښاغلي غني ملاتړی دی.
دا ټولو ته ښه معلومه ده او ولس به  هېڅ کله هم بیا تېروتنه ونکړي. چې داسې یو کس انتحاب کړي چې هغه د ځان په غم کې وي نه د هیواد او ولس په غم کې. خو یوزې ښاغلي غني په تېرو پنځو کلنو کې د هیواد او د دې ملت لپاره ډېرې زیاتې هلې ځلې وکړې او لا هم په دې هڅه کې دې چې لا زیات کارونه تر سره کړي تر څو خپل هیواد اباد کړي.
د ولس هم همدا یوه غوښتنه ده، هر هغه چا نه ملاتړ کوي چې هغه د هیواد او د هیواد د بچیو لپاره کار وکړي او افغانستان کې روان کرغېړن حالت بالکل له مينځه یوسي داسې یو ولسمشر ته اړتیا لرو.  او ولس وايي چې دغه ټولې  ځانګړې په دغو اتلسو نوماندانو کې یوازې ښاغلی غني لري چې په واقیعت سره به هیواد او ولس ته د زړه له کومې خدمت وکړي. او هغه غوښتنې چې ولس یې لري په عمل کې به یې ورته هم ورسوي. ولس هم په دې باوري شوی دې چې دا ځل هم زمونږه رائیه به بې ځایه نه ځي. لکه څنګه چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې ښاغلي غني له خپل ولس سره وعدې کړې وې همغه شان یې بیا په عمل کې هم تر سره کړې او دا ځل هم غواړو چې له ښاغلي غني څخه ملاتړ وکړو تو هغه یو ځل بیا د جمهوري ریاست پر څوکۍ باندې کېنو چې تر څو مو هیواد ګلي ګلزار کړي.
راروانو ولسمشریزو ټاکنو ته ځينې داسې څېرو هم ځانونه نوماند کړي دي چې له هغوی سره هیواد وال هېڅ بلد هم نه دي او نه یې هم پېژنې. خو دا ټول هغه کسان دي چې په ټاکنو کې ګډوډي رامنځته کړي او هیواد والو ته ضرر ورسوي. نه خو دوی ته څوک رایه ورکوي او نه هم د پیسو په زور کامیابېدای شي. ځېني بیا  داسې نوماندان هم شته چې له خپلو ټيمونو سره هم جوړ نه راځي نو دوی چې واک ته ورسېږي د څوکۍ پر سر به څومره لانجې وکړي او هیواد والو ته خو به ذره خدمت هم ونه کړي.